BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • الکسي نوالني

    بریتانیا: روسیې د اپوزېسیون مشر الکسي نوالني د چونګښې په زهرو وژلی دی

    د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت وايي، د روسیې د اپوزیسیون مشر الکسي نوالني د دارټ چونګښې له زهرو د جوړو شويو زهر د کارېدو په وسیله ووژل شوی دی.دا اعلان د سایبریا په یوه زندان کې د نوالني له مړینې دوه کاله وروسته کېږي.بریتانیا او متحدانو د نوموړي بدن کې د موندل شویو موادو د نمونو له تحلیل او تجزیې وروسته د پړې ګوته کریملین ته نیولې ده.

  • عمران خان

    د عمران خان روغتیا په اړه اندېښنې: ملاتړو یې نن بېلابېلو ښارونو کې د احتجاجونو غږ کړی

    پاکستان کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان تحریک انصاف ګوند پر خپلو غړو او پلویانو د دغه هېواد بېلابېلو ښارونو کې د احتجاجونو غږ کړی دی.پي‌ټي‌ای پر خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغو احتجاجونو غوښتنه د عمران خان روغتیا په تړاو د اندېښنو له کبله شوې ده.۷۳ کلن عمران خان چې په اډیاله زندان کې د بند شپې سبا کوي، په دې وروستیو کې شکایت کړی او ادعا کوي چې له درملنې سره سره یې د ښي سترګې یوازې "۱۵ سلنه" لید پاتې دی.

  • Barbie Reynolds and Peter Reynolds sitting on a sofa in the BBC Newsnight studio

    له طالبانو سره پخوانۍ بندي جوړه: لا هم نه پوهېږو ولې ونیول شوو او ولې ازاد شولو؟

    یوې بریتانیايۍ جوړې چې شاوخوا اوه نيمې میاشتې په افغانستان کې د طالبانو حکومت بندي کړې وه، بریتانیا ته تر بېرته ستنېدو وروسته وایي چې له "ستر کلتوري ټکان" سره مخامخ شوي دي.۸۰ کلن پیټر او د هغه ۷۶ کلنه مېرمن باربي رینولډز وایي، هېڅکله ورته دا ونه ویل شول چې ولې نیول شوي وو او دا هم ورته روښانه نه شوه چې د تېر کال په سپټمبر کې ولې خوشي شول.دا جوړه چې نژدې شل کاله یې په افغانستان کې یو خیریه بنسټ چلاوه، د بي‌بي‌سي د "نیوزنایټ" پروګرام ته ویلي، چې په بریتانیا کې یې تېرو پنځو میاشتو ژوند "په بشپړه توګه بدل" شوی دی.

  • سره ګلان

    ایا د هر چا لپاره د ژوند سم ملګری یا ملګرې شته؟

    د ولنټاین (مینانو) په ورځ داسې مو هرومرو زړه کې دا ګرځي، چې د نړۍ په کوم ګوټ کې به "هماغه یو کس یا د ژوند ملګری/ملګرې" رښتینی دوست او هغه څوک، چې تاسې غواړئ ورسره ژوند وکړئ، وي.د تاریخ په اوږدو کې، انسانان تل دې نظریې ته متوجه شوي، چې مینه تصادفي نه ده.په لرغوني یونان کې افلاطون تصور کاوه، چې موږ یو وخت بشپړ موجودات وو. څلور لاسونه، څلور پښې او دوه مخونه مو لرل خو زېوس موږ په دوو برخو ووېشلو.

  • کابل

    له افغانستانه د جمعي‌امنیت تړون سازمان امنیتې اندېښنې؛ مجاهد وايي د تشویشونو پر ځای باید تعامل او همکاري زیاته شي

    د جمعي امنیت تړون سازمان د ګډو ځواکونو قوماندان ویلي، دا چې په افغانستان کې فعالې توندلارې ډلې ګاونډیو سیمو ته د ترهګرۍ صادرولو وړتیا لري، نو سیمه‌ییز ثبات او امنیت ته ترې خطر ډېر دی.خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي،‌ د بې ځایه تشویشونو پر ځای باید مثبت تعامل او همکاري زیاته شي.

