پاريس پاریس د فرانسې پلازمېنه اوله ګڼه ګوڼې نه ډک ښار دی. په ۲۰۱۸ ز کال کې یې د یوه اټکل له مخې، په ۱۰۵ کیلومتره مربع(۴۱مایل مربع) مساحت کې ټول نفوس ۲٬۱۷۵٬۶۰۱کسان ښودل شوی دی. پاریس له ۱۷مې پېړۍ نه، د اروپا د علم او هنر، خوړو، سوداګري، دیپلوماسي او مالي یو مهم مرکز و. د پاریس ښار، د سیمه ییز حکومت مرکز اود فرانسې د دویم لویي د اوسېدو ځای ځایګی( مقر) و او په هغه وخت کې یې ټول نفوس ۱۲٬۱۷۴٬۸۸۰ دومره شمېرل شوی دی. تر ۲۰۱۷ز کال پورې د فرانسې د نفوسو په سلو کې ۱۸، په ۲۰۱۷ز کال کې د پاریس سیمې ناخالص کورنی تولید ۷۰۹ میلیارده و، چې د اروپا ۸۰۸ مليارده ډالرکېدل. له نړیوالې نظرسنجۍ سره سم، په ۲۰۱۸ز کال کې د اقتصادي اطلاعاتو واحد د ژوند لګښت، پاریس له سنګاپور وروسته او له زوریخ، هنکانګ، اسلو او ژنو نه لو، په نړۍ کې د دنیا دویم قېمت بیه ښار و. یوې بلې سرچینې ، په ۲۰۱۸ز کال کې، پاریس له هنکانګ او سنګاپور نه هم ډېر مهم او قېمت بیه ډلبندي کړی دی.[ ۱] [ ۲] [ ۳] [ ۴] [ ۵] [ ۶]
پاریس د اوسپنې پټلۍ یوه لویه لار او د لېږد رالېږد یو مرکز لري، چې د دوو نړیوالو هوایي ډګرونو له خوا یې چارې سنبالېږي: پاریس ـ د مارشال دوګل( د اروپا دویم هوایي ډګر دی ) د پاریس ښار د اورلي او موټر وې سیستم لري. د پاریس موټر وې، چې په ۱۹۰۰ز کال کې پرانستل شوه، هره ورځ ۵.۲۳ میلیونه مسافرو ته خدمت کوي. دغه مترو د مسکو له مترو وروسته د اروپا د میترو دویم سیستم دی. Gare du Nord، په نړۍ کې د اوسپنې پټلۍ له ګڼه ګوڼې نه ډک څلرو ېشتم تم ځای دی. په بهر کې له جاپان نه هم ډېر ځلېدلی دی او په ۲۰۱۵ ز کال کې یې۲۶۲میلیونه مسافر لرل. پاریس په ځانګړې توګه، په موزیمونو او د سیل وړ ودانیو سره پېژندل شوی دی. د لوور موزیم په ۲۰۲۰ز کال کې۲،۶۷۷،۴۰۵ کسه سیلانیان لرل. د COVID-1 ویروس له امله، د موزیمونو له اوږده تعطیل سره سره، د نړۍ یو داسې موزیم و، چې ډېر سیلانیان یې لرل. د اورسي موزیم، د مورموتان موزیم او د اورانژري موزیم، د فرانسې د امپرسیونیستی هنري ټولګو له امله، د ډېرې پاملرنې وړ وو. د پمپېدو مرکز د موډرن( معاصر)هنر موزیم، په اروپا کې د معاصر او موډرن هنر تر ټولو لویه ټولګه ده. د رودن موزیم او د پیکاسو موزیم، د پاریس د دوو نامتو اوسېدونکو آثار نندارې ته وړاندې کړل. د ښار په مرکز د رودسن په اوږدو کې تاریخي سیمه، له ۱۹۹۱ز کال نه را په دې خوا د یونسکو له لوري د نړیوال میراث په توګه ډلبندي شوې ده . د هغه ځای نامتو د لیدو وړ ځایونه په Île de la Cité کې د پاریس د نوتردام جامع کلیسا چې اوس له اورلګېدنې نه وروسته( د ۲۰۱۹ز کال د اپریل ۱۵)د بیا رغاونې لپاره تړل شوې ده. د سیل نور په زړه پورې ځایونو کې د گوتیک سنت شاپل کلیسا ده. همدارنګه، په Île de la Citéکې د ایفل برج دی، چې په ۱۸۸۹ز کې د پاریس د نړیوال نندارتون لپاره جوړ شوی دی. په ۱۹۹۰ز کال کې، د پاریس د نړیوال نندارتون لپاره ستره ماڼۍ او پتي ماڼۍ جوړې شوې دي. په شپاړسو لیزو کې د مونمارتر غونډۍ، په هنري تاریخ او د (ساکر کوئور)کلیسا سره.[ ۷] [ ۸] [ ۹] [ ۱۰] [ ۱۱] [ ۱۲]
