Movatterモバイル変換


[0]ホーム

URL:


منځپانگې ته ورتلل
ويکيپېډيا
پلټنه

ټېډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ټېډ پېژند نښه

'ټېډTED(تخنیک ، وختتېری ، بڼه او ډول )(Technology , Entertainment, Design ) د درېو انگرېزي تورو څخه لنډون دی يوه نړېواله خپلواکه، پوهنیزه امريکايي ټولنه ده چې کانفرانسونه په مختلفو هېوادونو کې جوړوي او د کنفرانس رښتې يې دسپلنگ فونډېشن په نوم اورگان پورې اړه لري چې هغوی هم په خپلواکه توگه د ”آندونو پکار دی چې خپاره شي” تر سرلیک لاندې مالوماتي او پوهنیزوغونډو تابياکوي . ټېډ ټولنه په کال ۱۹۸۴م زېږديز کې يووار غونډه وکړه او بيا ورپسې په کال ۱۹۹۰م زېږديز کې د کلنۍ غونډې بهیر په بڼه يې سمباله کړه چې کېلفورنيا په مونټيري ښار گوټي کې ترسره شوه . د ټِډ لومړنیو غونډو فوکس يا موخې د تخنیک او ډيزاين لپاره ځانگړې کېدلې ، د ټِډ د موخې سرچینه يا آند يې د ورېښمو د غره لارې سیمو څخه رامنځته شوې وې . د ټِډ ټولنې عمومي کالنۍ غونډې په امریکا کې د لانگ بيچ په نوم سیمې کې ترسره کېږي او د ټولنې د دوهم سرلیک ټِډ اکټيف (TED Active) غونډې د پالم سپرنگ تر نوم سیمې کې جوړېږي . دواړه غونډې به د لانگ بیچ او پالم سپرنگ څخه د کاناډا لوی ښار وانکوور ته او وېسټلر ته په ۲۰۱۴م زېږديز کې وردرومي . د ټېډ تولنې غونډې په سوهېلي امریکا يي سیمو کې خپرې دي او همدارنگه اروپا او آسيا ته يې هم لارې ورغځولې دي . د ټېډ لخوا غونډې په عمومي هراړخیزو پرمختللو سکالوگانو باندې ولاړې وي ، لکه ټولنیزې څېړنې ، عملي ساينس يا عملي پوهنیز گامونه او کولتوري نوښتونه و همدا سکالوگانې د ویناوالو لخوا د ژوندیو يا تېرو کیسو په اورولو بيانېږي . ويناوالو ته شاوخوا ۱۸ دقې ورکول کېږي چې خپلې تجربې لیدونکو او اورېدونکو ته وړاندې کړي . په دغو ويناوالو کې ځینې ډېرې پېژندل شوې تولنیزې ، سیاسي څېرې د يادولو وړ دي لکه په تېرو غونډو کې د امریکا پخوانی ولسمشر بل کلنټن ، انسان پېژندونکې او آرڅېړونکې مفکرې جېن گوډوېل ، ځوان ټولنیز شخص د کاناډا نوميالی ژورنالیسټ مالکولم گلاډوېل ، امريکنی چاپېريال پوه او تېر ولسمشر الگور ، د انگلستان تېر لومړی وزير گورډن براؤن ، د ځناورو د ساپوهنې ماهر او پېژندونکی رچارډ ډاؤکنز ، د سولگريزو پوستکاليو او وینډوز کاريال لومړنی طراح او پنځگر بلگېټس ، د انگلستان نوميالی ټولنیز فعال او سندرغاړی بونو د افغانستان او نړۍ پېژندل شوی وټپوهاند او سياستوال اشرف غني احمدز ی او داسې نورو برخې درلودې . د ټېډ ټولنې اوسینی نندارښود (Curator) يو انگرېز پخوانی سولگرپوه او ژورنالیسټ او مهالنۍ پازوال دی چې کرس انډرسن نومېږي . د ۲۰۰۶م زېږديز کال جون مياشتې راپدېخوا د ټِډ ټولنې غونډې په انټرنټ او نورو انځوريزو څانگو کې په وړيا توگه د څو يادونو په لړ کې لیدلو ته چمتو شوې . دغه يادونې داسې دي : د خپرونو د آندونه او رښته وال د سوداگريزو خبرتياو لپاره ندي ، هېڅ يوه نوښتیزه ځانگړنه پرته د ټېډ ټولنې لخوا بل چا څخه ندي . د ۲۰۱۴م زېږديز کال پورې ۱۶۰۰ خپرونې د انټرنټ په لیکه پرتې دي .

مخينه

پېښلیک

کرس اڼدرسن (د سپلنگ فاونډېشن يا بنسټ)

نړېوال ټېډ

ټېډ ستاينیزه

ټېډ ټکی کام (TED.com)

سرچینې

باندنۍ تړنې

References

External links

ويکيخونديځ کې دټېډ اړوند دوتنې شته.


www.ted.com

"https://ps.wikipedia.org/w/index.php?title=ټېډ&oldid=159855" نه اخيستل شوی
پټه وېشنيزه:

[8]ページ先頭

©2009-2026 Movatter.jp