اړوند| پلازمېنه | |
|---|
| ترټولو لوړه څوکه | |
|---|
ټوليز مالومات| عمومي مالومات |  لړۍ... |
|---|
| وګړو شمېر |  لړۍ... ۳٬۱۳۱٬۶۴۰ [۶] — ۳٬۰۷۴٬۰۶۷ — ۳٬۰۶۳٬۴۵۶ [۷] — ۳٬۱۱۳٬۰۰۰ — ۵۸۷٬۲۴۵ — ۶۷۳٬۳۴۰ — ۷۹۴٬۱۵۴ — ۹۰۴٬۴۰۰ — ۱٬۰۴۶٬۰۷۳ — ۱٬۱۶۳٬۱۳۹ — ۱٬۲۸۰٬۴۱۳ — ۱٬۴۱۲٬۵۸۳ — ۱٬۵۷۱٬۷۸۰ — ۱٬۷۷۱٬۴۵۱ — ۲٬۰۱۲٬۸۷۵ — ۲٬۴۲۰٬۹۲۱ — ۲٬۶۵۶٬۴۷۴ — ۲٬۵۹۳٬۳۳۲ — ۲٬۴۸۷٬۰۰۰ — ۲٬۵۹۸٬۶۷۵ — ۲٬۶۴۴٬۰۲۳ — ۲٬۷۳۱٬۲۰۴ — ۴۰۶٬۲۰۰ — ۴۸۹٬۹۰۰ — ۴۲۲٬۴۷۹ — ۳۵۱٬۲۶۴ — ۳۷۵٬۲۵۴ — ۳۷۸٬۴۶۱ — ۲٬۹۰۳٬۰۸۵ [۸] |
|---|
| پکي شاملې اداري سیمې |  لړۍ... |
|---|
| رسمي ژبه | |
|---|
| ځايي ژبې | |
|---|
| د حکومت مشر | |
|---|
| وګړنوم |  لړۍ... Welsh — Waliser — Waliserin — Cymro — Cymraes — Welshman[۱۱] — Welshe[۱۱] — walesi — валлиец — валлийка — валлийцы — gallois — galloise — galloises — galez — velšanin[۱۲] — velšanka — ουαλός — ουαλοί — Kembread — gallese — gallese — gallesi — gallesi — gal·lès — walesî — galés — galesa — ويلزي — ويلزية — ويلزيين — ويلزيات — Gallesi — Breatnach[۱۳] — غَالِيٌّ — كَمْرِيٌّ |
|---|
| غړی د | |
|---|
| اداري سیمه | |
|---|
| هېواد | |
|---|
کچه او لوړوالی| د ځای کچه | ۲۱٬۲۱۸ كيلومتر مربع [۱۶] |
|---|
نور اړين مالومات| برخې | |
|---|
| برخه د | |
|---|
| پيل موده | |
|---|

سمول -سرچینه سمول -ويکيډېټا سمول
بیرغولز هغه هېواد دی چې د بریتانیا یوه برخه جوړوي. له ختیځ لوري له انګلستان، له شمال او لویدیځ لوري د ایرلنډ له سیند، له سویل لویدیځ لوري څخه له سلتیک سیند او له سویل لوري څخه له بریسټول کانال سره ګاونډی دی. د وګړو شمېر یې په ۲۰۱۱ زکال کې له ۳۰۶۳۴۵۶ تنو څخه زیات ښوول شوی او ټول مساحت یې ۲۰۷۹۹ کیلومتر مربع (۸۰۲۳ مایل مربع) دی. ویلز ۱۶۸۰ مایله (۲۷۰۰ کیلومتره) سواحلي کرښې لري او تر ډېره پورې غرنی دی چې لوړې څوکې یې په شمال او مرکزي برخو کې دي. تر ټولو لوړه څوکه یې سنوډون (Yr Wyddfa) ده. دغه هېواد په شمالي معتدله سیمه کې موقعیت لري او بدلیدونکی سمندري اقلیم لري. تر ټولو لوی ښار او پلازمینه یې کارډیف دی.[۱۸]
ولزي ملي هویت په پنځمه پېړۍ کې له بریتانیا څخه د روم له وتلو وروسته د بریتانویانو ترمنځ را څرګند شو او ولز د یو معاصر سلتیک ملت په توګه په پام کې نیول کېږي. په ۱۲۸۲ زکال کې د للیویلن اپ ګرافوډ (Llywelyn ap Gruffudd) مړینه د انګلستان د لومړي اډوارډ له خوا د ولز د بشپړ نیولو څرګندويي کوي، په داسې حال کې چې اوین ګلیندور په ۱۵ مه پېړۍ کې د لنډ مهال لپاره ولز خپلواک کړ. ولز