د اسكس په وړاندې د بېكن كړنلاره داسې وه لكه له يوه وگړي سره د بل وگړي غيرانساني كارونه. اسكس د ملكې دښمنۍ د ځان پر لوري راواړوله او د ملكې په امر نوموړى په زندان كې ولوېد. بېځايه دا وه چې ملكې بېكن ته د قاضيانو دنده وركړه چې د خپل ملگري پرضد ادعاليك تنظيم كړي. دا يوه درنه او حساسه دنده وه. بېكن له اسكس سره رښتينې مينه درلوده او يا هم په نظري بڼه، سپېڅلي ملگرتوب ته عقيده من و. دا د هغه څرگندونې دي، چې دوستانه خدمت، يو بخښونكى او نجيب ښاغلى پيدا كوي او د ملگرتوب ښاغلي، يو وفادار او ترځان تېر خدمتگار، خو بېكن پوهېده چې د اسكس ملگرتوب يې د پرمختگ پر لار يو خنډ گڼل كېدى شي. بېكن به ويل: ”د هغه ځانغوښتنه د لمر د رڼا په څېر د كثافاتو له منځه تېرېږي، خو په پاى كې د لومړي ځل په څېر پاكه او ځلېدونكې ښكاري“.
په دې توگه، بېكن خپل ملگرتوب تر خپلې ځانغوښتنې قربان كړ او د هغه كرامت يې په توند ادعاليك پرځاى كړ او هغه څوك چې د ده په وړاندې يې مېړانه ښوولې وه، د زندان تورو تمبو ته ورټېل واهه.
فرانسيس بېكن د الكساندر پوپ (Alexander Pope ۱۷۴۴_۱۶۸۸/ انگرېز شاعر) په قول: ”د انسانيت تر ټولو هوښيار او پست كس دى“ د خپل پرمختگ او لوړوالي لومړنى گام يې د خپل نژدې ملگري اسكس پر اوږو كښېښود او لكه څنگه چې وبه وينو د ناځوانۍ تر ټولو لوړو پوړيو پورې ورسېد.
(4)
بېكن دښمن ته د خپل گران ملگري د تسليمۍ له كبله د سپينو زورو تر دېرشو ډېرې سكې (نژدې زر امريكايي ډالره) مزد واخيست. له دې ټولو سره يې د وركړل شويو پيسو له لږوالي څخه سر ټكاوه. د نوموړي حرص او غوښتنه د هغه د فصاحت په څېر ډېره وه.
بېكن تر هغې پېښې وروسته چې اسكس ورسره مخ شو، پرمختگ او ترقي وكړه، خو دا يوه فيلسوف ته غوره نه وه، چې د خپل بري له كبله مغرور شي.
هغه د خپل غريزي احساس له مخې پوهېده چې دا لوړوالى په ځان پسې ټيټوالى هم لري. د هغه چلند له كبله چې پر اسكس يې لورولى و، ځان ته يې يو شمېر دښمنان پيدا كړل او دا خلك په دې هڅه كې وو، چې كله به بېكن له لوړې څخه خاورو ته راوغورځوي.
خو د بېكن زړه ته لوېدله چې دوستان به يې د دښمنانو په وړاندې سپر شي او د ده ننگه به وكړي.خو دى نه پوهېده چې هغوى ټول د ده په څېر يوازې د خپلو ځانونو په فكر كې دي. لكه څنگه چې بېكن په خپله ويلي دي: ”انسان د خپل ځان د ساتلو لپاره پياوړى احساس لري. داسې لكه موږك. دا حيوان مخكې تر دې چې د كوټې چت پرېوځي، د خپل هوښ په بركت پوهېږي او هغه ځاى پرېږدي“. خو بېكن هم په يوه داسې كور كې مېشت و، چې نازكې او نرۍ ستنې (پايې) يې لرلې.
