Movatterモバイル変換


[0]ホーム

URL:


منځپانگې ته ورتلل
ويکيپېډيا
پلټنه

نیویورک

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
نیویورک سیټي
City of New York

غټه مڼه، ګاتهام سیټي، د نړۍ مرکز ،[۱] د نړۍ پلازمینه[۲][۳][۴][۵]
Map
موقعیت په نیویورک آیالات کې

Lua error د چلنوال:Mapframe په 385 کرښه کې: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه:۴۰°۴۳′ شمال۷۴°۰۰′ لویدیځ / 40.717°شمال 74.000°لويديځ /40.717; -74.000
نیو آمستردام۱۶۲۴
نومول شوی پهد انګلستان دویم جېمز ،  امسټرډام  ويکيډاټا کې (P138) ځانګړنې بدلې کړئ
اداري وېش
هیوادد امریکا متحده آیالاتونه
آیالاتنیویورک
ولایتبرانکس
بروکلین
منهتن
کویینز
استیتن آیلند
پلازمینه د:
د امریکا متحده ایالات (۱۱ جنوري ۱۷۸۵–۵ ډېسمبر ۱۷۹۰) ويکيډاټا کې (P1376) ځانګړنې بدلې کړئ
اداري وېش
حکومت
 • ډولد ښار شورا
 • هيئةد نیویورک ښار شورا
 • ښاروالبیل ده بلزیو (I)[۶]
پراخوالی
 • ښار[[۱ E+اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱"._m²|۴۶۸٫۹ میله  مربع]] (۱۲۱۴٫۴ کلوميټر٢)
 • ځمکه۳۰۴٫۸ میله  مربع (۷۸۹٫۴ کلوميټر٢)
 • المياه۱۶۵٫۶ میله  مربع (۴۲۸٫۸ کلوميټر٢)
 • ښاري سیمې۳۳۵۲٫۶ میله  مربع (۸۶۸۳٫۲ کلوميټر٢)
 • ستره ښاري سيمه۶۷۲۰ میله  مربع (۱۷۴۰۵ کلوميټر٢)
لوړوالی۳۳ فوټ (۱۰ ميټره)
نفوس شمېرنه (۲۰۱۰)
 • ښار۸۳۳۶۶۹۷
 • د نفوسو کثافت۲۷۵۳۲/ميله مربع (۱۰۶۳۰/کلوميټر٢)
 • ښاري سیمه۱۸۲۲۳۵۶۷
ښاري کثافت۵٬۴۰۰/ميله مربع (۲٬۱۰۰/کلوميټر٢)
 • ستره ښاري سيمه۱۸۸۹۷۱۰۹
 • Metro density۲٬۸۰۰/ميله مربع (۱٬۱۰۰/کلوميټر٢)
د گڼه گوڼې نومNew Yorker
وروستي مالومات
وخت زونEST (ه.ن.و-۵)
 • د اوړي وختEDT (ت.ع.م -۴)
رسمي ژبهانګليسي ژبه  ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
زیپ‌کدها100xx–104xx, 11004–05, 111xx–114xx, 116xx
سيمه ييز د زنګ کوډ212,718,917,646,347,۹۲۹
جيو کوډ5128581[۷] ويکيډاټا کې (P1566) ځانګړنې بدلې کړئ
موټر پلېټ
NY ويکيډاټا کې (P395) ځانګړنې بدلې کړئ
خورلڼې ښارونه
کد FIPS۳۶–۵۱۰۰۰
رسمي وېبپاڼهwww.nyc.gov
 ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ
سمول کينډۍ لاسوند وګورئ

