تاریخ لیکنه د تاریخ پوهانو د میتودونو مطالعه ده چې د تاریخ په پراختیا کې د یوې علمي برخې په توګه راڅرګندېږي، په پراخ ډول د تاریخي اثارو هره ټولګه د یوې ځانګړې موضوع په هکله ده. تاریخ لیکنه یوه ځانګړې موضوع ده، دا چې تارخ پوهان دا موضوع څه ډول مطالعه کوي او له کومو سرچینو، تخنیکونو او نظري لارو نه کار اخلي په برکې نیسي. پوهان تاریخ لیکنه د موضوع پر بنسټ تر بحث لاندې نیسي ــ لکه د بریټانیا تاریخ لیکنه، د دویمې نړیوالې جګړې تاریخ، د بریټانیا سترواکي، لرغونی یا لومړنی اسلام اوچین ــ او بېلابېلې طریقې او ژانرونه لکه سیاسي تاریخ او ټولنیز تاریخ. د نولسمې پیړۍ په پیل کې، د اکاډمیک یا علمي تاریخ له ودې سره د تاریخ لیکنې د ادبیاتو برخې هم وده وکړه. دا چې تاریخ لیکونکي تر کومه حده پورې د خپلو ډلو او هغو ډلو سره چې وفاداره وو ــ لکه ددوی ملي دولت ــ تر اغېز لاندې راغلي تر اوسه د بحث وړ یوه پوښتنه پاتې ده.[۱][۲]
په لرغونې نړۍ کې، د نېټو په ترتیب د تاریخ ثبتونه د لرغوني مصر او بین النهرین په تمدنونو کې رامنځته شوي دي. په هرحال، په ۵ پیړۍ کې د لومړي ځل لپاره د تاریخ لیکنې برخه د هیروډوټس له تاریخونو سره رامنځته شوې چې هیروډوټس د تاریخ لیکنې بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي. په دویمې پیړۍ کې رومي سیاستوال کاټو دی ایلډر په لاتین ژبې لومړی تاریخ د Origines په نوم رامنځته کړ. د چین په هان سترواکۍ کې د هغه نږدې معاصرانو سیما تان او سیما کیان د شیجي (د لوی تاریخ لیکونکي ریکارډونو) په تالیفولو سره د چین تاریخ لیکنې بنسټ کېښود. د منځنیو پیړیو په اوږدو کې د منځنیو پیړیو تاریخي لیکنو کې په اروپا کې د منځنیو پیړیو د تاریخ لیکنې اثار، د مسلمانو تاریخ پوهانو له خوا اسلامي تاریخونه، او د چینایي ماډل پر بنسټ د کوریا او جاپان تاریخي لیکنې شاملې وې. د ۱۸ پیړۍ په بهیر کې د روښانتیا په دورې کې، په لویدیځې نړۍ کې تاریخ لیکنه د والټیر، ډیویډ هیوم او اډوارډ ګیبون په څیر شخصیتونو له خوا بڼه او وده موندلې ده، چې د نورو په منځ کې یې د عصري برخې بنسټ ایښی دی.
د وخت په تیریدو سره د تاریخ پوهانو د څیړنې علایق بدلون مومي، او له دودیز ډیپلوماتیک، اقتصادي او سیاسي تاریخ نه د نویو لارو چارو، په ځانګړې توګه ټولنیزو او کلتوري مطالعاتو خوا ته یې بدلون موندلی دی. له ۱۹۷۵ نه تر ۱۹۹۵ پورې په امریکایی پوهنتونونو کې د تاریخ د پروفیسورانو نسبت چې د ټولنیز تاریخ پوهان دي له ۳۱ نه یې ۴۱ سلنې ته لوړ شوي دي، په داسې حال کې چې د سیاسي تاریخ پوهانو نسبت له ۴۰ نه ۳۰ سلنې ته راټیټ شوی دی. په ۲۰۰۷ کې، د بریټانیا د پوهنتونونو د تاریخ په څانګو کې له ۵۷۲۳ پوهنځیو نه، ۱۶۴۴ تنو (۲۹ سلنه) ځانونه له ټولنیز تاریخ او ۱۴۲۵ تنو (۲۵سلنه) ځانونه د سیاسي تاریخ له برخو سره یوځای کړي دي. له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې د تیرو پیښو د یادونو ته ځانګړې علاقې موجودې وې.[۳][۴][۵]
↑Ferro, Marc (2003).The Use and Abuse of History: Or How the Past Is Taught to Children.
↑Candelaria, John Lee; Alporha, Veronica (2018).Readings in Philippine History.
↑Diplomatic dropped from 5 to 3 percent, economic history dropped from 7 to 5 percent, and cultural history grew from 14 to 16 percent. Based on the number of full-time professors in U.S. history departments.Stephen H. Haber, David M. Kennedy, and Stephen D. Krasner, "Brothers under the Skin: Diplomatic History and International Relations",International Security, Vol. 22, No. 1 (Summer, 1997), pp. 34–43 at p. 42online at JSTOR
↑Charles Issawi,An Arab Philosophy of History: Selections from the Prolegomena of Ibn Khaldun of Tunis (1987).
↑Riall, Lucy (2010). "The Shallow End of History? The Substance and Future of Political Biography".Journal of Interdisciplinary History.40 (3): 375–397.doi:10.1162/jinh.2010.40.3.375.S2CID144340286.
↑William H. McNeill,Arnold J. Toynbee a Life (1989)
↑McNeill, William H. (1995). "The Changing Shape of World History".History and Theory.34 (2): 8–26.doi:10.2307/2505432.JSTOR2505432.