په بشپړه توګه انګلستان ته ملحق شو او د ۱۵۳۵ زکال او ۱۵۴۲ زکال د ولز د حقوقو او قانون پر بنسټ د انګلیس په حقوقي سیسټم کې داخل شو. د ولز جلا سیاست د ۱۹مې پېړۍ پر مهال وده وکړه. ولزي لیبرالېزم چې په شلمه پېړۍ کې د ډیوېډ لویډ جورج له خوا و ازمویل شو ځای یې د سوسیالېزم ودې او کارګر ګوند ونیو. د پېړۍ په اوږدو کې ولزي ملي احساساتو وده وکړه چې له امله یې په ۱۹۲۵ زکال کې د پلاید کامري په نامه ملت پاله ګوند او په ۱۹۶۲ زکال کې د ولزي ژبې ټولنه رامنځته شوه. سینډېډ (Senedd) یا د ولز پارلمان چې وړاندې د ولز د ملي اسمبلۍ په توګه پېژندل کېده) په ۱۹۹۸ زکال کې د ولز د دولت د قانون له مخې تاسیس شو چې سیاستونو ته د اړوندو پریمانه مسائلو مسئولیت پر غاړه لري.
د صنعتي انقلاب د رامنځته کېدو پر مهال په دغه هېواد کې د کاني او مترولوژیکي صنایعو ودې دغه هېواد له کرنیز توب څخه په یو صنعتي هېواد واړوه. د سویلي ولز د ډبرو د سکرو د سیمې استثمار د ولز د نفوسو د چټکې ودې لامل وګرځېد. د دغه هېواد دوه په درې وګړي په سویلي ولز له دې ډلې په کارډیف، سوانسي، نیوپورټ او نورو څېرمه درو کې ژوند کوي. د شمالي ولز ختیځه سیمه د ټولو وګړو د یو پر شپږمې برخې کوربه ده او راکسام یې تر ټولو لوی شمالي ښار دی. د ولز نورې برخې ډېر نفوس نه لري. اوس مهال چې سنتي استخراجي او لوی صنایع یې له منځه تللي یا د ختمېدو په حالت کې دي اقتصاد یې په دولتي سکتور، کوچنیو او خدماتي صنایعو او تورېزم ولاړ دی. د دامدارۍ په ځانګړې توګه د شیدو د تولید له مخې دغه هېواد د شیدو یو له پام وړ صادرونکو هېوادونو دی چې د خپل ملي زراعت له پرځان بساینې سره مرسته کوي.
د ولز سیاسي او ټولنیز تاریخ په ډېره نږدې توګه له نورې لویې بریتانیا سره مشترک دی او ډېری وګړي یې د لومړۍ ژبې په توګه په انګلیسي خبرې کوي، خو لا یې خپل جلا کلتوري هویت ساتلی. ولزي او انګلیسي دواړه په کې رسمي ژبې دي. له ۵۶۰۰۰۰ څخه زیات ولزي ژب ویونکي په ولز کې ژوند کوي او د شمال او لویدیځ برخو ډېری وګړي یې په دې ژبه خبرې کوي. له نوولسمې پېړۍ وروسته ولز د «سندرو د ځمکې» په توګه خپل مشهور انځور وموند چې تر ډېره یې د ایسټيډفوډ (eisteddfod) کلتور څخه سرچینه اخیسته. په ډېری نړیوالو لوبو لکه په فیفا نړیوال جام، رګبي نړیوال جام او کامن ولت لوبو کې خپله ملي لوبډله لري. په اولمپیک لوبو کې د ولز لوبغاړي د لویې بریتانیا د لوبډلې په توګه د بریتانیا لپاره سیالي کوي. د ولز د رګبي ملي لوبډلې او د ولز د فوټبال ملي لوبډلې ته د ولزي هویت او د هغوی د ملي احساس د سمبول په توګه کتل کېږي.