نیویارک، چې زیاتره ورته د نیویارک ښار وايي تر څو د نیویارک له ایالت څخه بېل وپیژندل شي یا هم په لنډ ډول ورته د NYC اختصار کاروي، په متحده ایالاتو کې تر ټولو ګڼ وګړنیز ښار دی. د ۲۰۲۰ ز کال د یوې تر سره شوې سروې له مخې په ۷۷۸.۲ کیلومتر مربع ځمکه کې ۸۸۰۴۱۹۰ وګړي ژوند کوي، چې له همدې امله په متحده ایالاتو کې یو له تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار هم ګڼل کېږي. د نیویارک ایالت په سویلي برخه کې پروت د نیویارک ښار، د نیویارک د میروپولیتن د سیمې مرکز او په نړۍ کې د ښاري سیمې له اړخه تر ټولو ستره میتروپولیتن سیمه ګڼل کېږي. د دې ښار په متروپولیتن سیمه کې د ۲۰ میلیونه اوسیدونکو او په ټول نیویارک کې د ۲۳ میلیونه اوسیدونکو په درلودلو سره د نړۍ یو له ډېرو نفوس لرونکو سترو ښارونو څخه ګڼل کېږي. نیویارک د نړۍ د کلتوري، مالي او رسنیز مرکز په توګه پیژندل کېږي، چې په تیره بیا پر سوداګرۍ، تفریح، څېړنو، تکنالوژۍ، زده کړې، سیاست، ګرځندوی، خوراکي توکو، هنر، فیشن او ورزش کې خورا ستر اغېز لري او همداشان د نړۍ یو له هغو ښارونو ګڼل کېږي، چې زیات شمېر انځورونه پکې اخیستل کېږي. دا چې د ملګرو ملتونو سازمان هم دلته مرکزي دفتر لري نو د نړیوالې دپلوماسۍ یو مهم مرکز هم دی او کله نا کله د نړۍ د پلازمېنې په نوم هم یادیږي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

