Movatterモバイル変換


[0]ホーム

URL:


منځپانگې ته ورتلل
ويکيپېډيا
پلټنه

د موهاکس جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د موهاکس جګړه
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
پېښې نېټه
۲۹ اگست ۱۵۲۶(Gregorian)[۱](۱۵۲۶(Gregorian))پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ځای
هېواد

{{د هېواد مالومات Kingdom of Hungary(en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg|بيرغ/پوښ|name=Kingdom of Hungary(en) [[File:Noun Project label icon 1116097 cc mirror.svg|variant=10px|size=

}}پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نور اړين مالومات
برخه د
ګډونوال
نور مالومات
کورډي‌نېشن
Map

سمول -سرچینه سمول -توکی سموللاسوند وګورئ

د موهاکس (Mohács) جګړه د مرکزي اروپا په تاریخ کي یو له مهمو جګړو څخه ګڼل کیږي، چي د ۱۵۲۶ کال د اګسټ په ۲۹ نېټه (د ۹۳۲ هجري قمري کال د ذوالقعده په میاشت) کي د هنګري سلطنت ته نژدې د هنګري پاچا دویم لویس (لویس II) اود سلیمان عالي په مشرۍ د عثماني ځواکونو ترمنځ پېښه سول. په یاده جګړه کي د عثمانیانو بریا د دې لامل سوه ترڅو هنګريه د څو پیړیو لپاره د عثمانیانو ، هابسبورګ سلطنت او د ټرانسلوانیا سلطنت تر منځ وویشل سي.

نښته

[سمول]

د موهاکس د جګړې لپاره هنګريي یو ګران، خو زوړ پوځ جوړ کړی وو چي د پاویا په جګړه کي یې د پاچافرانسیس I د لښکر سره ورته بڼه درلوده، او په زړو وسلو او زغره لرونکو آسونو (جنډرمس) باندي یې تکیه کوله. د هنګريې لښکر په یاده جګړه کي دوې کرښي درلودې چي لومړی کرښه یې د پیاده او اجیري توپخانې موقعیت وو، چي د سپرو پوځیان په طرفونو کي یې موقعيت درلود، او دویمه کرښه یې د افسرانو د پیاده او سپرو ځواکونو جوړښت وو.[۲] ددوی په وړاندي بیا د عثماني لښکر جوړښت ډېر پرمختللی او د هغه زمانې له معیارونو سره یې پوره ورته والۍ درلود، چي یوه مهمه برخه یې د یني چري په نوم ځانګړې ډله وه. د دواړو لښکرو تر پوره چمتووالي وروسته د ماسپښین په وخت کيهنګري په عثماني پوځ باندې چي په دریو کرښو کي جوړ وو، برید وکړ. د سلطان سلیمان وزیر ابراهیم پاشا الفرانجي، او خپله سلطان د دوی د ځانګړو یني چري سرتیرو سره په دریمه کرښه کي ولاړ وه. د جګړې د پیل سره سم ابراهیم پاشا د عثماني فوځ لومړیو کرښو ته د شاتګ امر وکړ ترڅو هنګري سرتیري ددوی مینځ ته داخل سي. د امر سره سم چي څنګه عثماني لښکر شاتګ وکړ د هنګري لښکر د عثماني اردو په زړه کي ونښت او د ابراهیم پاشا په امر د توپونو خونړي ډزي ورباندي وسوې چي دې پیښي د ټولو هنګریانو پښې ولړزولې، او په یو نیم ساعت اخ و ډب کي ټوله تیت او پرک او د خپل پاچا په ګډون لسګونه زره نور ووژل سوه. پاته ژوندي کسان چي شمېر یې پنځه ویشت تنه وو ژوندي ونیول سوه. دا ټول په داسي حال کي چي د عثماني لښکر مړي یو زره پنځه سوه او ټپیان یې څو زره تنه ته رسېدل.

پایله

[سمول]

د موهاکس د جګړې په پایله کي د هنګري واکمني په اروپا کي مکمله وپرځېدل او د پلازمینه بوداپسټ یې د عثمانیانو په لاسونو کښېوتی. عثماني سلطان سلیمان د بودا په ښار کي درې ورځي تیري کړې او تر لوی اختر تېرولو وروسته بیرته خپل پلازمیني ته ولاړی.

  1. سرچينې تړی:http://www.rubicon.hu/magyar/oldalak/1526_augusztus_29_a_mohacsi_csata/.
  2. "The Battle of Mohacs: The Fall of the Hungarian Empire", by Richard H.
"https://ps.wikipedia.org/w/index.php?title=د_موهاکس_جګړه&oldid=328181" نه اخيستل شوی
وېشنيزې:

[8]ページ先頭

©2009-2026 Movatter.jp