Movatterモバイル変換


[0]ホーム

URL:


منځپانگې ته ورتلل
ويکيپېډيا
پلټنه

لومړنۍ مرستي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لومړنۍ مرستي له هغو فوري اقداماتو څخه عبارت دي چي د يو مصدوم کس سره د يوه روغتيايي کارکونکي له خوا تر سره کېږي لومړنۍ مرستي د پېښي په ځاى کي د يوه باتجربه روغتيايي کارمند لخوا تر سره کېږي ـ د لومړنيو مرستو اهداف:1:د ناروغ ژغورنه او خونديتوب.2:د حادثې د پرمختګ څخه مخنيوى.3:د ناروغ د وضعيت سره مرسته تر څو چي روغتيايي مرکز ته ورسول شي.مرسته کوونکى بايد لاندي ځانګړتياوې ولري :1:د پېښي ځاى ته بايد ژرتر ژره ځان ورسوي .2:فوري درملنه پيل کړي.3:مرسته کوونکى بايد مسلکي پوهه ولري. 4:مرسته کوونکى بايد کافي تجربه ولري. 5:روغتيايي پرسونل او وسايل ولري. 6:ناروغ ته روحي ډاډ ورکړي.مرسته کوونکى بايد لاندي ټکو ته پام ولري:1:د ناروغ د حياتي علايمو(دزړه ضربان،تنفس،د تودوخي درجه،دويني فشار ) کنترول2:ناروغ ته مناسب وضعيت ورکړي. 3:که ناروغ خونرېزي ولري بايد خونرېزي يې د يوې پاکي ټوټې په واسطه بنده کړي4:که د ناروغ تنفسي لاره بنده وي او د زړه حرکات موجود نه وي بايد د ABC عمليه ورته شروع کړي.5:که د هډوكي کسر موجود وي هډوكى بايد تثبيت شي. 6:ژرترژره مصدوم نږدي روغتيايي مرکز ته ورسوي.ناروغ ته مناسب وضعيت ورکول :1:ناروغ ته بايد د ملاستي وضعيت ورکړل شي.2: (لاس او پښې ) کسر نه وي موجود اطراف يې بايديو څه پورته کړل شي ـ 3:که د خولې افرازات موجود وي خولې ته بايد يو طرف ته تدور ورکړل شي 4:روغتيايي مرکز ته د لېږد لپاره بايد په يوه تسکره کي انتقال شي. د ABC(Airway abstruction Breathing problems Circulation) عمليه 1:د هوايي لارو خلاصول. 2:که تنفس موجود نه وي مصنوعي تنفس ورکول.3:که د زړه ضربان موجود نه وي د زړه مساج ورکول.

"https://ps.wikipedia.org/w/index.php?title=لومړنۍ_مرستي&oldid=219896" نه اخيستل شوی

[8]ページ先頭

©2009-2025 Movatter.jp