دا ښار د نړۍ په تر ټولو سترو طبیعي بندرونو کې واقع دی او له پنځو ناحیو څخه جوړ شوی دی چې هره یوه یې د نیویارک ایالت له اړوند کاونټي سره تړلې ده. دا پنځه ناحیې دا دي: بروکلین (د کینګس کاونټي)، کوینس (د کوینس کاونټي)، منهاتن (د نیویارک کاونټي)، بورنکس (د بورنکس کاونټي) او د سټاټین ټاپو (د ریچمونډ کاونټي) – چې دا ټولې پنځه سره ناحیې هغه مهال رامنځته شوې کله چې یې سیمه ایز حکومتونه په ۱۸۹۸ ز کال کې په یوه واحده ښاروالۍ کې سره را ټولې شوې. دغه ښار او د دې ښار ټوله میتروپولیټن سیمه متحده ایالاتو ته د قانوني کډواله کېدو لومړنۍ دروازه ګڼل کېږي. په نیویارک ښار کې خلک په څه باندې ۸۰۰ ژبو خبرې کوي، چې په نړۍ کې یوازینی ښار دی چې په دومره شمېر سره ژبې پکې ویل کېږي. نیویارک د څه باندې ۳.۲ میلیونه هغو خلکو کوربه دی چې له متحده ایالاتو څخه بهر نړۍ ته راغلي دي، چې له ۲۰۱۶ ز کال راهیسې په نړۍ کې یوازینی ښار دی چې د دومره ستر شمېر بهر کې زېږول شویو خلکو کوربه دی. تر ۲۰۱۹ ز کال پورې، داسې اټکل کېږي چې د نیویارک میتروپولیتن سیمې د ۲ ټریلیون ډالرو په ارزښت ناخالص میتروپولیتن محصول (GMP) تولید کړی وي. که چیرته د نیویارک میتروپولیتن سیمه یو خپلواک دولت وای، نو د نړۍ په کچه به اتم لوی اقتصادي هېواد ګڼل کېده. نیویارک په ټوله نړۍ کې تر بل هر یوه ښار څخه د زیات شمېر میلیاردرانو کور دی.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د نیویارک ښار مخینه په ۱۶۲۴ ز کال کې د هالنډي ښکېلاک ګر له خوا د منهاتن د ټاپو په سویلي څنډې کې سوداګریزې جوړې شوې پوستې ته ورګرځي. دا ښار په ۱۶۲۶ ز کال کې د نوي امستردام په نوم ونومول شو او بیا د یوه ښار په توګه اجاره شو. کله چې په ۱۶۶۴ ز کال کې دغه ښار د انګریزانو لاس ته ولوید نو د انګلستان دویم چارلیز هغه خپل ورور، د یارک ډوک ته ورکړ او نوم یې نیویارک وټاکل شو. د ۱۶۷۳ ز کال د جولای په میاشت کې دا ښار بیرته هالنډیانو ونیو او نوم یې له نیویارک څخه د یوه کال او درېو میاشتو لپاره نیو اورنج ته بدل شو؛ خو د ۱۶۷۴ ز کال د نوامبر له میاشتې راهیسې بیا د نیویارک په نوم یاد شو.  نیویارک ښار له ۱۷۸۵ تر ۱۷۹۰ کال پورې د متحده ایالاتو پلازمېنه هم پاته شوی او له ۱۷۹۰ ز کال راهیسې د متحده ایالاتو تر ټولو ستر ښار پاته شوی دی. د ازادۍ مجسمه د هغو میلیونونو وګړو له خوا لیدل شوې چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او  د ۲۰ پېړۍ په لومړیو کې د کښتیو په مټ امریکا ته راتلل. دا مجسمه د امریکا او د دې هېواد د ازادۍ او سولې نښه ګرځیدلې ده. په ۲۱مه پېړۍ کې، نیویارک د نړۍ په کچه د نوښت، تشبث او چاپیریالي تلپاتوالې او همداشان د ازادۍ او کلتوري تنوع د مرکز په توګه پاته شوی دی. په ۲۰۱۹ کال کې، د هغې سروې له مخې چې د نړۍ د ۴۸ ښارونو له څه باندې ۳۰۰۰۰ وګړو څخه واخیستل شوه، نیویارک د کلتوري تنوع لرونکي ښار په توګه وپېژندل شو.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د نیویارک په ښار کې زیاتره ولسوالۍ او تاریخي ودانۍ له هغې ډلې په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ له لسو غوره زیات لیدل شویو ګرځندوی سیمو دری یې تاریخي او مهمې نښې ګڼل کېږي. په ۲۰۱۹ کال کې له نیویارک ښار څخه د ۶۶.۶ میلیونه ګرځندویانو لیدنه ریکارډ جوړ کړ. د ټایمز څلورلاره د براډوي تیاتر د سیمې یو له رڼاوو ډک مرکز او د نړۍ په کچه د پیاده تګ یو له ګڼې ګوڼې لرونکې څلورلاره او د نړۍ یو له اصلي تفریحي مرکزونو څخه ده. د دې ښار زیاتره تاریخي او د لیدلو وړ ځایونه او ودانۍ، اسمان څکلي ودانۍ او پارکونه په ټوله نړۍ کې شهرت لري. د ایمپایر سټیټ ودانۍ د خپل لوړوالي او پراخوالې له کبله په نړیواله توګه شهرت لري. د منهاتن د املاکو بازار په نړۍ کې یو له لوړبیه بازارونو څخه دی. د نیویارک ښار سب وي (زیرزمیني) د اورګاډو د ۴۷۲ تمځایونو په لرلو او د شپې او ورځې له خوا د خدماتو په وړاندې کولو سره په ټوله نړۍ کې د لېږد رالېږد ستره شبکه لري چې په دې سره یې دې ښار ته هغه لقب هم ورکړی چې ورته د تل وېښ ښار اصطلاح کاروي. دغه ښار څه باندې ۱۲۰ کالجونه او پوهنتونونه لري، چې له هغې ډلې د کولمبیا پوهنتون، د نیویارک پوهنتون، د رک فیلر پوهنتون او د نیویارک د ښار پوهنتون هم شاملیږي چې په ټوله امریکا کې تر ټولو ستر ښاري دولتي پوهنتون دی. په نیویارک ښار کې د کوز منهاټن په سیمه کې وال سټریټ قرار لري، چې په نړۍ کې مخکښ مالي مرکز او همداشان له مالي اړخه تر ټولو ډېر ځواکمن مرکز ګڼل کېږی، چېرته چې د نړۍ په کچه تر ټولو ستر د ونډو بازار، یعنې د نیویارک د ونډو بازار او NASDAQ هم موقعیت لري.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې

  1. "Why is New York City known as "the Big Apple" and "Gotham?"". Dictionary.com, LLC. خوندي شوی لهthe original on February 15, 2012. بياځلي پهJune 16, 2011.
  2. "Showcase Destinations New York City: Capital of the World". Mpiweb.org. September 22, 1924. بياځلي پهJune 16, 2011.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  3. "About New York City". The City of New York. بياځلي پهJune 16, 2011.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  4. Eugene J. Sherman."FORWARD New York – Capital of the Modern World". The Weissman Center for International Business Baruch College/CUNY 2011. بياځلي پهJune 16, 2011.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  5. "New York City: The Capital of the World". 2011 Viacom International Inc. بياځلي پهJune 16, 2011.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  6. the Mayor, New York City Office of (January 8, 2010)."Biography". New York, City of. بياځلي پهJanuary 8, 2010.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  7. پیوستون : 5128581  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  8. Lua error د چلنوال:Unicode_data په 310 کرښه کې: attempt to index local 'data_module' (a boolean value). — خونديځاصل
  9. "World Urban Areas"(PDF).Demographia. April 2018. بياځلي پهApril 27, 2018.
  10. "10 Most Photographed Places in the World Will Surprise You".Travelzoo, Canadian Edition. May 24, 2018. خوندي شوی لهthe original on June 4, 2022. بياځلي پهMarch 25, 2021.
  11. "NYC Mayor's Office for International Affairs". The City of New York. خوندي شوی لهthe original on June 16, 2015. بياځلي پهJune 24, 2015.
  12. "DDC New York". Digital Diplomacy Coalition, New York. خوندي شوی لهthe original on July 27, 2018. بياځلي پهAugust 11, 2018.Established in 2014, DDC New York has partnered with the United Nations, major tech and social media companies, multiple governments, and NGOs to bring unique programs to the area community.
  13. Sherman, Eugene J."New York - Capital of the Modern World".Baruch College - Weissman Center for International Business. خوندي شوی لهthe original on April 17, 2021. بياځلي پهOctober 26, 2021.
  14. Roberts, Sam (2017-09-14)."When the World Called for a Capital (Published 2017)".The New York Times (in American English).ISSN 0362-4331. بياځلي په2021-03-16.
  15. "A 5-Borough Centennial Preface for Katharine Bement Davis Mini-History". The New York City Department of Correction. 1997. خوندي شوی لهthe original on October 23, 2011. بياځلي پهOctober 26, 2011.
  16. Lubin, Gus (February 15, 2017)."Queens has more languages than anywhere in the world—here's where they're found".Business Insider. بياځلي پهDecember 29, 2019.
  17. "More Foreign-Born Immigrants Live in NYC Than There Are People in Chicago".HuffPost. December 19, 2013. بياځلي پهApril 16, 2017.
  18. "Population of the United Kingdom by Country of Birth and Nationality".Office for National Statistics. بياځلي پهOctober 26, 2021.
  19. Hoffower, Hillary; Borden, Taylor."The top 10 cities in the world for billionaires, ranked".Business Insider. بياځلي پهJuly 10, 2020.
  20. "History of New York City, New York". U-S-History.com. بياځلي پهSeptember 9, 2012.
  21. "Dutch Colonies".National Park Service. بياځلي پهJuly 10, 2016.
  22. Fortenbaugh, Robert (1948)."The Nine Capitals of the United States".United States Senate. بياځلي پهSeptember 7, 2008.
  23. "Statue of Liberty".World Heritage.UNESCOWorld Heritage Centre 1992–2011. بياځلي پهOctober 23, 2011.
  24. "Venture Investment—Regional Aggregate Data". National Venture Capital Association andPricewaterhouseCoopers. خوندي شوی لهthe original on April 8, 2016. بياځلي پهApril 22, 2016.
  25. "The Latest: US Says World Closer to Key Goal on Climate Deal".The New York Times.Associated Press. April 22, 2016. خوندي شوی لهthe original on April 25, 2016. بياځلي پهApril 22, 2016.
