ختیځه نړۍ چې د ختیځ او لرې ختیځ په نوم هم پېژندل کېږي، هغه ټول شموله (چترۍ ډوله) اصطلاح ده چې بېلابېل کلتورونه یا ټولنیز جوړښتونه او مختلفو زمینو ته اړوند ملتونه او فلسفي سیسټمونه په ځان کې رانغاړي. تر ډېره په کې لږ تر لږه د آسیا یوه برخه او له جغرافیايي پلوه د ختیځې اروپا هېوادونه او کلتورونه، مدیترانې سیمه او عربي نړۍ، په ځانګړې ډول په تاریخي (له معاصر دورې وړاندې) زمینه او معاصر مهال کې ختیځ پېژندنه په کې شاملېږي. تر ډېره د لویدیځې نړۍ د سیالې په توګه بلل کېږي او د شمال او سوېل د وېش له مخې له سوېلي نیمايي سره کلکې اړیکې لري.[۱]
په دغه اصطلاح کې بېلابېلې سیمې شاملې دي چې واحد مشترک میراث نه لري، له همدې امله ستونزمنه ده چې عمومي بڼه ورکړل شي. په داسې حال کې چې د ختیځې نړۍ یو شمېر برخې په ځانګړې توګه په نړیوال سوېل کې ګڼ شمېر ګډ مشترکات لري، خو له تاریخي پلوه یې هېڅکله ځان د یوې ټولګې په توګه نه دی تعریف کړی.[۲]
دغه اصطلاح، په اصل کې تحت الفظي جغرافیايي معنا لري چې د پخوانۍ نړۍ ختیځې برخې ته اشاره کوي او د لویدیځې اروپا (لویدیځې نړۍ) سره یې د آسیايي تمدنونو او کلتورونو د توپیر څرګندويي کوله. په دودیز ډول په ختیځه نړۍ کې ټول ختیځ، د آسیا سویل ختیځ، لوی منځنی ختیځ، مرکزي آسیا او سویلي آسیا شاملېدل.
له مفهومي پلوه د ختیځ او لویدیځ ترمنځ پوله د جغرافیايي پولې پرځای کلتوري ده چې له امله یې اسټرالیا معمولا د لویدیځ په ډله کې شاملېږي، په داسې حال کې چې د شوروي اتحاد د مرکزي آسیا پخواني هېوادونه د پام وړ لویدیځ اغېز لرلو سره په ختیځ کې ډل بندي کېږي. د آسیا او افریقا له ډېرې برخې پرته اروپا په بریالیتوب سره د اقیانوسیې او امریکا نږدې ټولې ټولنې لویدیځې نړۍ ته جذب کړې دي. ترکیه، فلیپین او اسرائیل چې له جغرافیايي پلوه په ختیځه نړۍ کې موقعیت لري، خو د اروپا د کلتوري اغېز له امله، لږ تر لږه په لویدیځ ډله کې په پام کې نیول کېږي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]
په داسې حال کې چې د واحد «آسیايي نژاد» مفهوم شتون لري، خو د هغو مشروعیت تر شک لاندې دی. له تاریخي پلوه، د آسیا ځانګړې سیمې د مختلفو «نژادونو» له مخې ډل بندي شوې دي، د بېلګې په توګه: د ختیځې آسیا وګړي یو مهال د «مغولیانو» په توګه ډل بندي کېدل، په داسې حال کې چې د آسیا نورې سیمې نه کېدلې. آسیا له ګڼ شمېر بېلابېلو هېوادونو، قومي ډلو او کلتورونو نه جوړه ده. دغه مفهوم د دغه واقعیت له امله ډېر د بحث وړ دی چې د «آسیایي هویت» دودیزه اصطلاح د آسیا د سویل او ختیځو وګړو ته اړوندېدله او د لویدیځې آسیا هغه سیمې یې ترې مستثنی ګڼلې، چې ځان یې د ختیځې نړۍ برخه نه بلله. په دغو سیمو کې عربي هېوادونه، اسرائیل، ترکیه او ایران شاملېږي.[۹][۱۰][۱۱]
آسیایي کلتور تر ډېره د ملت پالنې او قومي فرد پالنې پیاوړې ځانګړنې لري، خو د ګڼ شمېر مختلفو کلتورونو، چاپېریالونو، اقتصادونو، تاریخي اړیکو او دولتي سیستمونو شتون د دې پرځای چې ټولې لویې وچې ته یو واحد هویت ورکړي، تر ډېره د ملتونو او قومي ډلو لپاره د ځانګړي کلتوري هویت لامل ګرځېدلي. د آسیا وګړي کېدای شي، غوره نه بولي چې د لویې وچې یا سیمې په نوم وپېژندل شي، خو خوښوي چې د ځانګړي ملت یا کلتوري ډلې په هویت وپېژندل شي.
د ختیځ او لویدیځ ترمنځ وېش چې په رسمي ډول ختیځې نړۍ او لویدیځې نړۍ ته اړوندېږي، د اروپا د کلتوري تاریخ او اروپايي عیسوي نړۍ او ختیځ لوري ته د نورو کلتورونو محصول دی. په امریکا کې د اروپايي استعمار له واکمنېدو وروسته د ختیځ او لویدیځ ترمنځ توپیر نړیواله بڼه ومونده. د ختیځ، «هندي» یا «ختیځې نړۍ» په اصطلاح باندې د نژادي او د دیني او کلتوري توپیرونو د نظریاتو له مخې ټینګار وشو. دغه توپیر د لویدیځوالو له خوا د ختیځ پېژندنې او هندولوژي په موسومو علمي دودونو کې بیان شوی. له همدې امله، د آسیايي هویت مفهوم کولای شو، په لومړۍ درجه کې د یوه اروپايي جوړښت په توګه وګڼو. په زړه پورې دا ده چې ختیځ پېژندنه، له یو موټي ختیځې نړۍ نه یوازنی لویدیځ مفهوم دی چې هېڅ ځانګړې سیمې یا سیمو ته نه اړوندېږي، بلکې ټوله آسیا په کې شاملېږي.[۱۲][۱۳]
د سړې جګړې پر مهال، د «ختیځې نړۍ» اصطلاح ځینې مهال ختیځ بلاک ته کارول کېده چې شوروي اتحاد، د چین د خلکو جمهوریت او د هغو کمونیستو متحدینو ته یې اشاره کوله، په داسې حال کې چې د «لویدیځې نړۍ» اصطلاح، تر ډېره متحده ایالاتو، د هغو ناټو متحدینو، لکه: بریتانیا ته اړونده بلل کېده.
دغه مفهوم ډېری مهال لرې ختیځ ته هم اړوندېږي – هغه سیمه چې د پام وړ کلتوري او دیني مشترکات لري. ختیځه فلسفه، هنر، ادبیات او نور دودونه تر ډېره د دغې سیمې په ټولو لوړ اهمیت لرونکو برخو، لکه عامه کلتور، معماري او دودیزو ادبیاتو کې موندل کېږي. د بودیزم او هندي یوګا پراختیا تر یوه بریده د دغو لامل ګڼل کېږي.
ختیځ کلتور ګڼ شمېر دودونو او موضوعاتو ته وده ورکړې. یو شمېر یې دا دي:
{{cite journal}}
:More than one of|archivedate=
and|archive-date=
specified (help);More than one of|archiveurl=
and|archive-url=
specified (help){{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link){{cite web}}
: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)Worldwide, they number 1 million or so, with about 45 to 50 percent in Syria, 35 to 40 percent in Lebanon, and less than 10 percent in Israel. Recently there has been a growing Druze diaspora.