ترانسپورت له یوه ځایه بل ځای ته د انسانانو، حیواناتو او توکو حرکت ته ویل کېږي. یا ترانسپورت له یوې نقطې نه بلې نقطې ته د یوه موجود یا شي ځانګړي حرکت ته هم ویل کېږي.
د ترانسپورت په ډولونو کې هوا، ځمکه (د رېل پټلۍ او سړک)، اوبه، کېبل، پایپلاین او فضا شاملېږي. دا برخه په زېربنا، نقلیه وسایلو او سوداګریزو عملیاتو وېشلی شو. ترانسپورت د خلکو تر منځ د سوداګرۍ زمینه برابروي چې دا کار د تمدنونو د پراختیا لپاره اړین دی.
د ترانسپورت په زېربناوو کې ثابت تاسیسات، لکه: سړکونه، رېل پټلۍ، هوايي لارې، کانالونه، پایپلاینونه او ترمینلونه، لکه: هوايي ډګرونه، د رېل ګاډو سټېشنونه، بس سټېشنونه، لوی ګودامونه، د باربرۍ ترمینلونه، د سونتوکو ډېپوګان (لکه د سونتوکو د بارېدو ځای او د رېل ګاډو تمځای) او سمندري بندرونه شاملېږي. ترمینلونه هم د مسافرو او بارونو د راکړې ورکړې (تبادلې) او هم د ساتنې لپاره کارول کېدای شي.
د ترانسپورت وسایل د لېږد را لېږد بېلابېل وسایل دي، چې د خلکو یا بار د لېږدولو لپاره کارول کېږي. په دې کې ښايي نقلیه وسایل، د سپرلۍ حیوانات او د بار وړلو حیوانات شامل وي. په نقلیه وسایلو کې ګاډۍ، موټر، بایسکېلونه، بسونه، رېل ګاډي، لارۍ، چورلکې، کوچنۍ بېړۍ، وړې او لویې الوتکې شاملې دي.
طریقې
د لېږد را لېږد طریقه، هغه حللاره ده چې د نقلیه وسیلې، زیربنا او سوداګریزو عملیاتو یو ځانګړی ډول کاروي. د یوه شخص یا بار لېږدول، ښايي یو یا ګڼ حالتونه ولري، هغه چې ګڼ حالتونه لري، هغه ګڼ طریقهيي یا ګڼ وجهي لېږد را لېږد بلل کېږي. هر حالت خپلې ځانګړې ښېګڼې او نیمګړتیاوې لري او د لګښت، وړتیا او مسیر له مخې ټاکل کېږي.
د انسانانو په مټ
د انسانانو یا بشري قوې په مټ لېږد را لېږد د تلپاتې ترانسپورت یو ډول دی، چې خلک او توکي د انسان د غړو(عضلاتو) د ځواک په مرسته د پلي تګ، منډو وهلو او لامبو په ډول لېږدوي. معاصرې ټکنالوژۍ، د ماشینونو په مرسته انساني ځواک ډېر کړی دی. د انساني ځواک په مټ لېږد را لېږد د لګښت کمولو، خالي وختونو ډکولو، بدني ورزش او چاپېریالساتنې په دلیل لا هم شته دي. کله ناکله یې یوازې یو ډول موجود وي، په ځانګړې توګه، په شاته پاتې یا هغو سیمو کې چې ورته لاسرسی نه کېږي.
د حیواناتو په مټ
د حیواني ځواک په مټ لېږد را لېږد، د خلکو او توکو د لېږدولو لپاره د حیواناتو کارولو ته وايي. انسانان ښايي په مسقیمه توګه پر ځینو حیواناتو سپاره شي، یا هغوی د بار وړلو لپاره وکاروي یا هغوی په یوازې یا ډلهييز ډول د نقلیه وسایلو او پر واوره د ښویېدونکو تختو د کش کولو لپاره وکاروي.
بنسټيزې برخې
د لېږد رالېږد وسایل
نقلیه وسایل
نقلیه وسیله، هغه غیر ژوندۍ وسیله ده چې د خلکو او مالونو د لېږد لپاره کارول کېږي. د زېربنا پر خلاف، نقلیه وسیله له بار او سپرلۍ سره حرکت کوي. نقلیه وسیله باید خپله محرقه قوه برابره کړي یا دا چې د کېبل یا عضلاتي قوې په مرسته کش کړل شي. دا معمولاً د بخار د یوه موتور، احتراقي موتور، برېښنايي موتور، جیټ موتور یا توغندي په مرسته کېږي، که څه هم د حرکت لپاره نورې لارې شته دي. نقلیه وسایل داسې یوه سیستم ته اړتیا لري چې انرژي پر حرکت بدله کړي، دا کار تر ډېره د څرخونو، پکو او فشار له لارې کېږي.