پاریس په ۲۰۲۰ز کال کې ۱۲.۶میلیونه سیلانیان لرل. دغه لیدونکي په۲۰۱۹ ز کال کې، په سلو کې ۷۳سلنه، د COVID-19 ویروس په سبب لږ شوي دي. د بهرنیو سیلانیانو شمېر، په سلو کې ۸۰.۷ سلنه کم شوی دی. موزیمونه په ۲۰۲۱ز کال کې بېرته پرانستل شول، یوازې په سیلانیانو باندې د ماسک اغوستل او د ټولنیز واټن ساتنه جبري شوي وو.[ ۱۳]
د پاریس د سن جرمن(Saint-Germain ) فوټبال کلپ او د راګبي اتحادیې کلپ(the rugby union club) په پاریس کې دي. د نړیوال جام لپاره، په ۱۹۹۸ز کال کې د ۸۰۰۰۰څوکیو په لرلو سره لوبغالی جوړ شوی دی. دا لوبغالی د پاریس د شمال په سنت دنیس
کې ودان شوی دی. پاریس د فرانسې په ګرند سلم کې د آزادو تینس لوبو مېلمه پال و او د( Roland Garros) د سیمې په سره خاوره کې یې کلنی تورنمنت تر سره شو. دغه ښار، په ۱۹۰۰ز او ۱۹۲۴ز کلونو کې د المپیک لوبو مېلمه پال و. په ۲۰۲۴ز کال کې د المپیک د دوبنیو لوبو مېلمه پال و.په ۱۹۳۸ز او ۱۹۹۸ز کلونو کې د فوټبال نړیوال جام، په ۲۰۰۷ز کال کې د راګبي نړیوال جام او همدا شان، د یوفا د ۱۹۶۰، ۱۹۸۴ او د ۲۰۱۶ز کلونو کې د اروپا د اتلولۍ لوبې په دغه ښار کې تر سره شوې دي. د جولای په هره میاشت کې د پاریس په شانزلیزه واټ کې د فرانسې د توردو بایسکل سواري لوبې تر سره شوې دي.
ایتیمولوژيلرغونی اپیدوم چې د پاریس د عصري ښار اړوند ده، د لومړي ځل لپاره، له ميلاد مخکې د لومړۍ پېړۍ په منځ کې، د ژولیوس سزار له خوا د Luteciam Parisiorum ("Lutetia of the Parisii")په نامه ونومول شو او وروسته له میلاد نه په پنځمه پېړۍ کې د پاریسیون په نامه یاد شو. پاریس په ۱۲۶۵ز کال کې د روم دورې په اوږدو کې، معمولاً په لاتین کې د Lutetia یا Lutecia او په یوناني کې د Leukotekía په نامه سره پېژندل کېده. د سلتیک(موږک) lukotرېښه لري.[ ۱۴] [ ۱۵] [ ۱۶] [ ۱۷]
د پاریس نوم، د هغه د لومړنیو اوسېدونکو پارسیانو له خوا( په ګالي ژبه Parisioi)) چې د ډبرې عصر یوه ګالي قبیله وه او د روم له دورې نه اخستل شوی دی). د ګالي قومیت معنا، تر بحث لاندې ده. د خاویر دلمارو په وینا: ښايي چې د سلتیک pario- 'cauldron') ) رېښه ولري. آلفرد هولدرله پریف ولزی سره د هغه پرتلنه ترسره کړه. ("ارباب، فرمانده") دغه نوم د جوړوونکو یا فرمان ورکوونکو په معنا تفسیر کړ، چې د پروتو-سلتی بڼې دواړه احتماله لري او دا نوم په kwar-is-ioسره بېرته رغول شوی دی. ورپسې پیر-ایو لمبرت دا وړاندیز وکړ چې، پاریس Parisioi) ) د نیزه یي خلکو په نامه معنا کړي، د carr لومړني عنصر(پخوانۍ ایرلنډي) نیزې په یو ځای کېدو سره چې له*kwa –sā نه مشتق شوې ده(اخیستل شوې ده).[ ۱۸] [ ۱۹]
