Movatterモバイル変換


[0]ホーム

URL:


منځپانگې ته ورتلل
ويکيپېډيا
پلټنه

هرات ولايت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هرات ولايت
اړوند
ژبې
پلازمېنه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
۱٬۷۶۲٬۱۵۷[۱]پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
پکي شاملې اداري سیمې
رسمي ژبه
ځايي ژبې
د حکومت مشر
اداري سیمه
هېواد
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۵۴٬۷۷۸ كيلومتر مربعپر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور مالومات
کورډي‌نېشن
Map

سمول -سرچینه سمول -ويکي‌ډېټا سموللاسوند وګورئ

د هرات ولايت د افغانستان په لوېديځ كې پروت دى، چې د بحر له كچې څخه ۹۳۳متره لوړ پروت دى. د ۲۰۰۶ز كال د سرشمېرنې لمخې د ۳۴۹،۰۰۰ وگړو په درلودو سره د كابل، جلالكوټ، كندهار او مزار شريف ښارونو په څېر له لويو ښارونو څخه وشمېرل شو. د هرات ولايت اصلي اوسېدونكي پښتانه دي، چې زياترو يې خپله ژبه له لاسه وركړې او په پاړسي او هراتۍ گړدود غږېږي. دارنگه تاجكان، پارسيوانان هم پكې اوسېږي.

هریرود (په لاتینی: Arius) د همدې ولايت له ښار له څنډې څخه تېرېږي.

ددې ولايت د گرځنده ټېليفون مخكې شمېر (۰۴۰)(۰۰۹۳) دى.

تاريخي نومونه

  • هَرَیوه Haraiva
  • پهاوستا كې: هَرَیووه Haraiova
  • په یونانیژبه: آرِیا Areia
  • به لاتینی ژبه: آریا Aria
  • دسکندر مقدونی په پير كې : «سکندر د آریا ښار» Alexandria Aria
  • بهساسانی پير كې: هَری

تاریخ

د هرات ښار د يوې سترې تاريخيكلا په توگه دمقدوني سكندر لخوا جوړ شو. هرات مخكې لدې چې بحري لارې وميندل شي، دهند او منځنۍ اسيا د لارې پر سر پروت ؤ، نو لدې امله يې ستراتيژيك اهميت درلود. دهخامنشيانو په پير كې د هريرود غاړې د هريوا په نامه يادې شوې دي. د ساسانيانو په پير كې د دا سيمه د هري په نامه ياده شوې، او دساسانيانو له مهمو پوځي او سيمه اييزه سرحدي سيمه وه، چې له هيطله سره به يې د سنگر په توگه كاروله.دا سيمه د درېيم خليفهعثمان رضي الله عنه په پير كې فتحه شوې چې د فتحې كال يې ۳۱هجري قمري او ۶۵۰ز اټكل كېږي. پدې سيمه كې د نستوريانو يوه ډله عيسويان اوسېدل چې ددې سيمې په فتحې سره هغوي هم ايمان راوړ او مسلمانان شول. د عربو په پير (منځنيو پېړيو) كې هرات د هغه وخت دافغانستان (خراسان) يو له مهمو ولاياتو څخه شمېرل كېده. او د اسلامي تصوف او زهد له مهمو مركزونو څخه ؤ. دنقشبندي اوچشتي كړۍ صوفيان دوزارت او صدراعظمۍ تر څوكيو پورې رسېدلي ول. د وخت نامتو صوفيخواجه عبدالله انصاري زيارت هم په همدې ښار كې دى چې د تېموري شاهرخ واكمن په امر جوړ شوې دى.جامي،امام فخر الدين رازي اوخواجه محمد ابوالوليد زيارتونه هم په همدې ښار كې موقعيت لري.

قومونه او ژبې

د هرات ولایت قومي ډلې:که څه هم پښتانه د دې ولايت اکثريت جوړوي خو د دې ولايت لومړنۍ اداري او تعليمي ژبه دري ده.وېشنيزه؛

د هرات ولايت د قومونو وېشنيزه.

