متحده ایالات لاهم مخکښ دي، مګر د مشرۍ مشروعیت، موثریت او پایښت یې په ټوله نړۍ کې د داخلي او بهرنیو ننګونو د پېچلتیا له کبله تر پوښتنې لاندې دی. ... اروپایی اتحادیه کولی شي د نړۍ د دویم نمبر ځواک په توګه سیالي وکړي، مګر دا به یو څه زیات پیاوړي سیاسي یووالي او اتحاد ته اړتیا ولري، چې پکې ګډ بهرنی سیاست او ګډه دفاعي وړتیا موجوده وي. ... په بل اړخ کې، د چین پاموړ اقتصادي تحرک، د پرېکنده سیاسي پرېکړو لپاره یې وړتیا چې د روښانه او ځان-محوره ملي ګټو د انګېزې له مخې دي، له بهرنیو کمزوري کوونکو تعهداتو څخه یې نسبي ازادي، او په دوامداره توګه زیاتېدونکي نظامي توان یې د نړۍ له دې تمې سره همغږي لري چې دا هېواد به ډېر ژر د امریکا لومړی نړیوال مقام وننګوي او دا توجیه کوي چې په اوسنۍ نړیواله رتبه بندۍ کې د چین درجه له متحده ایالاتو څخه ټیټه ده. ... له دغو دوو سترو قدرتونو هاخوا د نورو لویو قدرتونو ترتیبي رتبه بندي به په یوه بهترین حالت کې هم دقیقه نه وي. که څه هم، په هر لېست یا لیکلړ کې باید روسیه، جاپان او هند او همدا راز د اروپایي اتحادیې غیر رسمي مشران: بریتانیا، آلمان او فرانسه شامل وي.[۲۳]
د هاګ د ستراتیژیکو څېړنو مرکز د ۲۰۱۴ کال د راپور له مخې:
ستر قدرتونه... په غیر متناسب ډول په اتحادونو او جګړو کې ښکېل دي، او د دوی ډیپلوماتیک وزن اکثرا په نړیوالو بنسټونو او فورمونو کې د دوی د پیاوړي رول له امله ټینګیږي. د واک او وقار یا پرسټېج دا غیرمساوي وېش "د دولتونو ترمنځ د تعاملاتو اداره کولو لپاره د حقونو او مقرراتو یوې ټولګې" ته لاره هواروي چې پکې اوسني قدرتونه د شته حالت ساتلو او خپل نړیوال نفوذ ساتلو لپاره سیالي سره کوي. په ننني نړیوال نظام کې، څلور ستر قدرتونه شته دي چې له دغه تعریف سره سمون لري: متحده ایالات (US)، روسیه، چین او اروپایي اتحادیه (چې اروپايي اتحادیه پکې د هغې د غړو د مجموعې په توګه په پام کې نیول کېږي). که د سترو قدرتونو د ځانګړتیاوو او وړتیاوو له دغه وضاحت څخه د معیارونو لیست وګورو، نو څرګنده ده چې ولې دا څلور قدرتونه د نړیوال امنیت په بحث کې واکمن دي. د غوره پوځي او اقتصادي وړتیاوو لرل د پوځي لګښتونو او کورنیو ناخالصو تولیداتو (GDP) په څېر سنجشونو کې تفسیرېدای شي، او د لویو قدرتونو اصلي امتیاز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا (UNSC) د رایې ورکولو په میکانیزمونو کې خورا روښانه دی، چې پکې پنځه دایمي غړي د ویټو حق لري. د پوځي لګښتونو له مخې درجه بندي شوي لس غوره هېوادونه تقریبا د GDP پر بنسټ درجه بندي شوو لسو غوره هېوادونو سره نږدې مطابقت لري، چې یوازې سعودي عربستان پکې نه راځي او برازیل ترې وړاندې دی. د یادولو وړ ده، چې هر هېواد چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې دایمي څوکۍ لري ځان د لسو سترو نظامي او اقتصادي قدرتونو په سر کې هم ګوري. که د خپلو غړو د مجموعې په توګه په پام کې ونیول شي، نو بیا اروپايي اتحادیه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا (UNSC) کې د اقتصادي شتمنۍ او ډیپلوماتیک وزن له مخې ترټولو ډېرې نومرې او امتیاز اخلي. دا بیا د متحده ایالاتو له لوري له نژدې څارل کېږي، چې د پوځي لګښتونو په درجه بندۍ کې لومړی ځای لري او ورپسې روسیه او چین چې دواړه په نړیوال نظام کې قوي نظامي، اقتصادي او ډیپلوماتیک نفوذ لري.[۲۴]
↑T. V. Paul; James J. Wirtz; Michel Fortmann (2005)."Great+power"Balance of Power. United States: State University of New York Press, 2005. pp. 59, 282.ISBN0791464016.Accordingly, the great powers after the Cold War are Britain, China, France, Germany, Japan, Russia and the United States p. 59