د اوبو د جوش نقطه د بارومتر په فشار پوری اړوند ده. مگر د بحر په سطح اوبه په ۱۰۰ سانتی گرادو کی ایشی.
خوند او بوی
اوبه ددی له کبله چی ډیر مختلف شیان په ځان کی حلولی شی نو کیدای شی مختلف خوندوه او بویونه د همغه حل شوی مادی په اساس سره ولری. انسانانو او حیواناتو کی د بوی حس په کافی اندازی سره انکشاف موندلی او د هغه لاری دوی کولی شی چی د اوبو ډیر ترش والی او یا بوی تشخیص کړی او د هغه د استعمال څخه مخنیوی وکړی.
د چینی اوبه یا هغه اوبه چی معمولا په بازار کی پیدا کیږی د منرالونه مزه لری. مگر خالصی اوبه چی مالیکولی حالت یی H2O دی مزه نلری او بوی نلری. په بازارونو د اوبو د خالص اعلان پدی معنی وی چی هغه اوبه کوم زهری ماده نلری او د دی ترځنگ د میکروبونو څخه هم پاکی دی.
په طبعیت کی شتون
اوبه په اکثره ځایونو کی پیدا کیږی چی مقدار یی توپیر کوی. داسی ویلی کیږی چی اکثره ستوری اوبه لری.
دی ورته اوبه د وریځو کی هم پیدا کیږی. د ۲۰۱۱ د جولای په ۲۲ په یو راپور کی راغلی وو چی یوه لویه وریځ لیدل شوی چی د اوبو د غازاتو څخه تشکیل شوی وه او ۱۴۰ تریلیونه ډیری اوبه د څمکی دسطحی د اوبو څخه لری. دا وریځه د څمکی څخه ۱۲ بیلیونه لمریز کاله لیری واقع ده.
د اوبو بخارونه په لاندی ځایونو کی هم لیدل شوی دی.
په زحل ستوری کی
د څمکی په اتموسفیر کی
په مریخ ستوری کی
په اورانوس ستوری کی
په مایع شکل سره اوبه د څکی په سطح سره ۷۱ سلنه برخه جوړوی.
په خاوره کی اوبه
هایډرولوژی هغه علم دی چی د اوبو حرکت ، توزیع ، او کیفیت مطالعه کوی. د اوبو توزیع د ځمکی پر سطح د هایډروگرافۍ په نامه سره یادیږی. د ځمکی لاندی اوبو د حرکت او توزیع علم د هایډرو جیولوژۍ په نامه سره یادیږی. هغه علم چی یخک تر مطالعی لاندی نیسی د گلاسیولوژۍ په نامه سره یادیږی. او د هغه علم چی د بحر اوبه تر ځیړنی لاندی نیسی د اوسینو گرافۍ په نامه سره یادیږی. د ایکولوژۍ او هایډورلوژی گډه مطالعه د ایکوهایډرولوژۍ مبحث دی.
ټولی هغه اوبه چی د ځمکی لاندی،د ځمکی په سر او یا سطح پیدا کیږی د د هایدرو سفیر په نامه سره یادیږی. د خاوری په سر د اوبو تمویل په حجمی ډول سره 1,338,000,000 km3 دی.
د اوبو دوران
د اوبو دوران په علمی ډول سره د هايډرولوژیک دروان په نامه سره یادیږی. عبارت د یو دوامداره تبادل اوبو دی چی د هايډروسفیر ، اتموسفیر ، دخاوری د اوبو ، د څمکی د سری اوبه ، دځمکی لاندی اوبو او نباتاتو تر منځ صورت نیسی.
↑Gerald Pollack."Water Science".University of Washington, Pollack Laboratory. بياځلي په2011-02-05.Water has three phases – gas, liquid, and solid; but recent findings from our laboratory imply the presence of a surprisingly extensive fourth phase that occurs at interfaces.{{cite web}}: د سياس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سياس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)