Movatterモバイル変換


[0]ホーム

URL:


منځپانگې ته ورتلل
ويکيپېډيا
پلټنه

امام ابو یوسف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

يعقوب بن ابراهيم الانصاري چيد ابو یوسف په نوم هم پېژندل کيږي،(۷۲۹-۷۹۸) په اسلامي فقهه کي د امامابو حنیفه شاګرد وو.[۱] نوموړی د خپلو لیکنو او په حکومتي دندو کي داسلامي شریعت اړوند دحنفي مذهب په خپرولو کي زیاته ونډه درلوده.

امام ابو یوسف
أبو يوسف(عربي)پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
Kufa(en)ژباړلپر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۷۳۱[۲]پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۰۷۹۸(Gregorian)[۳]پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې ځای
ژبې
دنده
qadi(en)ژباړلmujtahid(en)ژباړلفیلسوفپر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
نامتو زده‌کوونکی
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

سمول -سرچینه سمول -توکی سموللاسوند وګورئ

ابو یوسف دهارون الرشید د واکمنۍ پر مهال د قاضيالقضات په توګه دنده ترسره کوله. دده نامتو اثر (کتاب الخراج) د مالیاتو او مالي مسئلو په اړه په اسلامي نړۍ کي زیات مشهوره دی.

ژوندلیک

[سمول]

ابو یوسف په اتمه پیړۍ کي دعراق هیواد په کوفه اوبغداد ښارونو کي اوسېدی. د نوموړي نسب د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په زمانه کي پهمدینه کي د ځوانسعد بن حبطه پوري رسیږي.

د روایاتو پر بنسټ ابو یوسف په یوه غریبه کورنۍ کي لوی سوی وو، خو د پوهي ترلاسه کولو سره یې زیاته مینه درلوده. دده مور د خپل زوی علمي تنده نه خوښول، او هیله یې درلوده چي ابو یوسف په یوه سوداګرۍ کي مهارت ترلاسه کړي. دا چي ابو یوسف د خپلي مور یاده هیله پر ځمکه نسوای غورځولای، نو ځکه یې د سوداګرۍ کولو ترڅنګ زده کړي هم ترسره کولې. په زدکړو کي دده ځانګړی مهارت ډېر ژر دابو حنیفه تر غوږو ورسېدی، چي په دې توګه هغه هم دده راتلونکي لارښود جوړ سو. په داسي حال کي چي د ابو یوسف د ماشومتوب په اړه روایات ډول ډول خبري کوي، خو دا خبره په ثبوت رسېدلې ده چي نوموړي په کوفه او مدینه کي د یو شمیر عالمانو لکه ابو حنیفه، مالک بن انس، سعد او نورو څخه دیني پوهه ترلاسه کړې ده. د ابو حنیفه تر پوهنیزي سرپرستۍ لاندي ابو یوسف د پام وړ بریالیتوبونه ترلاسه کړل او داسلامي شریعت اړوندحنفي مذهب د نفوذ په پراختیا او خپریدو کي یې زیاته مرسته وکړه.

ابو یوسف تر هغه وخته په کوفه کي اوسېده ترڅو چي په بغداد کي دقاضي په وټاکل سو، خو دا څرګنده نه ده چي ایا هغه د خلیفهمهدي، خلیفههادي او کههارون الرشید لخوا دغه څوکۍ ته ورسېدی. د یوې کیسې پر بنسټ ابو یوسف وتوانید ترڅو یو حکومتي چارواکي ته د دیني قانون په اړه ښه مشوره ورکړي چي له همدې امله یې د خلیفه هارون الرشید دربار ته لاره پیدا کړه.[۸] ابو یوسف خلیفه ته د قناعت وړ حقوقي نظریاتو په ورکولو سره ډېر ژر د بغداد د قضاوت چوکۍ په لاس راوړه. د یادوني وړ ده چي ابو یوسف لمړی شخص وو چي په اسلامي تاریخ کي یې د قاضي القضات لقب ترلاسه کړ.[۸] په داسې حال کي چي په هغه وخت کي دا د اعزاز یو ستر لقب وو، خلیفه ددې ترڅنګ زیات وخت له ابو یوسف سره د حقوقي او مالي پالیسي په اړه سلا مشوره کوله، تر داسي تندازي چي ده ته یې په سلطنت کي د نورو قاضیانو د ټاکلو صلاحیت هم ورکړ. ابو یوسف په ۱۸۲/۷۹۸ زیږدیز کال کي تر مرګه پوري د قاضي ستره دنده په غاړه درلوده.[۸]

  1. . 2014.{{cite book}}:Missing or empty|title= (help)
  2. Islamskiy entsiklopedicheskiy slovar' (in روسي ژبه).{{cite journal}}:Missing or empty|title= (help)CS1 maint: unrecognized language (link)
  3. ويل شوي په:OpenITI corpus. خپروونکی: OpenITI.
  4. ويل شوي په:IdRef. IdRef پېژند:076617440. بياځلي سمون: ۲۲ می ۲۰۲۰. خپروونکی: Agence bibliographique de l'enseignement supérieur. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  5. Islamskiy entsiklopedicheskiy slovar' (in روسي ژبه).{{cite journal}}:Missing or empty|title= (help)CS1 maint: unrecognized language (link)
  6. Islamskiy entsiklopedicheskiy slovar' (in روسي ژبه).{{cite journal}}:Missing or empty|title= (help)CS1 maint: unrecognized language (link)
  7. ويل شوي په:LIBRIS. Libris-URI:qn24zf8859zmtjb. خپرېدو نېټه: ۱۰ سېپتمبر ۲۰۱۲. بياځلي سمون: ۲۴ اگست ۲۰۱۸. خپروونکی: National Library of Sweden.
  8. ۸٫۰۸٫۱۸٫۲Invalid<ref> tag; no text was provided for refs namedSchacht
"https://ps.wikipedia.org/w/index.php?title=امام_ابو_یوسف&oldid=344915" نه اخيستل شوی
وېشنيزې:

[8]ページ先頭

©2009-2025 Movatter.jp