د پارتیانو په واکمني کي فراه د آریا (( د لرغوني افغانستانهرات ولایت)) د سیمي اړوند یو ولایت وو. د پارتیانو تر پرځېدو وروسته په پنځمه زیږدیزه پېړۍ کي فراه د ساسانیانو د واکمنۍ یوه ستراتیژیکه اقتصادي سیمه وګرځېدل او د سیسان، هرات او لرغوني هندوستان لاري یې له یوبل سره وصل کړې.
اسلامي واکمني
په 651 زیږدیز کال کي فراه په رسمي ډول د اسلامي نړۍ یوه برخه وګرځېدل او د اموي خلافت تر پرځېدو وروسته کله چي عباسیان واک ته ورسېدل دلته د طاهریانو، سفاریانو، سامانیانو، غزنویانو، غوریانو، خوارزمشاهانو، بخارا سلطنت او صفویانو واکمنۍ راغلې.
هوتکیان او ابدالیان
په 1709 زیږدیز کال کي د هوتکیانو له لوري دغه ولایت خپلواک او افغانان واتوانېدل چي د پارس ترک توکمه صفویان له سیمي وباسي. د هوتکیانو تر دورې وروسته دا ځای ابدالي افغانانو ته پاته سو او په 1862 زیږدیز کال کي امیر دوست محمد خان له بل افغان واکمن سلطان جان څخه ونیول چي تردې وروسته د سوېل لویدیځ افغانستان د یوې مهمي سیمي په توګه رامنځ ته سوه.
افغان_شوري جګړه
د شوروي افغان جګړې پر مهال فراه ولایت د شورویانو 357 فرقې ونیوی او په 1982 کال کي یې مجاهدین له ښاره شاتګ ته مجبوره کړه. په 1992 کي د شورویانو تر وتلو او ډاکټر نجیب الله حکومت تر پرځېدلو وروسته فراه ولایت د جمعیتي جنګسالار اسماعیل خان له لوري ونیول سو خو په 1995 کي یې بیرته له لاسه ووت او طالبانو ترې لاندي کړ.
نفوس
د فراه ولایع نفوس د ۲۰۲۱ کال د سرشمېرني له مخي ۵۷۳۱۴۶ تنه اټکل سوی دی، چي په دوی کي ۸۰ فیصده پښتانه او ورپسې په ترتیب سره تاجیکان او بلوڅان دي.[۲]
اوبه
د هلمند سیند حوضه
په عمومي توګه د فراه ولایت دا وخت د نورو سیمو په څېر د وچکالۍ څخه کړیږي، خو ددې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کي د بخش اباد بند چي اوس وخت د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري تر کار لاندي دی، د کرني، مالدارۍ، انرژي او څیښاک اوبو لپاره یوه ستره پروژه ګڼل کیږي. ددې بند په جوړېدو سره به شاوخوا ۶۸۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوبه سي، او همدارنګه به د ۱۳۶۰ میلیونه متره مکعبه اوبو په اندازه ذخیره او ۲۷ میګاواټه برېښنا هم چمتو کړي.