دوحه دقطر مهم ښار او پلازمېنه ده. دا ښارد فارس د خليج ختيځ ته پروت دى. د دوحې درې پر پینځه برخې وگړي په ښار کې ميشت دي. دوحه يو مهم سوداگرېز بندر دى، چې له ١٩٧٠ څخه وروسته يې ډېر ستر نوم وگاټه.
په ١٨٦٧ کې دوحه کوچنۍ قصبه وه. دبحرين اوقطر تر منځ د جگړې پر مهال يې ډېر زيان وليد. له دې يو کال وروستهانگلستان په دې ښار کې خپل والي محمد ابن ثاني وټاکه. په ١٩١٦ کې انگلستان خپل سياسي دفتر په دې ځاى کې جوړ او پرانيست. په ١٩٧١ کې دوحه د قطر پلازمېنه وټاکل شوه. دا يو کوچنى ښار و، چې خلکو د ماهي نيونې لپاره غوره کړى و. وروسته ددې ځاى خلکوبېړۍ جوړونه پېل کړه، چې اوس يې د ښار اقتصاد په همدې کار روان دى.د دوحه د خلکو شمېر يي 796,947 دي. دا د قطر له ټولو لويې ښار دی او د ټول قطر 60% وگړي دوحه کې مېشت دي۔
دوحه (په عربي کې: الدوحه) د قطر پلازمینه ده چې د پاتې قطر په پرتله زیات شمېر خلک په کې ژوند کوي او په ۲۰۱۸ ز کال کې یې د وګړو ټولټال شمېر ۲۳۸۲۰۰۰ ته رسېده. دغه ښار د فارس خلیج په غاړه د دې هېواد په ختیځ کې پروت دی، شمال ته یې الوکره او سویل ته یې الخور پراته دي. دا د قطر هېواد تر ټولو چټک وده کوونکی ښار دی، چې د دې هېواد ۸۰ سلنه وګړي په دوحه او شاوخوا کلیو کې ژوند کوي. دوحه د قطر هېواد سیاسي او اقتصادي مرکز دی.[۶][۷][۸]
دوحه په ۱۸۲۰ ز لسیزه کې د البیدا د یوې څانګې په توګه جوړه شوه. په ۱۹۷۱ ز کال کې، کله چې قطر د بریتانیا له تحت الحمایې څخه خپلواکې تر لاسه کړه، نو په رسمي ډول د قطر د پلازمینې په توګه اعلام شو. دوحه د قطر هېواد د پلازمینې او په منځني ختیځ کې د یوه نوې رادبره کېدونکې مالي مرکز په توګه د نړیوالتوب او د نړۍ د ښارونو د څېړنیزې شبکې له خوا د بیټا په کچه د یوه نړیوال ښار په توګه په پام کې نیول شوې ده. همداشان د زده کړې ښار، څېړنې او زده کړې ته ځانګړې سیمه او د حمد طبي ښار چې طبي خدمات په کې وړاندې کېږي، لري. دې ته ورته د دوحې ورزشي ښار یا د اسپایر سیمه هم لري، چې یو نړیوال ورزشي ځای دی چېرې چې په کې د خلیفه نړیوال سټوډیوم، د ۲۰۲۲ کال د فوټبال نړیوال جام سټوډیوم، د حماد اکواټیک مرکز او اسپایر ډوم پکې دي.
دغه ښار د سوداګرۍ د نړیوال سازمان د خبرواترو لپاره د دوحې د پرمختیايي دور په کنفرانس کې د وزیرانو په کچه کوربه ښار و. همداشان دا ښار د یو شمېر ورزشي پیښو، له هغې ډلې د ۲۰۰۶ کال اسیايي لوبو، په ۲۰۱۱ کال کې د پان عرب لوبو او د AFC د اسیايي کپ د زیاترو لوبو لپاره د کوربه ښار په توګه ټاکل شوی دی. د ۲۰۱۱ کال په ډیسمبر کې، د نړۍ د پترولیم شورا د نړۍ د پترولیم ۲۰م کنفرانس په دوحه کې ونیو. سربېره پر دې، دغه ښار د د ۲۰۱۲ کال د UNFCCC د اقلیمي خبرواترو کوربه و او تمه ده چې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوالو سیالیو کوربه هم واوسي.[۹][۱۰]
همداشان دغه ښار د ۲۰۱۹ ز کال په اپریل کې د بین الپارلماني اتحادیې د ۱۴۰مې اسامبلۍ کوربه هم و.
ایتمولوژي
د ښاروالیو او چاپېریال د وزارت د معلوماتو له مخې، د «دوحې» نوم د عربي له دوحت اصطلاح نه را اخیستل شوی دی، چې معنی یې ده «ګړدی»، کوم چې د ساحلي سیمې شاوخوا پرتو خلیجونو ته اشاره کوي.[۱۱]
تاریخچه
د البیده رامنځته کېدل
د دوحې ښار د البیده په نوم له یوه بل سیمه ییز ښار څخه په بېلیدو سره رامنځته شو. د البیده لومړنی مستند ذکر په ۱۶۸۱ ز کال کې د کارملیټ صومعې له خوا په یوه رپوټ کې ذکر شوی چې په قطر کې څو ځایونه شرحه کوي. په دې رپوټ کې، د البیده شاوخوا یوه حاکم او یوې کلا ته اشاره شوې ده. الماني کاشف، کارسټین نیبهور چا چې له عربې نیمه ټاپوزمې نه لیدنه کړې ده، چې په ۱۷۶۵ ز کال کې یې یوه له لومړنیو نقشو جوړه کړې چې په کې ځینې د اوسېدو کورونه یې انځور کړي و او نوم پرې “Guttur” اېښی و.[۱۲][۱۳][۱۴]
↑"District map". The Centre for Geographic Information Systems of Qatar. بياځلي په29 May 2018.{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
↑Billecocq, Xavier Beguin (2003).Le Qatar et les Français: cinq siècles de récits de voyage et de textes d'érudition. Collection Relations Internationales & Culture.ISBN9782915273007.
↑Rahman, Habibur (2006).The Emergence Of Qatar. Routledge. p. 34.ISBN978-0710312136.
↑Brucks, G. B. (1985).Memoir descriptive of the Navigation of the Gulf of Persia in R. H. Thomas (ed.) Selections from the records of the Bombay Government No XXIV (1829). New York: Oleander press.
↑Zahlan, Rosemarie Said (1979).The creation of Qatar (print ed.). Barnes & Noble Books. p. 33.ISBN978-0064979658.