Movatterモバイル変換


[0]ホーム

URL:


منځپانگې ته ورتلل
ويکيپېډيا
پلټنه

محمد البشیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
محمد البشير
البشير ۲۰۲۴
البشير ۲۰۲۴
البشير ۲۰۲۴

د سوريې اويايم لومړی وزیر
د واکمنۍ دوران
۲۰۲۴، د ډيسمبر ۱۰مه
محمد‌ غازي الجلالي
 
د سوريي ژغورنې حکومت پينځم لومړی وزیر
د واکمنۍ دوران
۲۰۲۴ د جنورۍ ۱۳مه
ولسمشرموستپا الموسا
علي کېدا
 
د شخص معلومات
اصلي نوممحمد البشير
پيدايښت۱۹۸۳ زېږدیز کال
ماشون، جبل الزاويه، ادليب سوريه
تابعیتسوريايی
ګوندتحرير شام
عملي ژوند
تعليمايدليب پوهنتون، د برېښنایي اينجنيرۍ پوهنځی
کار/مسلکسياستوال
مورنۍ ژبهعربي ژبه  ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه(ي)عربي ژبه ،  انګليسي ژبه  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګهد ځواک (پاور) انجنیري ،  شريعت  ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
وفاداريسوريه  ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړېد سوریې کورنۍ جګړه  ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
محمد البشیر
محمد البشیر

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
سمول کينډۍ لاسوند وګورئ

محمد البشير (په ۱۹۸۳ زېږدیز کال کې زېږدلی) دسوریې هېوادسیاستوال اوانجینر دی چې اوس مهال د سوریې د اويايم لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوي. هغه د ۲۰۲۴ کال د ډيسمبر له ۱۰ راهیسې د سوریې د انتقالي حکومت چې دبشار الاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته رامېنځه شو، مشري په غاړه واخيسته او د محمد غازي الجلالي ځایناستی شو.[۱] البشیر د سوریې د ژغورنې حکومت د سني اسلامي سازمانحیات التحریر الشام (HTS) ملکي ادارې د پنځم لومړي وزیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

ژوندليک او زدکړې

[سمول]

البشیر په ۱۹۸۳ کال کې د ادلب ولایت د جبل زاویه په سیمه کې د ماشون په کلي کې زیږیدلی دی.[۲] هغه په ۲۰۰۷ کې د حلب پوهنتون څخهد برېښنایي انجینرۍ پوهنځي څخه فارغ شوی. په ۲۰۱۱ کال کې البشیر د سوریې ګازو شرکت د يوې څانګې مشر شو. دسوریې د کورنۍ جګړې له پیلېدو وروسته، هغه د المال تعلیمي انسټیټیوټ رییس شو چې د جګړې اغیزمنو ماشومانو ته یې زده کړې ورکولې.[۳] په ۲۰۲۱ کې هغه د ادلیب پوهنتون څخهد شرعیاتو او قانون په برخه کې د اداري سازمان او د پروژې مدیریت کې د سندونو تر څنګ لیسانس ترلاسه کړ.[۴][۵]

سياسي څېره

[سمول]

البشیر د وزیر په توګه تر ټاکل کېدو مخکې دوه نیم کاله د «ژغورنې(نجات) حکومت» د اوقاف په وزارت کې د اسلامي زده کړو د رییس په توګه دنده ترسره کړې. وروسته يې د پراختيايي او بشري چارو په وزارت کې د مرستيال او بيا د ټولنې د چارو د رييس په توګه دنده ترسره کړې.[۵] د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ ترمېنځ البشیر د علي کدا په کابینه کې د پراختیا او بشري چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوله.[۶][۵]

د سوریې ژغورنې حکومت لومړی وزیر

[سمول]

د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۳مه، د نجات حکومت شورا د لومړي وزیر په توګه د البشیر د ټاکلو لپاره رایه ورکړه.[۴][۷] د هغه د ټاکلو څخه موخه په بریښنایي حکومت او د حکومت اتومات کولو کې تمرکز او پرمختيا راوستل وو.[۶] نوموړي د هغې ادارې د املاکو فیسونه راټیټ کړل، د سولې پلانونو مقررات، او د ادلیب ښار د زون کولو پلان پراخولو لپاره يې مشورې پیل کړې. .[۸]

د سوريې لومړی وزير

[سمول]

د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په نهمه، د اسد د رژیم د سقوط وروسته، البشیر ته د HTS مشرابو محمد الجولاني او د سوریې د بهرنیو چارو لومړي وزیر محمد غازی الجلالي سره د لیدلو وروسته د انتقالي حکومت جوړولو کار ورکړل شو ترڅو د واک لېږد مدیریت کړي. په دويمه ورځ هغه تر ۲۰۲۵ کال پورې د انتقالي حکومت لومړی وزیر وټاکل شو. په یوه تلویزیوني اعلامیه کې البشیر اعلان وکړ چې د نجات حکومت چارواکي د پخواني حکومت له استازو سره د واک د انتقال لپاره د اسانتیا لپاره مشورې او ليدنې کوي، د نجات حکومت څخه یې کابینه به د انتقالي حکومت کې د دوی اړوند رولونه په غاړه واخلي.[۹]

سرچينې

[سمول]
  1. . 2024-12-11.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)
  2. . 13 January 2024.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)
  3. . 2024-12-10.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)
  4. ۴٫۰۴٫۱. 2024-01-13.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)Invalid<ref> tag; name "enabbaladi" defined multiple times with different content
  5. ۵٫۰۵٫۱۵٫۲. 2023-03-27.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)Invalid<ref> tag; name "syriansg" defined multiple times with different content
  6. ۶٫۰۶٫۱. 2024-01-13.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)Invalid<ref> tag; name ":1" defined multiple times with different content
  7. . 2024-04-22.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)
  8. . 2024-03-05.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)
  9. . 2024-12-10.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)
"https://ps.wikipedia.org/w/index.php?title=محمد_البشیر&oldid=342538" نه اخيستل شوی
وېشنيزې:
پټه وېشنيزه:

[8]ページ先頭

©2009-2025 Movatter.jp