د هغو ولزي وګړو شمېر چې په ولزي ژبه یې د خبرو کولو وړتیا لرله په ۱۹۰۱ زکال کې له ۵۰٪ څخه په ۱۹۱۱ زکال کې ۴۳.۵ سلنه ته راکښته شوه او په همدغه ډول باندې په دوام موندلو سره دغه کچه په ۱۹۸۱ زکال کې ۱۸.۹٪ ته راولوېده. د ۲۰۰۱ زکال نفوس شمېرنې د ۱۹۹۱ زکال د ۱۸.۷٪ او د ۱۹۸۱ زکال د ۱۹٪ سره په پرتله ۲۱٪ ته د هغو د ویونکو زیاتوالی وښود. د ۲۰۱۱ زکال نفوس شمېرنې بیا وښوده چې د هغو ولزي وګړو کچه چې په ولزي خبرې کولای شي له ۲۰.۸٪ څخه ۱۹٪ ته را کښته شوې (تر اوسه د ۱۹۹۱ زکال څخه زیاته ده). د ولز د نفوسو د زیاتوالي سربېره دا په دې معنی دی چې په ۲۰۰۱ زکال کې د ۵۸۲ زره ولزي ژب ویونکو شمېر په ۲۰۱۱ زکال کې ۵۶۲ زرو تنو ته راکم شوی. له دې سره دغه شمېر د ۱۹۹۱ زکال له نفوس شمېرنې څخه چې پر بنسټ یې ۱۸.۷٪ یا ۵۰۸ زره وګړو په ولزي خبرې کولای شوای ډېر توپیر لري. د ۲۰۲۰ زکال له اپرېل څخه د ۲۰۲۱ زکال تر مارچ میاشتې پورې کلنۍ نفوس شمېرنې ښولې چې له درې کلنۍ څخه د پورته ولزي وګړو ۲۹.۱٪ وګړي په ولزي ژبه خبرې کولای شي چې له ۸۸۳۳۰۰ تنو سره برابرېږي. د ۲۰۲۰ زکال د اکتوبر میاشتې څخه د ۲۰۲۱ زکال تر سپټمبر میاشتې پورې کلنۍ نفوس شمېرنې بیا وښووله چې ۲۹.۵٪ وګړي چې عمر یې له دریو کلونو زیات دی کولای شي په ولزي ژبه خبرې وکړي چې شمېر یې نږدې ۸۹۲۵۰۰ تنه کېږي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
ولز د بریتانیا د خپلواک دولت برخه هېواد دی. د اساسي قانون له مخې بریتانیا یو دوژور (قانوني) متمرکز حکومت دی چې په ویسټ منیسټر کې پارلمان او حکومت لري. ولز خپلواکه یو جرګه لرونکې مقننه قوه لري چې د سینډ (Senedd یا د ولز د پارلمان) په نوم پېژندل کېږي او د خوندي واکونو د موډل له مخې یې د بریتانیا له پارلمان څخه ځانته یو شمېر واکونه ځانګړي کړي. د ولز رایه ورکوونکي د خپل پارلمان غړي په کاردیف کې پارلمان ته ټاکي چې بیا هغوی د ولز حکومت رامنځته کوي. ولز همدارنګه په لندن کې د بریتانیا د پارلمان لپاره خپلو څوکیو ته غړي ټاکي. د سیمه ئیزې حکومتولۍ په موخه ولز له ۱۹۹۶ زکال راهیسې په ۲۲ شورایي سیمو ویشل شول.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]
د عوامو په جرګه کې – د بریتانیا د پارلمان ۶۵۰ کسیزه ولسي جرګه – د ولز له ټاکنیزې حوزې څخه د پارلمان څلوېښت غړي شتون لري چې د هغو استازولي کوي. د ۲۰۱۹ زکال په عمومي ټاکنو کې د کارګر ګوند او د هغو د ایتلافي ګوند ۲۲ استازي د محافظه کار ګوند څخه ۱۴ استازي او له پلاید کامري ګوند څخه ۴ استازي د ولز په استازولۍ د عوامو جرګې ته وټاکل شول. د بریتانیا په حکومت کې د ولز دفتر د ولز چارو مسئولیت پر غاړه لري او د ولز د بهرنیو چارو وزیر د بریتانیا د کابینې غړیتوب لري. د ولز او بهرنیو هېوادونو ترمنځ اړیکې د بریتانیا د بهرنیو چارو د وزیر او بریتانوي سفیرانو سربېره تر ډېره د بریتانیا د لومړي وزیر (د ټولې بریتانیا په استازولۍ) له خوا پر مخ وړل کېږي.