واده يې وكړ، خو نه د مينې په خاطر، بلكې د مال او شتو د ترلاسه كولو په هيله. په حقيقت كې يې د مينې او محبت په اړه ژور احساس نه درلود او تر حق په ترخو خبرو يې وليكل: ”لويه اروا له دې كمزوري شور څخه ليرې ده“. بېكن په شتو، ثروت، ناز او نعمت كې ډوب و، خو د ذهن له ارامتيا څخه چې تر ټولو غوره وه، بې برخې و. نوموړي د خپل پرمختگ لپاره د ماكياول يوه نظريه له ياده كړې وه: ”پر ځان تمه لرونكي ملگري راټول كړه، زورورو ته سر ټيټ كړه او ويې غولوه. د شاتو د مچۍ په څېر شات وركوه او نېش وهه“. په خپل تعبير: ”په خپله ناوړه كړنلاره يې ټول مقامات ترلاسه كړل“.
هغه د ملكې اليزابت او جيمز په دوره كې په چاپلوسۍ او غوړه مالۍ لوړو څوكيو ته ورسېد. د محكمې د ستر حقوقي سلاكار (مشاور) دنده، د محرمانه شورا غړي او د سلطنتي مهر ساتنې دندې يې ترسره كړې او په پاى كې د لومړي وزيري (صدراعظمۍ) مقام ته ورسېد.چې تر پاچايۍ وروسته دويم ستر مقام و. نور يې نو په دې مقام كې د ځانغوښتنې حس كمزورى شو. هغه نه يوازې يو لوړ مقام ترلاسه كړ، بلكې د هېواد په شتمنو وگړو كې وشمېرل شو.
بېكن هغه مهال د څو ښارونو او كليو خاوند شو. په خپلو ځمكو كې يې يوه ماڼۍ او يو سيند جوړ كړ، چې جوهر نښانه ټاپو يې درلود. همدارنگه يې په مركزي ټاپو كې يوه دنگه او ښايسته ماڼۍ جوړه كړه، چې د اوړي په موسم كې به هورې مېشت و. دې ماڼۍ مرمرينې ښيښې او د نڅاگرو او سندرغاړو لپاره يولوى سالون درلود. په دې اوړنۍ ماڼۍ كې په لسگونو مزدوران مېلمنو ته د شرابو او خوندورو خوړو د تيارولو او وركولو لپاره لاس پر نامه ولاړ وو. په دې ښكلې ماڼۍ كې به يوه د ټيټې ونې لرونكي په ډېر غرور سره قدم واهه او خواږه خوبونه به يې ليدل. څو سوو خدمتگارانو د هغه خدمت ته ملاوې تړلې وې او په زرگونو منشيان د هغه په واك كې وو، چې تېروتنې يې ورپه گوته كولې.
خو وايكانت سنت البانز(Viscount St. Allbans) (دا هغه مهال د بېكن رسمي عنوان و) په سمه توگه له هغو خطرونو څخه چې د پاچا له خوا د مقام د وركولو له امله ورته پيدا شوى و، خبر و او په دې اړه يې ليكلي دي: ”پر يوه لړزېدونكي او نااواره ځاى مې پل ايښى او كه بېرته تر شا شم، يا سقوط كوم او يا مې ترلاسه كړى مقام او شتمني له لاسه وځي“. كه څه هم، بخت تل ورسره مل و، خو په خپله يې اقرار كړى، چې له ”خواشينۍ او بې رغبتۍ“ څخه ځورېږي.
بېكن د دې حس تر احساسولو مخكې لا غمجن و، خو دا گوزار يې هغه مهال پر سر راټيټ شو، چې شهرت يې وروستۍ لوړې درجې ته رسېدلى و.
په دې حال كې د بېكن يوه منشي د هغه په غوږ كې يوڅه وويل: يو ناڅاپه د بېكن رنگ والوت. له ملي شورا (پارلمان) څخه يو شوم پيغام ور رسېدلى و. د پارلمان غړو تصميم نيولى و، چې د بېكن د قضايي اعمالو په اړه چې هغه مهال تر ټولو لوړ قضايي مقام و، پلټنې وكړي. څېړنې په بيړه ترسره شوې، پرده پورته او ناوړه حقايق څرگند شول.
