Movatterモバイル変換


[0]ホーム

URL:


منځپانگې ته ورتلل
ويکيپېډيا
پلټنه

هينريچ هېملر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هينريچ هېملر
[[language|]]:Heinrich Luitpold Himmler Yaker[۱] ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
هينريچ هېملر
هينريچ هېملر

د شخص مالومات
زېږون نوم[[language|]]:Heinrich Luitpold Himmler Yaker[۱] ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت۷ اکتوبر ۱۹۰۰[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
مړینه23 می1945 (45 کاله)[۲][۱۷][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶] ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
نظربندۍ مقامد اجباري کار اشویتس کمپ[۱۶] ويکيډاټا کې (P2632) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیتنازي جرمني (۱۹۲۳–)

د وايمار جمهوريت (۱۹۱۵–۱۹۳۷)

جرمن سترواکي (–۱۹۱۸) ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد1.76 متر  ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوندنازي ګوند (۱۹۲۳–۱۹۴۵) ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکسياستوال[۱۴] ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبهجرمني ژبه[۳][۱۸] ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
وفادارينازي جرمني  ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړېدويمه نړېواله جګړه  ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
هينريچ هېملر
هينريچ هېملر

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
 ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ
سمول کينډۍ لاسوند وګورئ

هينريچ ليوټپولډ هېملر (زوکړه: ۱۹۰۰ د اکتوبر ۷، مړينه: ۱۹۴۵ د می ۲۳) د ژغورونکي لښکر يا “SS” او د المان د نازي ګوند يو مخکښ غړی و. هېملر نازي المان کې د پياوړ اشخاصو او د هولوکاسټ يا په اور وژنې اصلي پلان جوړونکو له ډلې څخه و.

هېملر د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال د احتياطي لښ يا لېوا د غړي په توګه، جګړه کې فعاله ونډه نه درلوده. نوموړي په پوهنتون کې کرنيزه يا تخم پېژندنې څانګه ولوستله او په ۱۹۲۳ز کال نازي ګوند سره يو ځای شو او په راتلونکو ۱۶ کالونو کې يې SS يوازې له ۲۹۰ کسيز لښکر څخه يو ميليوني پياوړي نيمه نظامې ډله جوړه کړه او د نازيانو د تمرکز پنډغالي يا کمپونه يې جوړ او اداره کړل. نوموړی د غوره اداري مهارتونو او په ۱۹۳۱ ز کال کې د رينهارد هيدريچ په څېر د خورا وړ ملاتړو د ټاکلو له امله پېژندل کېده. له ۱۹۴۳ز کال څخه راپدېخوا، نوموړی د المان د پوليسو مشر هم و او د کورنيو چارو د وزير دنده يې هم تر سره کوله، چې د ګيسټاپو (د دولت پټ پوليس) څانګې په ګډون  يې له ټولو کورنيو او بهرنيو پوليسي او امنيتي ځواکونو څخه څارنه کوله. نوموړي د وافين اس اس “Waffen-SS” په نوم د SS يا ژغورونکي لښکر پوځي څانګه اداره کړه. هېملر له راز راز پټو خبرو او اولکېچ [استخباراتي] موضوعګانو سره لېوالتيا درلوده او د نازي المان د توکميزې تګلارې يا سياست د رامنځته کولو په موخه يې د همدې باورونو له عناصرو څخه ګټه پورته کړه او SS کې يې پټ يا محرمانه نښې او دودونه ورګډ کړل.

هېملر «» رامنځته کړ او [د انسانانو] د له منځه وړلو پنډغالي يې جوړ کړل. د نازلي عام وژنې خپرونو د څارونکي په توګه يې د ۲۰۰۰۰۰ او ۵۰۰۰۰۰ تر منځ روماني وګړو او نورو قربانيانو تر څنګ د نږدې ۶ ميليونه يهودانو د وژلو لارښوونه وکړه. د نازي نظام له لورې د وژل شويو ملکي وګړو اټکلي کچه له يوولس تر څوارلس ميليونه ده، چې زياتره يې پولينډي او شوروي اتباع وو.

