ویانا (الماني:Wien;انگريزيVienna) چې په جرمني کې ورته وین وايي، د اطریش هېواد پلازمینه، تر ټولو ستر ښار او یو له نهو ایالتونو څخه ګڼل کېږي. ویانا د اطریش تر ټولو زیات جمعیت لرونکی ښار دی، چې شاوخوا دوه میلیونه وګړي په کې ژوند کوي (۲.۹ میلیونه وګړي یې په میتروپولیټن سیمه کې ژوند کوي، چې د هېواد د وګړو نږدې یو پر درېیمه برخه جوړوي)، چې د دې هېواد کلتوري، اقتصادي او سیاسي مرکز دی. دا ښار په اروپايي ټولنه کې د وګړو د تناسب له مخې شپږم ستر ښار او د دونوب د سیند په ښارونو کې تر ټولو ستر ښار دی.[۸][۹][۱۰][۱۱]
د شلمې پېړۍ تر پیلیدو پورې، ویانا په نړۍ کې د جرمني ژبې د ویونکو تر ټولو ستر ښار و، چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د اطریش-هنګري سترواکۍ په بېلیدو سره، دې ښار دوه میلیونه وګړي درلودل. دا ښار نن ورځ له برلین وروسته په نړۍ کې د جرمني ژبې د ویونکو د شمېر له امله په دویمه درجه کې راځي. ویانا د سترو نړیوالو موسسو له هغې ډلې د ملګرو ملتونو، اوپیک او OSCE کوربه دی. دغه ښار د اطریش په ختیځه برخه کې پروت دی چې د چیک جمهوریت، سلواک او هنګري سره نږدې پوله لري. دغه سیمې په ګډه سره د اروپايي سنټراپ سرحدي سیمه کې کار کوي. له نږدې تراتیسلاوا سره، ویانا د ۳ میلیونه وګړو میتروپولیټن سیمه تشکیلوي. په ۲۰۰۱ ز کال کې، د ښار مرکز د یونیسکو له خوا د نړیوال میراث په لړلیک کې راغی. د ۲۰۱۷ ز کال په جولای کې، بیا دا سیمه له خطر سره د مخ نړیوال میراث په لړلیک کې اضافه شوه. سربېره پر دې، ویانا د «موسیقي د ښار» په توګه پیژندل کېږي، هغه هم د دې ښار د موسیقي میراث له امله، ځکه چې زیاترو مشهورو کلاسیک موسیقي پوهانو لکه بیتووین او موزارت ویانا ته خپل کور ویلی و. ویانا ته همدا راز د «خیالونو ښار» ویل کېږي، ځکه چې دلته د نړۍ لومړني روان پیژندونکي زیګمونډ فوریډ ژوند کاوه. د ویانا اجدادي ریښې په لرغوني سیلتیک او رومي سکونت ځایونو ته ورګرځي چې د منځنیو پېړیو په یوه ښار او باروک باندې بدل شوی و. دغه ښار د خپل هغه محوري نقش له امله چې د اروپا د پرمختلونکط موسیقې د مرکز په توګه یې ادا کړی، د ویانا د کلاسیک پالنې له عصر څخه د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې پیژندل شوی دی. د ویانا تاریخي مرکز یو لړ معماري، د باروک ماڼۍ او باغونه او د نوولسمې پېړۍ په وروستو پورې اړوند Ringstraße لري چې یو شمېر ودانۍ، تاریخي ودانۍ او ستر پارکونه لري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
ویانا د خپل ژوند د کچې د لوړ کیفیت له امله هم مشهور دی. په ۲۰۰۵ ز کال کې، د نړۍ د ۱۲۷ ښارونو په یوه څېړنه کې، د ایکانومیسټ د ذکاوت واحد (Economist Intelligence Unit) دا ښار د نړۍ په کچه د ژوند کولو لپاره تر ټولو غورو ښارونو په لومړي کتار کې راوست (چې په دویم او درېیم کتار کې وانکوور او سان فرانسیسکو ښارونه و). د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵ ز کلونو تر منځ، ویانا بیا له میلبورن نه وروسته دویم مقام خپل کړ. د مونوکل د «ژوند د کیفیت څېړنې» په ۲۰۱۵ ز کال کې ویانا د نړۍ د غوره ۲۵ ښارونو په منځ کې د «کور جوړولو او ژوند کولو» له اړخه په څلورم کتار کې راوست (چې د ۲۰۱۱ کال په پرتله شپږ درجې را پورته شو او د ۲۰۱۰ کال په پرتله بیا اته درجې را پورته شو). د ملګرو ملتونو د هبیټاټ سازمان ویانا په ۲۰۱۲ – ۲۰۱۳ کلونو کې د نړۍ تر ټولو هوسا ښار په توګه ډلبندي کړ. دا ښار په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ ز کلونو کې د کلتوري نوښتونو له امله لومړی مقام وګاټه او د ۲۰۱۴ ز کال د نوښتي ښارونو د شاخص له مخې چې ۱۶۲ شاخصونه یې د کلتور، زیربینا او بازارونو له مخې تر پوښښ لاندې لرل په نړیواله کچه (د ۲۵۶ ښارونو تر منځ په شپږم مقام باندې راغی. ویانا په منظمه توګه د ښاري پلان جوړونې د کنفرانسونو کوربه وي او زیاتره د ښاري پلان جوړونکو له خوا د موردي مطالعې په توګه کارول کېږي. د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۰ ز کلونو تر منځ، ویانا د نړیوالو کانګریسونو او کنوانسیونونو لپاره لومړی درجه مقصد ښار و. دا ښار هر کال څه باندې ۶.۸ میلیونه سیلانیان ځان ته را جذبوي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
ایتمولوژي
د ویانا انګریزې نوم Vienna، له ایټالیايي همنومه نوم څخه را اخیستل شوی ده. د همدې ښار د نوم ریښه پیژندنه لا تر اوسه پورې د علماو تر مناقشې لاندې ده. ځینې ادعا کوي چې دا نوم له vedunia څخه را اخیستل شوی دی چې معنی یې ده «ځنګلي بیاله»، چې له هغه وروسته دا په زړه عالي الماني ژبه کېuuenia شوی (په عصري لیکنو کېwenia)، په نوي عالي الماني ژبه کېwien او د هغه د ویلو ډولwean دی.[۲۹]
تاریخ
لرغونی تاریخ
داسې شواهد موندل شوي دي چې په ویانا کې له میلاد نه ۵۰۰ کاله وړاندې کله چې سیلتیان د دانوب شاوخوا مېشت شول، نو خلکو په پرله پسې ژوند کړی دی. له میلاد نه ۱۵ کاله وړاندې، رومیانو دغه سرحدي ښار چې دوی ورته Vindobona ویل هغه مهال له جنګي اړخه ښه مستحکم کړ تر څو وکولای شي خپله سترواکي په شمال کې د جرمني قبیلو له بریدونو خوندي وساتي.[۳۰]
↑"Ergebnisse Zensus 2011" (in الماني). Statistische Ämter des Bundes und der Länder. 31 May 2013. خوندي شوی لهthe original on 5 June 2013. بياځلي په31 May 2013.
↑Peter Csendes:Das Werden Wiens – Die siedlungsgeschichtlichen Grundlagen, in: id. and F. Oppl (edd.):Wien – Geschichte einer Stadt von den Anfängen zur Ersten Türkenbelagerung. Böhlau, Vienna 2001, pp. 55–94, here p. 57; Peter Pleyel:Das römische Österreich. Pichler, Vienna 2002,ISBN3-85431-270-9, p. 83; Martin Mosser and Karin Fischer-Ausserer (edd.):Judenplatz. Die Kasernen des römischen Legionslagers. (=Wien Archäologisch. Band 5). Museen der Stadt Wien – Stadtarchäologie, Vienna 2008, p. 11.
↑Lingelbach, William E. (1913).The History of Nations: Austria-Hungary. New York: P. F. Collier & Son Company. pp. 91–92.ASINB000L3E368.
↑Spielman, John Philip (1993).The city & the crown: Vienna and the imperial court, 1600–1740. West Lafayette, Indiana: Purdue University Press. p. 141.ISBN1-55753-021-1.
↑"1913: When Hitler, Trotsky, Tito, Freud and Stalin all lived in the same place".BBC News. 18 April 2013. بياځلي په11 November 2013.Freud's favourite haunt, the Cafe Landtmann, still stands on the Ring, the renowned boulevard which surrounds the city's historic Innere Stadt. Trotsky and Hitler frequented Cafe Central, just a few minutes' stroll away, where cakes, newspapers, chess and, above all, talk, were the patrons' passions.