نيکاراګوا چې رسمي نوم يې د نيکاراګوا جمهوریت دی، د مرکزي امریکا په نرۍ تراډه کې تر ټولو ستر هېواد دی، شمال لويديځ ته يې هندوراس، ختيځ ته يې کرابين، سويل ته يې کوسټاريکا او سويل لويديځ ته يې ارام سمندر پراته دي. مناګوا د دې هېواد پلازمېنه او ستر ښار دی او همدا راز په مرکزي امريکا کې درېيم ستر ښار دی، تيګوسيګالپا او د ګواتمال ښارونه له دې ستر دي. د دې هېواد په ګڼ توکميز شپږ ميلیونه نفوس کې ميستيزو، اصلي اوسېدونکي، اروپايان او د افريقايی ميراث خلک شامل دي. اصلي ژبه يې اسپانوي ده. د ماسکويټو ساحل اصلي قبايل يې په خپله ژبه او انګريزۍ خبرې کوي.
له لرغونې زمانې څخه په دې سيمه کې د اصلي اوسېدونکو کلتورونو انسانانو ژوند کړی، په شپاړسمه پېړۍ کې دا سيمه اسپانوي سترواکۍ نيولې وه. نيکاراګوا په ۱۸۲۱ز کال کې له اسپانيې څخه خپلواکي واخیسته. د موسکيټو ساحل يوه جلا تاریخي لاره خپله کړې وه، په اولسمه پېړۍ کې انګريزانو نيولی و او وروسته بيا د برتانوي واکمنۍ لاندې راغی. په ۱۸۶۰ز کال کې د نيکاراګوا سيمه يوه خپلواکه سيمه شوه او د دې شمالي لرې برخې په ۱۹۶۰ز کال کې هندوراس ته وسپارل شوې. له خپلواکۍ وروسته نيکاراګوا له سياسي نا امنۍ، ديکتاتوري نظام، اشغال او مالي بحران له پړاونو څخه تېر شوی هېواد دی چې د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ز لسيزې نيکاراګوا اوښتون او د ۱۹۸۰ز لسيزې د کونترا جګړه هم پکې شامل دي.
د کلتوري دودونو ګډولې په ولسي ادبياتو، د پخلي ډول، موسيقۍ او ادبياتو کې تر ډېره بريده تنوع پیدا کړې، په ځانګړي ډول ادبياتو کې د نيکاراګوا شاعرانو او ليکوالانو لکه «روبن ډاريو» ادبي مشارکت ته په کتنې سره. د «جهيلونو او اورشيندونکو ځمکه» په توګه پېژندل کېدونکي نيکاراګوا همدا راز د «بواواس بايوسفير» خوندي ځای سيمه هم ده، کوم چې د امريکاګانو دويم ستر باراني ځنګل دی. بيالوژيکي تنوع، تړم استوايي اقليم او فعال اورشيندونکي غرونه نيکاراګوا مخ پر زیاتېدو مشهور سياحتي هدف ګرځولی. نیکاراګوا د ملګرو ملتونو، د ناپېیلو هېوادونو د خوځښت، د امريکايي ايالتونو سازمان، ای ايل بي ای، لاتيني امريکا د ټولنې او کرابين ايالتونو بنسټ اېښودونکی غړی دی.[۱][۲][۳][۴][۵]
د نوم رېښې
دا چې نيکاراګوا نوم څه ډول منځ ته راغلو دوه نظريې شته. لومړی اند دا دی چې دا نوم د اسپانوي نېواکګرو له خوا د نيکاراو د نوم پر بنسټ جوړ شوی دی، څوک چې په ۱۵۲۲ز کال کې د سويل لويديځې نيکاراګوا ته د داخلېدو پر مهال د اسپانوي نيواکګر «ګل ګونزاليز ډيويلا» په وړاندې د يوې پیاوړې اصلي اوسېدونکې قبيلې د مشر يا ملک په توګه راڅرګند شو. دا اند په دې باور دی چې نیکاراګوا نوم د نيکاراو او اګوا (د اوبو لپاره اسپانوي ژبې نوم) څخه جوړ شوی و، دا دې حقيقت ته په اشارې سره چې د هېواد په داخل کې دوه ستر جهيلونه او د اوبو څو نورې زېرمې شته. په هر حال، تر ۲۰۰۲ز کال پورې، دا ټاکل شوې وه چې د دې ملک (مشر) اصلي نوم « Macuilmiquiztli» و، د کوم مطلب چې د نکاراو پر ځای ناهوټل ژبه کې «پنځه مرګونه» دی.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
دويم اند دا دی چې د دې هېواد نوم د لاندې ورکړل شويو کوم ناهوټل ټکي څخه اخیستل شوی دی چې هغه دا دي: nic-anahuac، د کوم نوم معنا چې ده « Anahuac تر دې لرې ځايه ورسېد»، يا دا چې «ناهواس تر دې لرې ځايه»، يا «هغه څوک چې له Anahuac څخه تر دې لرې ځايه راغلل»؛ nican-nahua، د کوم معنا چې ده «ناهواس دلته دی»، يا nic-atl-nahuac، د کوم معنا چې ده «دلته له اوبو سره»، يا «په اوبو کې راګېر».[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
تاريخ
له کولمبيا څخه مخکې تاريخ
تر ټولو مخکې پاليو-امريکايانو په هغه ځای کې چې اوس د نيکاراګوا په نوم پېژندل کېږي، د ۱۲،۰۰۰ مخزېږديز کال راهيسې دلته ژوند کړی دی. په وروسته وخت کې له کولمبیا څخه مخکې وختونو کې، نکاراګوا اصلي اوسېدونکي د منځنيو سيمو اوسېدونکي وو، کومې سيمې چې د ميسوامريکن او اينډين کلتوري سيمو تر منځ پرتې وې او د استمو-کولمبيا سيمې تر اغېز لاندې وې. د نیکاراګوا په مرکزي سيمو او د دې کربين ساحل باندې د ميکرو چبچن ژبې نسلي ډلې لکه مسکيټو، راما، مايانګنا او ماتاګالپاس مېشتې وې. دوی په مرکزي امريکا کې راټول شوي وو او له هغې وروسته يې اوسنۍ شمالي کولمبيا او د هغې په شا او خوا سيمو کې او له هغه څخه نورو سيمو ته کډوال شوي وو. د دوی خوراک په بنسټيز دول له ښکار او راټولولو (يعنې ځنګلي بوټو او ژويو راټولول او بيا مصرفول) څخه تر لاسه کېدو، خو تر څنګ يې له کب نيولې او د پرې کولو او سوځولو د کرنې له لارې.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
↑Newson, Linda A. (1987).Indian survival in colonial Nicaragua (1st ed.). Norman [OK]: University of Oklahoma Press.ISBN978-0806120089.
↑"Nicaragua: Precolonial Period".Library of Congress Country Studies. بياځلي په2007-06-29., interpretation of statement: "the native peoples were linguistically and culturally similar to the Aztec and the Maya"
↑Fowler Jr, WR (1985). "Ethnohistoric Sources on the Pipil Nicarao: A Critical Analysis".Ethnohistory.32 (1). Columbus, Ohio: 37–62.doi:10.2307/482092.JSTOR482092.OCLC62217753.
↑Brinton, Daniel G. (1887). "Were the Toltecs an Historic Nationality?".Proceedings of the American Philosophical Society.24 (126): 229–230.JSTOR983071.