نوموړی د دويمې نړيوالې جګړې په وروستيو کې، د هټلر له لورې د لنډې مودې لپاره د پوځي قوماندان او وروسته د (کورني) پوځ د بدلولو “Replacement (Home) Army” او د درېيم ريچ “Third Reich” د ټولې ادارې لپاره د عمومي مختار وزير په توګه وټاکل شو. نوموړي ته په ځانګړي ډول د پورتني راين د پوځي ډلې “Army Group Upper Rhine” او وېسټيولا پوځي ډلې “Army Group Vistula” مشري ورکړل شوې وه. وروسته له هغې چې هېملر د خپلو ورسپارل شويو موخو په تر لاسه کولو کې پاتې راغی، هټلر له يادو دندو څخه لرې کړ. وروسته له هغې چې هېملر د جګړې بايلل درک کړل، د جګړې له پای ته رسېدلو څخه لږه موده وړاندې يې، د هټلر له پوهې يا مهارت څخه پرته له لويديځو متحدينو سره د سولې خبرو اترو د پيل کولو هڅه وکړه. هټلر د دې خبر په اورېدلو سره نوموړی د ۱۹۴۵زکال په اپرېل کې له خپلو دندو څخه لرې کړ او د هغه د نيولو امر يې وکړ. هېملر د پټېدلو هڅه وکړه، مګر د برتانوي ځواکونو له لورې لومړی ونيول شو او د هويت له پېژندلو څخه وروسته بندي شو. هغه وخت چې نوموړی په برتانوي بند کې و، د ۱۹۴۵زکال د می په ۲۳ نېټه يې ځان وژنه وکړه.

د ژوند لومړي کالونه

[سمول]

هينريچ ليوټپولډ هېملر د ۱۹۰۰ زکال د اکتوبر په ۷ د مونيخ په يوه محافظه کار، منځني پوړ رومن کاتوليک کورنۍ کې زېږېدلی دی. پلار يې جوزف ګيبهارد هېملر (۱۸۶۵ – ۱۹۳۶ ز) نومېده چې ښوونکی و او مور يې انا ماريا هېملر (کورنی نوم: هيدر؛ ۱۸۶۶ – ۱۹۴۱ز) يوه پرهېزګاره رومن کاتوليک مذهبې وه. هينريچ د ګيبهارډ لډوېګ (۱۸۹۸ – ۱۹۸۲زکال) او ستر پادري هېرمان (۱۹۰۵ – ۱۹۴۵زکال) په نوم دوه ورونه درلودل.[۱۹]

د هېملر اصلي يا لومړنی نوم «هينريچ» د هغه د مذهبي روزونکي «د باوريا شهزاده هينريچ:Prince Heinrich of Bavaria» نوم و، چې د باوريا د شاهي کورنۍ غړی و او د ګيبهارډ هېملر له لورې روزل شوی و. نوموړي په لېنډشټ “Landshut” کې د ژبې د اصولو يا ګرامر ښوونځي کې ګډون وکړ، چې پلار يې په کې مرستيال مدير و. په داسې حال کې چې د ښوونځي اړوند کارونه يې په ښه ډول تر سره کړل، ورزشي لوبو کې يې هم هڅه وکړه. هغه کمزورې روغتيا درلوده او ټول ژوند له معدې او نورو ناروغيو څخه وکړېده. د خپلې ځوانې په موده کې يې له وزنونو يا درندو ورزشونو سره د يو څه پياوړي کېدلو په موخه تمرين وکړ. په ښوونځي کې نورو زده کونکو به وروسته د هغه په اړه يادونه کوله، چې نوموړی په ټولنيزو حالتونو [برخو] کې يو زيارکښ او حېرانونکی شخص و.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د هېملر د ورځنيو يادښتونو کتابچه، چې نوموړي له ۱۰ کلنۍ څخه په متناوب [د وختونو په ترتيب] سره ساتلې وه، ښيي چې نوموړي د شته پېښو، د دوه تنو تر منځ جګړې او د دين او جنسيت په اړه مهم بحث کې پرېکنده لېوالتيا درلوده. نوموړي په ۱۹۱۵زکال کې له لېنډشت عسکري ښوونځي له لښ “Landshut Cadet Corps” سره روزنه پيل کړه. پلار يې د دې لپاره چې هيملر د لوړ پوړي پوځي نوماند په توګه ومنل شي، له شاهي کورنۍ سره له خپلو اړيکو څخه يې ګټه پورته کړه او د ۱۹۱۷ز کال ډسمبر کې د باوريا د يوولسم کنډک په احتياطي لېوا کې شامل شو. ورور يې ګيبهارډ په لويديځ اړخ يا جبهه کې خدمت وکړ، وجنګېده او د اوسپنيز صليب “Iron Cross” پوځي نښان په تر لاسه کولو سره په پای کې دويمې بريدمنۍ ته پورته شو. د ۱۹۱۸ز کال نومبر کې هغه مهال چې هېملر لا هم د روزنې دوره طی کوله، جګړه د المان په ماتې سره پای ته ورسېده او په دې سره جګړه کې د لوړ پوړي پوځي په توګه له ګډون کولو څخه بې برخې شو. د ډسمبر په ۱۸ نېټه له دندې څخه له لرې کولو څخه وروسته بېرته لېنډشت ته ستون شو. نوموړي له جګړې څخه وروسته د خپل ګرامري ښوونځي زده کړې پای ته ورسولې. يوه کرونده کې د لنډمهالې زده کړيالۍ او ورپسې ناروغۍ څخه وروسته يې، له ۱۹۱۹ څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې د مونيخ “Technische Hochshule” پوهنتون (چې اوس د مونيخ تخنيکي پوهنتون دی) کې اګرانومي ولوستله.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

