Trachyspermum ammi سپېرکۍ |
|---|
 |
 |
| مملکه | بوټي |
|---|
| څانگه | Tracheobionta |
|---|
| طایفه | د دوو تیفه گانو نباتونه |
|---|
| کورنۍ | Apiales |
|---|
| جېنس | Trachyspermum |
|---|
سپېرکۍ (په لاتين:Trachyspermum ammi) يو ډول سپېره بوټی دی چې د دانو څخه يې د کورني درملو کار اخستل کېږي. سپېرکې زموږ په هېواد کې په تېره بيا پهننگرهار،لوگر او دکابل په شاوخوا سيمو کې په خود رويه ډول شنه کېږي او هم په پټيو کې کرله کېږي. د اوبو څښل يې دگوزڼ او د غړو دلړزېدو لپاره گټه لري او ايشولي شوي اوبه يې د سترگو د پاکولو او د هغو د روښانتيا لپاره کارېږي. همدارنگه دغه دوا د سينې د درد دځيگر او توري دسختېدلو د ارږمۍ د بدبويی او دگېډې د سړېدلو د درملنې لپاره هم کارول کيږي
د سپېركۍ د بوټي پاڼې د گشنيزو هغو ته ډېر ورته دي. دانې يې هگۍ ډوله (بيضوي) او خړ رنگ لري. خپلې دانې ته د ورته والي په لامل، غوزې يې كله نا كله دانې بلل كېږي. غوزې يې زياتره د ”لواج“ په دانو خطا كېږي. آن دا چې ځينې قاموسونه په تېروتنې سره وايي چې دا د ”لواج“ له بوټي څخه ترلاسه كېږي.
سپېركۍ تريخ خوند او تېز بوى لري. كه يو لږ څه زيات وكارول شي نو د ټول كتغ خوند اړولاى شي.
د مسالې په توگه د سپېركۍ گټې
[سمول]- د كتغ خوند او بوى سموي
- لوږه (اشتها) زياتوي
- هضميت رامنځته كوي
- د نس او كولمو باد له منځه وړي
- د نس درد له منځه وړي
د سپېركۍ دوړه (پوډر) پهپاكستان اوهندوستان كې په سخت هاضمه خواړو لكه بايجي، پكوړا او داسې نورو كې كارول كېږي.