  26. Foderaro, Lisa W. (September 21, 2014)."Taking a Call for Climate Change to the Streets".The New York Times. بياځلي پهApril 22, 2016.
  27. Phillips, Kristine (July 8, 2017)."New York mayor on Germany trip: The world should know that Americans don't align with Trump".The Washington Post. بياځلي پهJuly 9, 2017.
  28. Gleason, Will (March 11, 2019)."Citing its diversity and culture, NYC was voted best city in the world in new global survey".Time Out. بياځلي پهMay 19, 2019.After compiling the thoughts of over 30,000 people, both from our NYC readership and half-a-world away, New York was voted the greatest city on the planet for 2019. In a hint as to why this happened, and why now, it also leadکينډۍ:Sic the categories of most diverse metropolis and best culture.
  29. Appleton, Kate; Beattie, Rich; Glover, Adrien; Matthews, Lyndsey; Orcutt, April; Pramis, Joshua; Shields, Ann (November 10, 2014)."The World's Most Visited Tourist Attractions—No. 3: Times Square, New York City—Annual Visitors: 50,000,000".Travel + Leisure. بياځلي پهJuly 12, 2015.No. 3 Times Square, ... No. 4 (tie) Central Park, ... No. 10 Grand Central Terminal, New York City
  30. "Times Square". Encyclopædia Britannica. 
  31. "The Most Jivin' Streetscapes in the World". Luigi Di Serio. 2010. خوندي شوی لهthe original on September 21, 2014. بياځلي پهMay 10, 2011.
  32. "New York Architecture Images—Midtown Times Square". 2011 nyc-architecture. خوندي شوی لهthe original on January 25, 2017. بياځلي پهMay 10, 2011.
  33. Chauvin, Kelsy (March 15, 2019)."15 Things NOT to Do in New York City".Fodor's. بياځلي پهMarch 23, 2019.There are more than 8.6 million citizens of New York City, and they're pretty much all in a hurry. They're also shrewd, outspoken, and proudly able to survive in a metropolis that tends to punish the meek. The buzzing subway system alone is a symbol of how this city works: part ballet, part battlefield. Residents and visitors alike can see why New York is considered the greatest city in the world.
  34. Poliak, Shira."Adjusting To New York City".Sun Sentinel. خوندي شوی لهthe original on December 3, 2015. بياځلي پهNovember 1, 2015.Additionally, the fast-paced lifestyle of New York City demands adjusting.
  35. Miller, Stephen (2016).Walking New York: Reflections of American Writers from Walt Whitman to Teju Cole. pp. 46, 50, 131.ISBN 978-0-8232-7425-3. بياځلي پهMay 10, 2017.
  36. کينډۍ:Cite dictionary
  37. "Singapore transport minister says Suez block may disrupt supplies to region".Reuters. March 25, 2021. بياځلي پهMarch 25, 2021.A container ship, almost as long as the Empire State Building is high, is blocking transit in both directions through the Suez Canal, one of the world's busiest shipping channels for oil and grain and other trade linking Asia and Europe.
  38. Lewis, Sophie (October 27, 2020)."Massive coral reef taller than the Empire State Building found off Australian coast".CBS News. بياځلي پهMarch 25, 2021.
  39. "World's Largest Cruise Ship Is Size of Empire State Building".iHeart Media. March 28, 2018. بياځلي پهMarch 25, 2021.
  40. "Manhattan, New York—Some of the Most Expensive Real Estate in the World Overlooks Central Park". The Pinnacle List. خوندي شوی لهthe original on November 29, 2014. بياځلي پهNovember 24, 2014.
  41. Brennan, Morgan (March 22, 2013)."The World's Most Expensive Billionaire Cities".Forbes. بياځلي پهJuly 6, 2013.
  42. Bird, Mike (September 22, 2015)."The 25 cities with the most economic power on earth".Insider. بياځلي پهMay 15, 2020.
  43. Florida, Richard (May 8, 2012)."What Is the World's Most Economically Powerful City?".The Atlantic (in American English). بياځلي پهMay 15, 2020.

"https://ps.wikipedia.org/w/index.php?title=نیویورک&oldid=344007" نه اخيستل شوی
وېشنيزې:
پټې وېشنيزې:

[8]ページ先頭

©2009-2025 Movatter.jp