که څه هم هغه مقررات چې د يهودانو او نورو لږه کيو ډلو په ګډون د غير عيسوي وګړو پر وړاندې په توپيري ډول کارول شوي وو، په ۱۸۷۱ز کال کې د المان د بيا يو کېدلو پر مهال له منځه تللي وو، مګر د سامي ضد پلوي لا هم المان او د اروپا نورو برخو کې وه. هېملر هغه وخت د سامي [ژبې] ضد و، چې پوهنتون ته لاړه، مګر په استثنايي ډول داسې نه و؛ په ښوونځي کې نورو زده کوونکو به يې د خپلو يهودي ټولګيوالو مخنيوی کاوه. نوموړی يو پرهېزګاه کاتوليک مذهبی پاتې شو، په داسې حال کې چې يو زده کونکی و او خپل زياتره بېکاره وخت يې د اپولو ټولنې “League of Apollo” په نوم د ورورګلوۍ ټولنې له غړو سره تېر کړ، چې د ټولنې مشر يهودي و. هېملر د خپل وده وال صيهونيزم نظريې سره سره، له نوموړي او د وروګلوۍ ټولنې له نورو يهودي غړو سره نرم چلند کاوه. په پوهنتون کې د دويم کال پر مهال يې د پوځي مسلک د څارلو په موخه خپلې هڅې دوه برابره کړې. که څه هم هغه بريالی نه و، مګر وتوانېد چې د مونيخ په نيمه پوځي ډګر کې خپله ښکېلتيا پراخه کړي. په همدې وخت کې يې له ستر پادري روهم “Ernst Rohm” سره وکتل، چې د نازي ګوند پخوانی غړی او د “Sturmabteilung” (توپان کنډک يا په لنډ ډول SA) ګډ بنسټګر و. هېملر ځکه د روهم ستاينه وکړه، چې هغه يو ستايل شوی [په پوځي نښانونو سره] جنګي سرتېری و او هېملر د نوموړي په وړانديز د «Bund Reichskriegsflagge» (د سترواک جګړې د توغ ټولنه) په نوم د سامي ضد ملتپالې ډلې سره يو ځای شو.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

