دغه ليکنهدتصديق لپاره نورو سرچينو ته اړتيا لري . لطفا د دېليکنې په سمونه کېد باوري سرچينو په اضافه کولو سره مرسته وکړئ. بې سرچينې مواد ښايي د ننګونو سره مخ شي او له منځه یوړل شي.(February 2017) |
ماتريديه يوه كلامي ډله ده، چې بنسټ يې د برهان او عقلي دلايلو څخه اېښودل شوې، ترڅو د كلامي مسائلو په حلونه كې ورڅخه په گټې اخيستو سره خپلو مخالفو ډلو (معتزله ؤ او جهميانو) ځواب وايي. او دارنگه داسلام له نېغې گروهې څخه په حقه سره دفاع وكړي.
ددې ډلې بنسټ اېښودونكې ابي منصور ماترېدي ( په ..... زوكړې) سمرقندي، چې د (ماتريد) سيمې ته منصوب دى، چې دده له مرگ څخه وروسته پدې نامه مشهوره شوه.
د ماتريدي كلامي ډله (فرقه) له يو لړ لوړو ژورو څخه په تېرېدو سره ددې ډلې د بنسټ اېښودونكي (ابو منصور ماتريدي) له مړينې څخه وروسته د هغه په نامه مشهوره شوه. لكه څرنگه چې د اشعريانو ډله د ابي حسن اشعري له مرگ څخه وروسته د هغه په نامه مشهوره شوه. نو دارنگه دا ډله هم د ماتريدي په نامه مشهوره شوه.