نقلیه وسایل، د یوه چلوونکي په مرسته کار کوي. ځینې سیستمونه، لکه: د خلکو لېږدوونکي یا نور ترانزیتي سیستمونه په بشپړ ډول اتومات دي. د مسافرو د لېږد لپاره باید نقلیه وسیله د ناستي ځای او چوکۍ ولري. نقلیه وسیلې، لکه: موټر، بایسکېلونه یا ساده الوتکې د چلوونکي په توګه یوه کس ته اړتیا لري.[۱][۲]
تاریخچه
طبیعي
د انسانانو لومړنی حرکت په لارو کې پلي ګرځېدل، منډې وهل او لامبو وهل وو. د حیواناتو اهلي کولو پر ځواکمنو موجوداتو د بارونو د لېږد لپاره نوې لارې چارې رامنځ ته کړې، چې پر حیواناتو د درندو بارونو د لېږد یا پر هغوی د انسانانو د سپرېدو شونتیا یې برابروله. د ګاډۍ او پر واوره د ښویېدونکو تختو اختراعاتو د نقلیه وسایلو د رامنځ ته کولو له لارې د حیواناتو په مرسته لېږد را لېږد لا اغېزناک کړ.
د سړک د ترانسپورت په لومړنيو ډولونو کې حیوانات، لکه: اس (تر میلاد درې یا څلور زره کاله مخکې اهلي شوی)، غوايي (تر میلاد شاوخوا ۸۰۰۰ کاله مخکې) او انسانان شامل وو چې بارونه یې په خامو او کوچنیو لارو لېږدول.
زېربنا
د بینالنهرین او سیند درې په څېر لومړنیو تمدنونو پاخه شوي سړکونه کارول. په لرغونې کلاسیکه دوره کې د فارس او روم استرواکیو په ډبرو پوښلي سړکونه جوړول، چې پوځ په چټکۍ پرې لاړ شوای شي. د منځنیو پېړیو خلافت هم وروسته پاخه ډبرین سړکونه جوړ کړل.
د اوبو له لارې لېږد را لېږد
د اوبو له لارې په لېږد را لېږد کې پارويي او بادي بېړۍ له ډېرې پخوانۍ زمانې راهیسې شته وې، چې تر صنعتي انقلاب وړاندې د ډېرو بارونو د لېږد یا د اوږدو واټنونو لپاره تر ټولو غوره کارېدونکې لاره وه. لومړنۍ بادي بېړۍ،هغه کوچنۍ بېړۍ(جالې) وې چې د ونې له تنې نه جوړې شوې وې. د اوبو له لارې لومړی لېږد را لېږد، د هغو بېړیو په مرسته کېده، چې د پارو یا باد او یا هم دغو دواړو په مرسته یې حرکت کاوه. د اوبو اهمیت د دې لامل شو، چې د سوداګرۍ د ځایونو په توګه پرمختللي ښارونه، د سمندري سیمو یا سیندونو په شاوخوا کې رامنځ ته شول.
د میخانیکي وسایلو په مټ لېږد را لېږد
تر صنعتي انقلاب وړاندې لېږد را لېږد سست او قېمته تمام شو، تولید او لګښت د امکان تر کچې له یو بل سره نږدې وو. په نولسمه پېړۍ کې په صنعتي انقلاب کې ډېر اختراعات وشول، چې ترانسپورت یې په بنسټیز ډول بدل کړ. د بخار د ماشین اختراع او بیا د رېل له لارې په لېږد رالېږد کې د دغه ماشین کارولو ځمکنی ترانسپورت، د انسان او حیوان له ځواکه را خپلواک کړ. په نولسمه پېړۍ کې د بخار د بېړۍ پراختیا د نړیوال ترانسپورت د چټکۍ لامل شوه.
↑Bent Flyvbjerg, Mette K. Skamris Holm, and Søren L. Buhl, "How (In)Accurate Are Demand Forecasts in Public Works Projects",Journal of the American Planning Association71:2, pp. 131–46.