هېملر په ۱۹۲۲ز کال کې نور هم د يهودي پوښتنې لېوال شو او د ورځني يادښت کتابچه کې يې د سامي ضد مخ په زياتېدلو کتنې او له خپلو ټولګيوالو سره د يهودانو په اړه يو شمېر بحثونه يادښت کړل. د نوموړي د لوستلو لښتليکونه، لکه څرنګه چې د نوموړي د يادښت کتابچه کې ثبت شوي دي، د سامي ضد پمفليټونو، الماني افسانو او پټو اثارو تر سيوري لاندې وو. د جون په ۲۴ د بهرنيو چارو د وزير والتر راتينايو “Walther Rathenau” له وژنې څخه وروسته، د هېملر سياسي نظريات د توکميزو حقونو پر لور وڅرخېدل او د ويرسېليس تړون “Treaty of Versailles” پر وړاندې لاريونونو کې يې برخه واخېسته. لوړ انفلاسيون د زياتېدولو په حال کې و او د نوموړي مور او پلار نور د خپلو درې زامنو د روزنې توان نه درلود. نوموړي چې په پوځي مسلک د جوړولو برخه کې له ناکامۍ او د نوموړي د دوکتورا زده کړو په برخه کې د مور او پلار د تمويل له بېوزلۍ څخه ناهيلی شوی و، اړ شو چې له کرنيز سند تر لاسه کولو څخه وروسته د لږدې اداينې اداري دنده غوره کړي. نوموړی د ۱۹۲۳ز کال تر سپټمبر پورې همدې دنده کې پاتې شو.[۳۶][۳۷][۳۸]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰۱٫۱۱٫۲پیوستون : 11855123X  — سرليک:Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰۲٫۱پیوستون : 11855123X  — خپرېدونېټه: ۹ اپريل ۲۰۱۴ — سرليک:Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰۳٫۱۳٫۲Bibliothèque nationale de France ID:https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb126130639 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک:اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم،платформа відкритих даних،платформа открытых данных،plateforme de données ouvertes،piattaforma di dati aperti،Opendata-Plattform،otevřená data platforma،åben-data-platform،տվյալների բաց շտեմարան،platforma za odprte podatke،plataforma de datos abierta،plataforma de dados aberta،платформа адкрытых даных،платформа на отворените данни،platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы]تېروتنه: [ناپېژانده]تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)،ачык маалыматтарды платформа،açıq məlumat platforması،ochiq ma'lumotlar platforma،açık verilerin platformu،платформа отвореног података،platforma otvorenih podataka،platforma otvorenog podataka،platforma otvorených údajov،πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων،platformu atklātā datu،platforma atvira duomenų،platvormi avatud andmete،avoimen datan foorumi،nyílt adatok platformja،პლატფორმა ღია მონაცემები،платформа за отворени податоци،нээлттэй мэдээллийн тавцан،platformă de date deschise،platformo de malferma datumoj،open data platform،плятформа адкрытых зьвестак،Усьтэм даннойёслэн платформазы،асыҡ мәғлүмәт платформаһы،açıq malümat platforması،açıq malümat platforması،ачык малюмат платформасы،öppen dataplattform،платформаи додаҳои боз،ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы،гом бæрæггæнæнты платформæ اوashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  4. ۴٫۰۴٫۱د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند:https://www.britannica.com/biography/Heinrich-Himmler — subject named as: Heinrich Himmler — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک:Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰۵٫۱SNAC ARK ID:https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6wm1bcj — subject named as: Heinrich Himmler — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰۶٫۱Find a Grave memorial ID:https://www.findagrave.com/memorial/20734 — subject named as: Heinrich Luitpold Himmler — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰۷٫۱subject named as: Heinrich Himmler — Filmportal ID:https://www.filmportal.de/4fe5a4db05034b429b0d06c1d1633216 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰۸٫۱Brockhaus Enzyklopädie online ID:https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/himmler-heinrich — subject named as: Heinrich Himmler — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  9. Discogs artist ID:https://www.discogs.com/artist/58565 — subject named as: Heinrich Himmler
  10. ۱۰٫۰۱۰٫۱Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme):https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0032681.xml — subject named as: Heinrich Himmler — سرليک:Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  11. ۱۱٫۰۱۱٫۱Roglo person ID:https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=heinrich;n=himmler — subject named as: Heinrich Himmler
  12. ۱۲٫۰۱۲٫۱Proleksis enciklopedija ID:https://proleksis.lzmk.hr/26505 — subject named as: Heinrich Himmler — سرليک:Proleksis enciklopedija اوOpća i nacionalna enciklopedija
  13. ۱۳٫۰۱۳٫۱Hrvatska enciklopedija ID:https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=25563 — subject named as: Heinrich Himmler — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک:Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
  14. ۱۴٫۰۱۴٫۱۱۴٫۲abART person ID:https://cs.isabart.org/person/78982 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
  15. ۱۵٫۰۱۵٫۱Munzinger person ID:https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000289 — subject named as: Heinrich Himmler — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  16. ۱۶٫۰۱۶٫۱۱۶٫۲Oorlogsbronnen ID:https://www.oorlogsbronnen.nl/person/f3bc4236-2adc-4d6d-90b2-2768d7297538 — subject named as: Heinrich Himmler — خپرېدونېټه: ۲۲ فېبروري ۲۰۲۵
  17. پیوستون : 11855123X  — خپرېدونېټه: ۲۷ سېپتمبر ۲۰۱۵ — سرليک:Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Гиммлер Генрих — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
  18. CONOR.SI ID:https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/93178211
  19. Longerich 2012، مم. 12–15.
  20. Manvell او Fraenkel 2007، مم. 3, 6–7.
  21. Longerich 2012، مم. 17–19.
  22. Breitman 2004، م. 9.
  23. Manvell او Fraenkel 2007، م. 1.
  24. Longerich 2012، م. 29.
  25. Breitman 2004، م. 12.
  26. Longerich 2012، مم. 20–26.
  27. Manvell او Fraenkel 2007، م. 8.
  28. Longerich 2012، م. 16.
  29. Weale 2010، م. 40.
  30. Manvell او Fraenkel 2007، م. 10.
  31. Longerich 2012، م. 54.
  32. Manvell او Fraenkel 2007، مم. 6, 8–9, 11.
  33. Longerich 2012، مم. 31, 35, 47.
  34. Longerich 2012، مم. 33, 42.
  35. Evans 2003، مم. 22–25.
  36. Manvell او Fraenkel 2007، مم. 9–11.
  37. Longerich 2012، مم. 60, 64–65.
  38. Weale 2010، م. 42.
"https://ps.wikipedia.org/w/index.php?title=هينريچ_هېملر&oldid=287635" نه اخيستل شوی
وېشنيزې:
پټې وېشنيزې:

[8]ページ先頭

©2009-2026 Movatter.jp