پاریس زیاتره د رڼاښار La Ville Lumière)) په نامه نومول شوی دی او دا کار د روښانتیا( روشنګري) په دوران کې د هغه د اصلي رول له امله شوی دی او هم د کلیمې په رښتینې معنا سره، په دې دلیل سره ، چې پاریس د اروپا له لومړنیو ښارونو څخه و چې په واټونو کې به یې د غازو له رڼا نه ګټه پورته کوله. په لوړه کچه په تاریخي ځایونو او ماڼیو کې. په ۱۸۲۹ز کال کې په Carrousel، Rue de Rivoli او Place Vendome کې د غازو څراغونه ولګېدل. په ۱۸۵۷ز کال کې لوی بلډینګونه روښانه شول. په ۱۸۶۰ لسیزه کې، د پاریس واټونه او سړکونه، په ۵۶۰۰۰غازي لامپ څراغونو سره رڼا شول. د نولسمې پېړۍ په پای کې، پاریس د فرانسویانو په ولسي ژبه کې په [panam]) in French slang سره هم پېژندل شوی دی.[ ۲۰] [ ۲۱] [ ۲۲] [ ۲۳]
سرچينې او ياداښتونه.↑ "Populations légales 2018: Commune de Paris (75056)" . INSEE. 28 December 2020.↑ "Comparateur de territoire: Région d'Île-de-France (11)" . INSEE. بياځلي په10 February 2021 .↑ "Regional GDP per capita in EU" (Press release). Eurostat. 28 February 2018.خوندي شوی له اصلي څخه په 2 September 2019. بياځلي په6 March 2018 .↑ Economist Intelligence Unit Worldwide Cost of Living Survey, 2018, cited in theDaily Telegraph ,16 March 2018 Archived 30 March 2019 at theWayback Machine . ↑ Singapour, Hong Kong, Paris : le trio des villes les plus chères du monde Archived 27 March 2019 at theWayback Machine ., International mail.com. 20 March 2019.↑ Annabel Fenwick Elliott, SENIOR CONTENT EDITOR."Revealed: The world's most expensive (and cheapest) cities for 2018" .The Telegraph (in بريتانوی انګلیسي). بياځلي په2020-07-07 . ↑ "List: The world's 20 busiest airports (2017)" .USA Today (in انګليسي).خوندي شوی له اصلي څخه په 25 June 2018. بياځلي په2018-05-02 .↑ "ACI reveals the world's busiest passenger and cargo airports" .Airport World . 2018-04-09.خوندي شوی له اصلي څخه په 28 June 2018. بياځلي په2018-05-02 .↑ "Métro2030" .RATP (Paris metro operator) . خوندي شوی لهthe original on 21 ډېسمبر 2016. بياځلي په 25 سېپتمبر 2016 .↑ "The 51 busiest train stations in the world – all but 6 located in Japan" .Japan Today . 6 February 2013.خوندي شوی له اصلي څخه په 22 April 2017. بياځلي په22 April 2017 .↑ "Le Parisien", 8 January 2021, "Covid-19 - la frequentation du Musée du Louvre s'est effondrée de 72 percent en 2020" ↑ "Paris, Banks of the Seine" .UNESCO World Heritage Centre . United Nations Educational, Scientific, and Cultural Organization. بياځلي په17 October 2021 .↑ "Le tourisme à Paris - Chiffres clés 2020 (édition 2021)", Official Website of the Paris Convention and Visitor Bureau, retrieved September 10, 2021 ↑ Falileyev 2010 , s.v.Parisii andLutetia .↑ Delamarre 2003 ، م. 211.↑ Lambert 1994 ، م. 38.↑ Nègre 1990 ، م. 155.↑ Delamarre 2003 ، م. 247.↑ Busse 2006 ، م. 199.↑ Dottin 1920 ، م. 535.↑ Leclanche 1998 ، م. 55.↑ Du Camp 1875 ، م. 596.↑ Robertson 2010 ، م. 37.