لنډې ویډیوګانې

  • ری
  • راهبان
  • امریکا
  • shazia Haya
  • BBC
  • .
  • اوښ او یو عرب
  • هند
  • مسکویل

ځانګړي مطالب

  • "له لیلي دښتې د کابل تر فتحې" د هند په نیمه وچه کې د القاعدې یوه تازه تبلیغاتي ویډیو خپره شوې ده.

    "له لیلې دښتې د کابل تر فتحې": د القاعدې او طالبانو پخوانۍ ژورې اړیکې ته کتنه

    د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بیاکتنې ډلګۍ وروستي راپور کې راغلي: "د هند په نیمه وچه کې القاعده د افغانستان په په جنوب ختیځ کې فعاله ده، هغه سیمه چې د حقاني شبکه پکې د پام وړ نفوذ لري. د راپورونو له مخې اسامه محمود "امیر" او د هغه مرستیال یحیی غوري په کابل کې دي او د دې ډلې د رسنیو څانګه په هرات کې ده."

  • A composite of three pictures, the biggest on the left is the Kaaba in Mecca, the top right a piece of Kiswa cloth from the Epstein files, and bottom right Jeffrey Epstein's headshot

    د کعبې پوښ: د اسلام له تر ټولو سپیڅلي ځایه د 'کسوه' ټوټې جیفري اېپسټن ته استولو رسوايي

    د نړۍ په لراوبر کې مسلمانان د هغو اسنادو په هکله غوسه څرګندوي چې پکې ښکاري د اسلام تر ټولو سپېڅلي ځای، کعبه، د پوښلو لپاره کارېدونکي ټوکر څو ټوټې جیفری اېپسټین ته استول شوې وې، چې د جنسي جرمونو په سزا محکوم شوی و.

  • اورکزی

    د مینې په اړه د "مردا ره قول اس" فلم جوړونکی او لوبغاړی د اسکار جایزې خیال ګوري

    په افغانستان کې ډېر هغه کسان چې له فلم او سینما سره مینه لري د "مردا ره قول اس" فلم یې لیدلی. په دې وروستیو کې، د دې فلم ځینې صحنې په بېلابېلو ټولنیزو رسنیو لکه ټیک ټاک او انسټاګرام کې شریکې شوې دي. "مردا ره قول اس" یو له هغو څو هنري اثرونو دی چې نوم یې له افغان سینما سره تړلی دی. دا فلم د ۱۳۶۳ کال کې په کابل کې جوړ شوی.

  • Golden lights and decorations for Ramadan in bazaar in Sana'a, Yemen. There is a cescent Moon in the background above an image of a mosque with the words Ramadan Mubarak written above it. The outline of a white crescent Moon is in the foreground. Some golden stars are hanging around the area.

    د ۲۰۲۶ کال تر ټولو اوږدې روژې به په کومو سیمو کې وي؟

    د مسلمانانو سپېڅلی میاشت رمضان، یا روژه سږکال سې‌شنبه د فبرورۍ ۱۸مه له ماښام وروسته پیلېږي، خو دا د نړۍ لروبر د هېوادونو له موقعیت سره تړاو لري.د روژې میاشتې د پیل نېټه هر کال ځکه بدلېږي چې حساب یې له عقیدوي اړخه د سپوږمۍ د دورو له مخې کېږي.عمومآ د رمضان میاشت له یوه کاله بل ته ۱۱ ورځې مخکې پیلېږي.

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي.دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ ,دویمه سترګه, ۱۵:۰۰,۱۴ فبروري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده

    ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه

  • واورئ,خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰,۱۴ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان

  • واورئ,غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰,۱۴ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    بي‌بي‌سي پښتو پر خواله رسنیو:

    تر ټولو ډېر لوستل شوي