فرانسيس بېكن په ”يوه لوى خيانت كې“ لاس درلود. دښمنانو يې ثبوتونه وړاندې كړل او پېښه يې تر هغه څوچنده لوړه كړې وه، چې واقعيت يې درلود. د داستان لنډيز داسې دى چې بېكن به له سوداگرو څخه ډالۍ اخيستې او هغوى به يې غولول او همدارنگه يې له ډېرو جنايي محكومينو څخه د رشوت اخيستلو له كبله هغوى ته برائت وركاوه.
په لومړيو كې بېكن هڅه وكړه، چې له دې تور څخه انكار وكړي او په دې اړه يې يوه نژدې او مخور ملگري بوكينگهام(Buckingham) ته وليكل: ”ښاغليه! زه پوهېږم چې پاك لاسونه او منصفانه زړه لرم... خو په دې وخت كې به ښايي د دې مقام منل غوره كار نه و. په تېره بيا هغه مهال چې انسان دا مقام ترلاسه كړي، بايد په درواغو او تورونو تورن شي“.
خو وروسته داسې شواهد ښكاره شول، چې د بېكن څېرې ته يې بدلون وركړ، هغه د انكار پرځاى، پر خپل ځان باندې تورونه ومنل او پاچا ته يې د خواست او بخښنې لپاره لمن وغوړوله: ’زه به د هغه عظيم الشانه پاچا پر لوري د كوترو په وزرونو الوتنه وكړم، هغه څوك چې فكر مې كاوه ما به د عظمت تر ټولو لوړو پوړيو ته ورسوي‘.
وروسته پر خپله ”اخلاقي كمزورۍ“ اعتراف كوي او د هيلې څرگندونه كوي: ”د پاچا زړه چې د نېكۍ او خيرغوښتنې سمندر دى، زما په حق كې به چې د بدمرغۍ په گرداب كې لاس او پښې وهم، قضاوت وكړي. زه لكه موم د شاه په بخښونكو لاسونو كې پروت يم او د پاچا مهربانۍ ته مې سترگې نيولې دي“. وروسته په ماكياولي صداقت او بېپروايۍ سره وړانديز كوي، چې كه يې پاچا وبخښې، نو دى به يې هم مهرباني جبران كړي: ”ځكه هغه چا چې د رشوت اخيستنې له لارې كولاى شي، رشوت وركړي، په دې توگه زه هم د پاچا حضور ته يو رشوت وړاندې كوم، كه پاچا پر ما سوله او مهرباني ولوروي او خداى ژوند راكړي، د انگلستان تاريخ به وليكم او په هغه كې به د پاچا قوانين په سمه توگه تشرېح او تحليل كړم“. خو له دې ټولو غوښتنو سره- سره پاچا د پارلمان له رايې ډډه وكړه او هغه يې د لندن په برج كې زنداني او څلوېښت زره ليرې جريمه كړ، د پارلمان يو شمېر غړو له انگلستان څخه د هغه د شړلو غوښتنه وكړه، خو بوكينگهام له دې اقدام سره مخالفت وښود او ويې ويل: ”لوى قاضي دومره ناروغ دى، چې د ډېر وخت لپاره ژوند نه شي كولاى“.
بېكن ډېر وخت په زندان كې پاتې نه شو. نوموړى له لندن څخه تبعيد او له دولتي دندو څخه گوښه كړاى شو. تر هغه وروسته يې هغه ننگ او رسوايۍ څخه گوښه توب غوره كړ. نور يې نو دا وخت درلود چې خپله فلسفه تعقيب او وغزوي، په ذهن كې يې تېرېدل چې”د كمال تر حده پورې د قدرت غوښتنه، ملايكې هم ساقطولاى شي“.
(6)
د كمال تر بريده د قدرت ترلاسه كول، د معلوماتو له نه لرلو سره تړلي دي. دا حقيقت د بېكن په فلسفه كې په لنډه توگه راغلى. ښه به دا وي چې په خپل قضاوت كې بېړه ونه كړو.
بېكن سره له دې چې يو هوښيار انسان و، په حقيقت كې د خپل مهال محصول هم گڼل كېده. د اليزابت په وخت كې د ماكياول نظرياتو ډېر شديد نفوذ درلود. په جگپوړو چارواكو كې رشوت اخيستنه، دود شوې وه. د بېكن ستونزه دا وه چې د قدرت او شتو په ترلاسه كولو كې يې له بيړې څخه كار اخيست. نوموړى هغه خطر په پام كې نه و نيولى، چې د ملگرو له لاسه وركولو او دمال او ثروت په راټولولو كې ورته پېښ شوى و. په دې كې شك نه شته چې هغه يوازې ځانغوښتنه غوښتله، خو ايا موږ داسې نه يو؟
له بده مرغه، د هغه بېحده ځانغوښتنه چې مبهمه او ناڅرگنده پاتې وه، په پاى كې په دې بدله شوه چې له ځان څخه كركه وكړي.
هغه په دې هڅه كې و، چې له هر ډول جلال او مزو چړچو څخه برخمن شي، په هماغه حال كې يې وليكل: ”پاكي او فضيلت د يوې قيمتي صافې ډبرې په څېر ځلېدونكى دى“.
تر هغه وروسته چې د ژوند له تجمله د ډك جام وروستى څاڅكى يې هم پر سر واړاوه او هغه تريخ درد يې پر زړه كښېناست، په ذهن كې يې وروگرځېدل چې هغه څه ته چې موږ اړتيا لرو، رڼا ده، نه د ژوند تجمل او مزې چړچې.
ډېره رڼا! دا د بېكن د فلسفي څېړنو وروستۍ موخه وه. د علم په زده كړه كې كه دې لمن هرڅومره پراخه وي، هڅه وكړه چې له خپل وس سره سم د هر مطلب په اړه څېړنه وكړې او څه چې دې زده دي، هغه د خپل ژوند سرليك وگرځوه.
بېكن په هغه دوره كې ژوند كاوه، چې علم لا پر اختصاصي څانگو نه و وېشل شوى ”دا پوهه ده چې تشويش كوونكو او خواشينوونكو ته رڼا وربخښي“.
رښتينې خوښي او رضايت په دې كې دى، چې خپل فكر له خواشينۍ او ځورېدنې څخه لوړ وساتو.
خو څرنگه او له كومې لارې كولاى شو چې خپل فكر دومره لوړ كړو چې د نېكۍ وروستى حد وپېژنو؟ د پوهې له لارې ”د كارونو سنجونه د هغوى درښتيني ارزښت پر بنسټ“. د ذهن پراخوالى له ناسمو او تقلبي ارزښتونو څخه پاك ساته او يا د بېكن په تعبير هغه بوتان مات كړه، چې ستا د ذهن په بوتخانه كې يې ځاى نيولى دى. بېكن دا بوتان يا ناسم ارزښتونه پر څلورو برخو وېشي:
1. د طايفو بوتان:دا بوتان عبارت دي له ”موهوماتو، خوبونو او هغوى ته ورته خيالونو څخه“ يانې هغه عقايد او اوهام چې په ټولو انساني كورنيو كې دود دي. دا اوهام او عقايد موږ د بېلارۍ لوري ته وركاږي. ځكه موږ ته په زړه پورې دا ده چې د حقايقو تر څېړلو مخكې، د هغوى په پايلې پسې وگرځو، يا په بله وينا د هغوى لوري ته الوتنه وكړو. ”د مسايلو ادراك بايد د ټوپ او الوتا پر بنسټ ترسره نه شي، بلكې بشپړ درك هغه مهال په لاس راځي، چې له خوځېدو او الوتا څخه ډډه وكړو“ په بله وينا، لومړى بايد ووينو او اندازه واخلو، وروسته ټوپ كړو، چې په ژوره كې ونه لوېږو.