پښتانه: 51%

ایماغان: 29%

تاجیکان: 15%

هزارګان او لږکیان: 5%

رسمي ژبې:دري او پښتو

اداري وېش

د هرات ولايت د اداري وېش لمخې په لاندې ولسواليو وېشل شوې دی.

د نامتو بزرگانو زيارتونه

هرات ولايت په ځينو ليكنو كې د اولياؤ په خاوره يادېږي. دا لرغوونې ولايت يو وخت د پوهې او فرهنگ مركز ؤ، د وخت نامتو پوهان په همدې ولايت كې زوكړي دي او همدلته روزل شوي. په لاندې ډول د ځينو نامتو اولياؤ نومونه يادوو:

زمكنې جوړښت

فرهنگي، علمي او اجتماعي حالت

د اوبو سرچينې

اړيكتيايي سېسټم

اهمې لاسته راوړنې

مېوې

د هرات ولايت كې خو هسې هره مېوه ترلاسه كېږي، خو له تاريخي رواياتو څخه داسې برېښي چې انگور د لومړي ځل لپاره په همدې ولايت كې موندل شوي، وروسته بيا د نړۍ نورور هېوادنو ته لېږدول شوي. ددې ولايت د يادولو وړ مېوې په لاندې ډول دي.

  • انگور: دې ولايت كې د انگورو څه باندې ۶۰ ډوله انگور پېژندل شوي، چې د نامتو انگورو ډولونه يې پدې ډول دي:

فخری، لعل، کشمشی، عسکری، پوشنگی، حسینی، روچه، لوغی، صاحبی، کس نداره، آبی، مسکه، شنگول خانی، میراحمدی _


ځنگلونه

د فېروز غر په غرونو كې ځنگلونه، په سياه كوه او د هريرود د درې په ټيټو برخو كې نږدې ۲۰۸۲۰۰ جريبه زمكه رانيسي، چې د پېستې او پاڼه رژېدونكو ونو ځنگلونه هم پكې شامل دي، چې لدې ځنگلونو څخه د ودانيو په جوړښت كې كار اخيستل كېږي.

جگړې وراړولي زيانونه

د هرات ولايت دافغانستان د نورو ولاياتو په څېر دچنگېزي تاړاك چې په ۱۲۲۲ز كال پدې هېواد رامات شو، وران او وېجاړ شو. او له نيمايي څخه زيات ځايي اوسېدونكي يې ووژل شول.هرات په شلمه پېړۍ كې د يوه خونړۍ پېښې شاهد ؤ، چې د ۲۴۰۰۰ باغېرته ولس د شهاد جامونه وڅښل. دې اتلانو د روسي لاسپوڅو پر وړاندې پاڅون وكړ او د مارچ له ۱۵مې څخه تر ۲۰مې نيټې ۱۹۷۹ز چې د كب له ۲۴ څخه تر ۲۹مې ۱۳۵۷ سره سمون خوري د د ملي اردو ملي او اسلامي سرتېرو پاڅون وكړ، چې په ډېرې بې رحمۍ سره وځپل شو. دا ورځ دافغانستان څه چې د نړۍ پهتاريخ كې په زرينو كرښو ليكل شوې ده، اود كب ۲۴مې پاڅون په نامه يادېږي

سرچينې

افغانستان رپی
افغانستان رپی
  1. سرچينې تړی:http://cso.gov.af/Content/files/Herat(1).pdf. Archive URL:https://web.archive.org/web/20151023063038/http://cso.gov.af/Content/files/Herat(1).pdf. Archive date: ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۵.
"https://ps.wikipedia.org/w/index.php?title=هرات_ولايت&oldid=328547" نه اخيستل شوی
وېشنيزې:
پټې وېشنيزې:

[8]ページ先頭

©2009-2025 Movatter.jp