د ویسټ انډیز سیاسي نقشه.وېسټ اېنډیز دشمالي امریکا د لویې وچې یوه فرعي سيمه ده چېد شمالي اتلانتیک سمندر او کارابین سمندر لخوا محاصره دی. په ویسټ انډیز کې د ۱۳ خپلواک ټاپو هېوادونه ، ۱۸تړلې سیمې او نورې خپلواکې سیمې شاملې دي چې په درېوو لویوټاپوګانو کې موقعیت لري چې لوی انتيل ، کوچنی انتيل او لوکايي ټاپوګان نومیږي.[۱]
د وېسټ اېنډیز په سیمه کې ټول هغه ټاپوګان شامل دي چې په انتيل کې موقعیت لري، په بېله بیابهاماس او د تورکېش کايکوس ټاپوګان چې په شمالي اتلانتیک سمندر کې موقعیت لري. نن ورځ، د وېسټ انډیز د اصطلاح پر ځای، د کارابین اصطلاح ډېره کارول کیږي، که څه هم کارابین کې د مرکزي امریکا یا سوېلي امریکا ځینې هېوادونه هم شامليږي چې د کارابين سمندر ساحل سره تړلي دي، لکه دبیلیز ،ګیانا ،سورینام ،فرانسوي ګیانا هېوادونه او ځينې ټاپويي هېوادونه لکه ټرینیډاډ او ټوباګو اوبرمودا ، چې جغرافيوي موقعيت يې له د وېسټ اېنډيز له درېوو ټاپوګانو بهر دی، خو له وېسټ اېنډيز سره ورته کلتور لري.
کارابين هېوادونهپه ۱۹۴۲ کې،کریسټوفر کولمبس ، د لومړني اروپايي په توګه، دې ټاپوګانو ته خپل راتګ ثبت کړ. تاریخ پوهان په دې باور دي چې هغه لومړی کس و چېد بهاماس په خاوره کې یې پښه کېښوده. د امریکا وچې دې سیمې تهد کریسټوفر کولمبس له لومړیو سفرونو وروسته، اروپایانو دې سیمې ته د "وېسټ اېنډیز" نوم ورکړ چې، ترڅو له اصلي هند (یانېهند ) اوختیځ اېنډیز (لکهسوېلي اسیا اوسوېل ختیځې اسیا ) څخه یې توپیر وشي.[۲][۳][۴]
د شپاړسمې پېړۍ په پای کې، فرانسوي ، انګلیسي او هالنډي سوداګرو د کارابین سمندر کې خپل عملیات پیل کړل اود اسپانیا او پرتګال اړوند بېړیو او ساحلي سیمو يې بريد وکړ. دوی اکثرا د اسپانيا له کنټرول لرې سیمو کې پناه اخیستله او خپلې کښتۍ یې تنظیمولې ، له هغې ډلې د کوچني انتيل ټاپوګان ، د سوېلي امریکا شمالي ساحل، د اورینوکو ساحل او د مرکزي امریکا اتلانتیک ساحل سيمې يادولی شو، په انتيل کې، دوی په ۱۶۲۴ کې د سینټ کیټس او په ۱۶۲۶ کېبارباډوس په نوم استعماري اډه جوړه کړه. د ۱۷مې پېړۍ په مینځ کې د شکر انقلاب په جریان کې، په زرګونو افریقایي غلامان اړ شول چې په کښتونو او فابریکو کې کار وکړي. چې وروسته دا افريقايي غلامان هم د ځايي استوګنو وګړو سره نسلاً يوځای شول.
وېسټ اېنډیزد شمالي اوجنوبي امریکا په تړاوهېوادونه د ټاپوګانو په توپير سره
[سمول]- کروم ویل جیسي. "د غلامانو او شکر څخه ډیر: د ټرانس امپیریل کیریبین او د هغې د نفوس وروستۍ تاریخچه."د کمپاس تاریخ (2014) 12#10 مخونه 770–783.
- هیګمن بیريد کیریبین لنډ تاریخ. (۲۰۱۱)
- د مارتین ټونيکیریبین تاریخ: له استعمار څخه دمخه اصلي اصل (2011)