2. د غار بوتان:
دا بوتان تر ډېره په فردي نيمگړتياوو پورې اړه لري، نه په عمومي. ”په موږ كې هر يو په خپل دوران كې يو پټ ځاى لري، چې د طبيعت نور منعكس او بېرنگه كوي“. د خپل خوار وجود له پټ ځاى څخه راووځه او د لمر تر تودو وړانگو لاندې گامونه واخله. هره خوا وگوره خو د څټ لوري ته مخ مه وراړوه. يانې په تېر پسې مه گرځه او باور مه پرې كوه او ټول هوښ او فكر راتلونكي ته هم مه ځانگړى كوه. په دې مانا چې له راتلونكي څخه هم ډېره تمه مه لره.
”هڅه وكړه منځگړى حد وساتې او خپله كړنلاره له هغه غوره څيز څخه چې روڼ دي، زده كړې او هغه څه چې سبا يې د زده كړې تمه لرې، سره واوډه او ترتيب يې كړه‘. په دې توگه به نه له ”هغه څه څخه چې پخوا يې په ارزښت پوهېدلې او ژوندى يې ساتلى يې“ مخ واړوې او نه به ”نويو غوښتنو- نويو موندنو“ ته د حقارت په سترگه وگورې.
۳. بازاري بوتان:’دا خطاگانې د خلكو له راكړه وركړې او يا يوځايوالي يا ليرېوالي‘ څخه رامنځته كېږي. هڅه وكړه توري د خپل هدف د څرگندولو لپاره وكاروې. توري سم او پرځاى كاروه، موږ توري په ناسمه توگه د ناپوهۍ يا يې هم پر مفهوم د نه پوهېدو له كبله كاروو، يا هم هڅه كوو نور خلك تېر باسو، خو له ناسمو تورو ډډه وكړه، لكه څنگه چې ناچله سكې ليرې غورځوې، داسې كومه گټه نه درته لري‘.
په دې توگه، د خلكو له شخصي تجربو او ازمېښتونو څخه گټه پورته كړه او داسې شمع روښانه كړه، چې لار درته ښكاره شي. ځكه يوازې دپوهې په لرلو سره توان موندلاى شې، هغه توان چې د هغه په بركت پر ځان واكمن شې، نه دا چې نړۍ استثمار كړې.
فرانسيس بېكن تر خپلې مړينې دوه كاله مخكې د ”نوي اتلانتيس“ په نامه خپل كتاب خپور كړ.
د فرانسيس بېكن په اوتوپيا كې حرص او بخل له منځه وړل شوى او د جنگ جگړې په نوم څه نه شته. هېڅوك د خپل گاونډي پر حق خېټه نه شي اچولاى او د نورو خلكو مال او شتمنۍ ته لاس نه شي غزولاى. په دې توگه شتمني او ثروت په ډېره ښه او منصفانه توگه د خلكو په منځ كې وېشل شوي او ټولو وگړو دا اقتصادي اصل منلى او په كار يې اچولى، چې:
”زموږ سوداگري د جواهراتو، ورېښمو، قيمتي ډبرو او درملو سوداگري نه ده، بلكې زموږ سوداگريز مال د خداى لومړنى مخلوق، يانې رڼا ده. موږ منلې چې په دې رڼا به ټوله نړۍ روښانوو“. په دې توگه وينو چې په اوتوپيا كې يو ځانگړى ټولگى جوړ شوى او د ”رڼا د سوداگرو“ نوم لري او عبارت دى له هغو فيلسوفانو او پوهانو چې په ټوله نړۍ كې گرځي او نوى فكر، عدالت او مهرباني به خپروي.