د سولې جایزې ګټونکې ۱۴ کلنې ملالې باندې برید
د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ښوونځي پر یوه ګاډي ډزې شوي، چې په کې د سولې جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ او یوه بله نجلۍ ټپیانې شوې.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
نړیوالي ټولني او دبشري حقونو فعالانو پر ملاله یوسفزۍ د وسله والو طالبانو برید په سخته غندلی. د بشري حقونو نړیوال سازمان امنیسټي انټرنېشنل ویلی، چې پر ملاله یوسفزۍ د وسله والو برید څرګندوي، چې پاکستان کې د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره غږ پورته کوونکي له څه ډول کړاوونو سره مخامخ کیږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وکټوریه نیولینډ ویلی، چې موږ پر ملاله یوسفزۍ شوی برید په سخته غندو، په ماشومانو تشدد کول ناځوانانه کار دی. په پاکستان کې هم د ولسمشر اصف علي زرداري په ګډون لوړ پوړو چارواکو او د بشري حقونو اړوند سازمانونو دغه برید غندلی دی.
بل لور ته د پېښور په پوځي روغتون کې د ملالې یوه خپلوان مبشرحسن بي بي سي ته وویل، چې د سې شنبې او چهار شنبې په منځنۍ شپه کې د ملالې د دماغ عملیات تر سره شول او ډاکټرانو ورته ویلي، چې دغه عملیات په بریالیتوب سره تر سره شول.
د هغه په خبره اوس د ملالې روغتیايي حالت ښه دی، خو د درملو تر اثر لاندې ده او سوکه سوکه يي روغتیايي حالت په ښه کېدو دی. دی وايي د هغې له تن نه مرمۍ هم لرې کړل شوې ده. د نوموړي په خبره بهر ته د درملنې لپاره د ملالې د لېږلو په اړه تر اوسه ورته چا څه نه دي ویلي.
خو بل لور ته د پاکستان د ولسمشر ویندوی فرحت الله بابر وايي چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري بهر ته د درملنې لپاره د ملالې دلېږلو امر صادر کړی. پاکستاني دولتي ټیلویزون د کورنیو چارو د وزیر رحمان ملک له قوله ویلی، چې بهر ته د ملالې د لېږلو لپاره چمتو والی بشپړ شوی دی.
پرون د خیبر پښتونخوا په سوات کې نامعلومو وسله والو د ښوونځي پر یوه ګاډي ډزې وکړې، چې په کې د سولې جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ په شمول درې نجونې ټپیانې شوې. دغه پېښه د سې شنبې په ورځ د سوات په مرکزي ښار مینګوره کې وشوه.
د پاکستاني طالبانو یوه ویاند احسان الله احسان بي بي سي ته په ټیلفون وویل چې په ملاله یوسفزۍ دوی برید کړی
د پاکستاني طالبانو یوه ویاند احسان الله احسان بي بي سي ته په ټیلفون وویل، چې په ملاله یوسفزۍ دوی برید کړی.
د نوموړي په خبره په هغې يي ځکه برید کړی، چې د ملالې فکر د طالبانو ضد او سیکولر و او دا چې هغې د خپل دغه فکر په ډاګه څرګندونه هم کوله، نو له همدې امله پرې د دوی ملګرو برید وکړ.
په سوات کې د طالبانو د اوج پر مهال د ماشومانو د حقونو لپاره د غږ پورته کولو په ویاړ د پاکستان حکومت هغې ته د سولې جایزه ورکړه. نوموړې په ۲۰۱۱ کال د ماشومانو لپاره د سولې نړیوالې جایزې ته هم نومانده وه.
ملالې یوسفزۍ په سوات کې د وسله والو طالبانو پر ضد د پاکستاني پوځ له عملیاتو مخکې دسیمې پر حالاتو د بي بي سي لپاره د ګل مکۍ په مستعار نوم یاداشتونه لیکل او شهرت يي وموند.
ملاله دسوات د مینګورې اوسېدونکې وه. په سوات کې له ۲۰۰۹ کال مخکې حالات ډېر ترینګلي وو او د سخت دریځي مذهبي مشر مولانا فضل الله پلوي جنګیالي د دسوات درې په اکثر سیمو واکمن وو.
هغه وخت په سوات کې د نجونو ښوونځي تړل شوي وو. هاغه مهال په سوات کې د دغه ډول حالاتو په اړه په رسنیو کې هم د طالبانو له ډاره ډېر څه نه ویل کېدل. خو ملاله که څه هم کوچنۍ وه، جرات يي وکړ او له مینګورې نه يې د بي بي سي لپاره د ګل مکۍ په مستعار نوم لیکنې پیل کړې.
دې لیکنوچې له بي بي سي نه د یاداشتونو په بڼه خپرېدې دومره شهرت وموند، چې د نوموړې لیکنې نورو نړیوالو رسنیو هم پرله پسې خپرولې.
د ملالې د ژوند په اړه دوو نړیوالو رسنیزو ادارو مستند فلمونه هم جوړ کړل. په دې فلمونو کې هغې پر تعلیم له لګول شویو بندیزونو سره کلک مخالفت څرګند کړ.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .