
څوباکي مزارشینتو (神道) دجاپان یومذهب دی, دبودیسم سره، دا په جاپان کې یو له مشهورو مذهبونو څخه دی. شینتو د طبیعت په عبادت ، د روحانی نیکونو ، د روحانی پاکوالی ، او د " کامی" (神) په نوم د روحونو په درناوی ټینګار کوی.
کامي د خدای لپاره د ياماتو ژبې ويی دی خو په ياماتو پښويه کې ډېرگړی او يوگړی نشته نو کامي تش يو خدای له نه کارول کيږي بلکې د خدای بېل بېل څرگندوي له هم کارول کيږي. له شينتو مخې دا څرگندوي په چاپېريال کې موندل کيږي لکه په ونو، سيندونو، ژوي وغيره وغيره کې کامي مېشت کېدې شي.
د دوی طنيعي غونډال سره دا جاج تړاو لري. تر دې لاندې د شينتو لار تلونکو په ښه او بد باندې توپير کولی شي.
له شينتو مخې امېنوميناکانوشي لومړی کامي و. له شينتو مخې امېنوميناکانوشي د ټول ټوپن او تخليق سرچينه ده.
يزاناگي او يزاناميله شينتو مخې دوه څښتنو ياماتو جوړه کړې وه: يزاناگي [څوک چې بولي] او يزانامي [څوک چې بلل شوې وي]. دوي نه بيا نور کامي را ووتل.