سکیزم د بوداییزم، هندوییزم او جینیزم تر څنګ د یو هندي دین په توګه طبقهبندي کېږي.[۳۸]
د سیک مذهب بنسټ د ګوروناناک او د هغه د ځای ناستي په لارښوونو کې نغښتی. د سیک اخلاق پر معنوي ودې او د ورځني اخلاقي چلند تر منځ په همغږۍ تینګار کوي. د يادې عقیدې بنسټ اېښودونکی ګوروناناک دا لیدلوری داسې خلاصه کوي: " حقیقت تر ټولو لوړ فضیلت دی، خو لا تر دې هم لوړ په صداقت سره ژوند کول دي." د سیک مذهب پر اېک نور تي سب جګ اپجییا (Ėk nūr te sab jag upjiā) ټينګار کوي یعني ټوله هستي له یوې روښنایۍ څخه راپورته شوې.[۳۹]
د خدای مفهوم
د سکیزم مفهوم توحید دی، چې پر یوه خدای له عقیدې لرلو څخه دفاع کوي. او د اېک اونکار له اصطلاح سره مشخصېږي. د سیک په مذهب کې په ټوله کې د خدای مفهوم Waheguru (حیرانوونکی ښوونکی) دی. چې د نېرنکار /nirankar (بې بڼې)، اکل/akal (بې مهاله)، کارت پوراخ/karta purakh (خالق) او اګاماګوچار/agam agochar (له فهم څخه لرې او نه لېدونکی) په توګه په پام کې نیول کېږي.[۴۰][۴۱][۴۲]
په تحت الفظي مفهوم په سیک مذهب کې خدای هېڅ جنډر نه لري. که څه هم په استعاري ډول خدای مذکر او د خدای ځواک مونث ګڼل کېږي. د مثال په ډول لسم ګورو، ګورو ګوبیند سینګ جي خدای په کراتو د اکل پور (د زمان او مکان څخه پورته) او نېرانکار ( له بڼې پرته) له نوم سره یادوي . هغه همدارنګه خدای خپل پلار او د خدای ځواک خپله مور یادوي. په ورته ډول بل مثال دا دی چې سپېڅلی کتاب او ابدي ګورو او ګورو ګراند صاحب وایي ټول انسانان د روح ناوېګانې دي چې له خپل خاوند رب سره یو ځای کېدو ته لېواله دي. سربېره پردې ګروګانو/لارښوونکو په ګورو ګراند صاحب کې هم لیکلي چې ډېر عالمونه شته او خدای په هغو کې ژوند خلق کړی.[۴۳][۴۴]
د سیک مذهب سپېڅلی کتاب د بې بڼې یو خدای یعنې اېک اونکار (ੴ) له نوم سره پیلېږي. چې د سیکانو په دود کې د واحد خدای د وحدانیت په توګه پېژندل کېږي. اېک اونکار (ځینې وختونه په لویو تورو) په لږ خلاص مفهوم د یو لوی واقعیت، یو خالق، په ټوله نړۍ کې خپور شوي روح او له خدای او مخلوق څخه د خواره خو متحد او واحد حس د تشرېح کولو لپاره د نورو لارو په معنا دی.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]
د اېک اونکار دودیز منتر تر هغه مهاله چې نانک هوسي بهي سچ ګرو نانک /Nanak hosee bhee sach ( د سیکانو لومړی ډله) ژوندۍ وي د تل لپاره دوام مومي. د ګورو/لارښود موجودیت ابدي دی. د سچ معنا ریښتیا، حقیقت او واقعیت دی. په دې معنا چې ګورونانک له مودو راهیسې ریښتونی دی او صادق به پاتې شي. د ګوروګرانت صاحب لومړۍ کرښه او هر راتلونکی راګا/raga (موسیقي) اېک اونکار ته اشاره کوي.[۴۹]
دنیاوي خیال/توهم
مایا چې د لنډمهال یا "غیر واقعي" په توګه تعریفېږي، د خدای او ژغورنې د څارنې له اصلي انحرافاتو څخه یو دی: چېرې چې دنیاوي جاذبې یوازې له لنډمهاله خیالي رضایت او درد سره مل دي چې د خدای د عبادت له پروسې څخه منحرفېږي. له دې سره نانک ټينګار کوي چې مایا د نړۍ د غیرواقعي والي لپاره نه بلکې د هغې د ارزښتونو یوه سرچینه ده. په سیک مذهب کې باور دا دی چې د نفس، غوسې، حرص، تړاو او شهوت اغېزې چې د پانچ چور (پنځه غلو) په نوم پېژندل کېږي په ځانګړي ډول د حواسو د ګډوډۍ او ځورونې لامل کېږي. سیکان باور لري چې نړۍ اوس مهال د کالي ګا (د تیارو عصر) په حال کې ده. ځکه نړۍ له مایا سره د مینې او تړاو له امله د بې لارۍ په لور روانه ده. د پنځه غلو پر وړاندې د زیان منونکو افرادو برخه لیک له خدای څخه جلاوالی دی، او دا وضیعت یوازې د خدای د جدي او نه ستړي کېدونکي عبادت له لارې بېرته سمېدی شي.[۵۰][۵۱]
↑Cole, William Owen; Sambhi, Piara Singh (1993).Sikhism and Christianity: A Comparative Study. "Themes in Comparative Religion" series. Wallingford, England: Palgrave Macmillan. p. 117.ISBN978-0-333-54107-4.
↑Kalsi, Sewa Singh (2005).کېSikhism. Religions of the World. Philadelphia: Chelsea House Publishers. pp. 41–50.ISBN0-7910-8098-6.{{cite book}}:Check|url= value (help)
↑Cole, William Owen; Sambhi, Piara Singh (1995).The Sikhs: Their Religious Beliefs and Practices. Sussex Academic Press. p. 200.
↑Teece, Geoff (2004).Sikhism: Religion in focus. Black Rabbit Books. p. 4.ISBN978-1-58340-469-0.
↑Singh, Pritam (2008).Federalism, Nationalism and Development: India and the Punjab Economy. Abingdon-on-Thames, England:Routledge.ISBN978-1-134-04945-5.A large number of Hindu and Muslim peasants converted to Sikhism from conviction, fear, economic motives, or a combination of the three (Khushwant Singh 1999: 106; Ganda Singh 1935: 73).
↑Pashaura Singh (2005), Understanding the Martyrdom of Guru Arjan, Journal of Punjab Studies, 12(1), pp. 29–62
↑Fenech, Louis E. (2001). "Martyrdom and the Execution of Guru Arjan in Early Sikh Sources".Journal of the American Oriental Society.121 (1): 20–31.doi:10.2307/606726.JSTOR606726.
↑Fenech, Louis E. (1997). "Martyrdom and the Sikh Tradition".Journal of the American Oriental Society.117 (4): 623–642.doi:10.2307/606445.JSTOR606445.
↑Guru Nanak Dev Ji.Gurū Granth Sāhib. p. 17. بياځلي په8 June 2021.If you long for your Husband Lord, O soul-bride, you must know that He is not met by falsehood.
↑Guru Nanak Dev Ji.Gurū Granth Sāhib. p. 15. بياځلي په15 June 2006.You are the One True Lord and Master of all the other beings, of so many worlds.