| ښاپېرۍ نغمه | |
|---|---|
| شاليد | |
| زېږون نوم | ښاپېرۍ نغمه |
| زېږېدنه | ۰۱&#۱۶۰;(اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۴".)
|
| دندې | سندرغاړی |
| د موسيقۍ آلات | تبله،باجه |
| د فعاليت کالونه | 2004– تر اوسه |
نغمه چې کورنی نوم ېېښاپېرۍ ده د افغانستان يوه تکړه سندرغاړې او د ۱۹۷۰ زېږيز کال د پيل ځلانده او نوميالۍ هنرمنده گڼل کېده . ښاپېرۍ ٬نغمه٬ خپل پخواني خاوند منگل سره يوځای د افغانستان سندريز بڼ په پښتو ، دري ، اوردو ژبو تود ساتلی و . د سندرو پسته او كوډگره ژبه يې آن د اورېدونكو ډېرو شډلو ذهنونو ته هم لاره کړې . نغمه د پښتو ژبې د ښځينه سندرغاړو د كتار په پيل كې راځي. نوموړې د افغاني ټولنې د دودونو هغه ځنځيرونه چې له مخه ېې ښځينه و ته سندرې ويل په عامه ځايونو اواستوگنځايونو کې ننگونه ښکارېدل مات کړل او د نوموړې د خاوند په مرسته او هڅونه د سندروبڼ کې پښه کېښوده.[۱]
ښاپېرۍ نغمه د سيد سلېمان شاه لور ده او په ۱۱ د مرغومي، ١٣٤٢ ل. كال کې دکندهار ولايت د چاوڼۍ د سيمې په ۷مه ناحيه كې زېږېدلې ده. د ښوونځي له وختونو يې ترانې وييلې او لومړی ځل يې په ۱۶ کلنۍ کې د افغانستان په تلويزون باندې سندرې وييل پيل کړل چې لومړنۍ سندره يېسوځم په غمونو کې په چلن د زمانې، وځي له خولې ستا د مينې ترانې وه. ښاپېرۍ د كندهار هغه سندرغاړې ده، چې په ټوله نړۍ كې پېژندل شوې او تر اوسه يې دسندرو ٢٥٠٠ كېسټونه (فيتې) ډكې شويدي. پر دې سربېره نغمې پهاروپا،اسيا او شمالي امريكا كې يو لړ كنسرټونه هم وركړيدي. نوموړې په وړوكتوب كې دسندرو ويلو ترڅنگ د سندرو ليكلو وړتيا هم درلوده. همدا لامل و، چې شاعره شوه او په دې وروستيو كې يې د شعرونو يوه ټولگه هم خپره شوه. نغمه په پيل كې د خپلې كورنۍ له خوا له يولړ ستونزو سره مخامخ وه، خو هغې خپل كورني ځنځيرونه پرې كړل او په خپل سندريز غږ سره يې د ډېرو پام ځانته واړاو . كله، چې په كندهار كې د ښاپېرۍ ژوند له گواښ سره مخ شو، كابل ته ولاړه او هلته يې لهکابل راډيو سره پر سندرو پيل وكړ. په هېواد كې د ناوړه شرايطو له امله نغمې خپلو سندرو ته دوام ورنه كړاى شو ، همدا لامل و، چېپاکستان او بيا له هغه ځايه يې بهر ته كډه وكړه. هغه ۵ وروڼه او ۲ خويندې لري.
نغمې تر ۹ ټولگي د کندهار په بي بي عينو لېسه کې زده کړې کړي، کابل ته د کډه کېدو وروسته يې په رابعه بلخي لېسه کې تر ۱۲ ټولگي خپلې زده کړې رسولي خو د ۱۲ ټولگي بريليک يې نه دی ترلاسه کړی.
نغمه دسندرو او موسيقۍ نړۍ ته له يوې موخيزې زاويې گوري، د هغې په اند د انسانانو ترمنځ د مقصديت معيارونه جلا جلا دي، كه چېرې زموږ په ټولنه كې يو عمل د مقصديت معيار وگڼل شي حتمي نه ده، جې په بله ټولنه كې به هم خلك ورته په همدغه سترگه گوري، خو تر كومه بريده، چې د موسيقۍ د مقصديت خبره ده، موسيقي د ټولو انسانانو شريك ارزښت دى او د هرې ټولنې په نفسياتو كې ځانگړى ځاى لري.هنر او موسيقي د انسان په ژوندانه پورې تړلاى څيز دى، انسان له موسيقۍ پرته د خپلو غمونو او خوښيو شريك نه لري، نغمه موسيقۍ ته د انساني ژوندانه د يوې څرگندې اړتيا په سترگه گوري: " هر هنر ځانته ژبه او جوړښت لري، موسيقي هم د خپل ارزښت ا و اړتيا له مخې يوه بېله او ځانگړې ژبه ده، موسيقي په " سا، رې، گا،ما، دا، ني، سا توريو ولاړه ده او دغه توري بيا د خپل نوعيت او څرنگوالي له مخې د موسيقۍ كيف او څرنگوالى رابرسېره كوي.
پښتو فولكلور د پښتو ژبې او ادب يوه شتمنه او بډايه برخه ده ، دغې برخې ته تر اوسه ډېره لږه پاملرنه شوېده، د نغمې په اند د پښتو فولكلوريكې موسيقۍ لپارهمحمددين زاخېل، ايوب،گلزمان،اولمير ،سيدعالم، قمرگلې،گلناربېگم،بخت زمينې او يوشمېر نورو د قدر وړ خدمتونه كړيدي.مېرمن پروين ،ناهيد اوقمرگله هغه ښځينه سندرغاړې دي، چې سندرو يې دنغمې پر روح ډېره اغيزه كړې او د پرون په څېر يې نن هم سندرو ته غوږ ږدي. هغه وايي په پښتني ټولنه كې د سندرغاړو ارزښت او درناوى نشته، گلناربېگم د پښتو موسيقۍ د پرمختيا او ودې لپاره ټول عمر وقف كړى و،هغې پښتو سندرو او پښتو موسيقۍ ته ترلتامنگيشكرډېركاروكړ،خوچايې دخدمتونو قدرونه كړ، لتا، چې موسيقي يې په ولس كې په سپېڅلتيا نمانځل كيږي، نړيواله څېره شوه، خو گلنار دگور تر ورځې هم چا ونه پوښتله.
هنر او موسيقي د شعر په ځواك سره غښتلې كيږي او ښكلا پيداكوي، څومره، چې شعر لوړ او د ذوقونو د خړوبتيا لامل وي، په همدغه كچه يې هنرمند او موسيقي هم غښتلې او ځواكمنه راځي. د نغمې په پخوانيو سندرو كې د شعرونوځواك له ورايه څرگندېده، خو په دې وروستيو كې يې په ناڅاپي توگه د بازاري شعرونو په لور مخ واړاوه. نغمه د شعر د غراوي په اړه وايي، چې كله كله د ميوزيك سنټرونو او خلكو له خوا د همدغسې سندرو فرمايشونه راځي، خو بيا هم هڅه كوم، ښكلى او قوي شعر غوره كړم. د نغمې په سندرو كې زياتره د بابرزي نوم راځي، خو هغه د بابرزي ترڅنگ دباري جهاني،ْ اسحاق ننگيال ،كاروان او رحمت شاه سايل شعرونه هم ډېرخوښوي. په غزلبولوسندرغاړو كې يې ايوب استاد، منگل، شاه ولي، خيال محمد او شاه محمد خوښيږي.