Movatterモバイル変換


[0]ホーム

URL:


منځپانگې ته ورتلل
ويکيپېډيا
پلټنه

د اروپا ژبي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د اروپا ژبي
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
نور اړين مالومات
برخه د

سمول -سرچینه سمول -توکی سموللاسوند وګورئ

color-coded map of most languages used throughout Europe
په رنګونو ښودل سوې نقشه چي په ټوله اروپا کي ژبي ښیي.

په اروپا کې له 250 څخه زیاتې ژبې شتون لري، چي ډیري یې دهند-اروپایي ژبې کورنۍ اړوند دي. په 2018 کي تر 744 ملیونه کسانو یعني د ټولي اروپا د نفوس څخه څه د پاسه 94٪ د هندو اروپایي ژبي اصلي ویونکي اټکل سوي دي. په اروپا کې د هند-اروپايي ژبي کورنۍ دري لویي هغه فایلارومانس، جرمني او سلاویکي ګڼل سوي دي. دوی هر یو له 200 ملیون څخه ډیر ویونکي لري، او په ګډه د اروپا نږدې 90٪ نفوس په ځان کي رانغاړي.

هندو-آرین که څه هم د هندو-اروپایي ژبو یوه لویه فرعي کورنۍ ده، خو د اروپا په کچه دوی لږ شمیر ژبي لږ شمیر ویونکي لري.

د شاوخوا 45 ملیون اروپایانو څخه چي په غیر هند-اروپایي ژبو خبري کوي، ډیری یې دیورالیک یا ترکي ژبو د کورنیو اړوند خبري کوونکي دي. اروپا ته پرله پسې کډواليو د افریقایي او آسیایي ژبو ویونکو شمېر هم د پام وړ زیات کړی دی چي د نفوسو شاوخوا 4٪ برخه جوړوي، اوعربي ژبه په پراخه کچه پکښي ویل کیږي.

په اروپا کي دا وخت پنځه ژبې له 50 ملیون څخه ډیر اصلي ویونکي لري لکه:روسی ،الماني ،فرانسوي ،ایټالوی ، اوانګلیسي ژبي. روسي په اروپا کي تر ټولو زیاتېمورنۍ ژبه ده،[۲] او انګلیسي بیا په دودیزه توګه د ویونکو لوی شمیر له ځان سره لري، چي شاوخوا 200 میلیونه کسان یې د دویمي ژبي په توګه کاروي.

  1. بياځلي سمون:۸ سېپتمبر ۲۰۲۴.
  2. . 2022-12-15.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)
"https://ps.wikipedia.org/w/index.php?title=د_اروپا_ژبي&oldid=344533" نه اخيستل شوی
وېشنيزې:

[8]ページ先頭

©2009-2026 Movatter.jp