استانبول چې پخوانی نوم يې قسطنطنیه یا Constantinople و، د ترکیې تر ټولو ستر ښار او اقتصادي، کلتوري او تاریخي مرکز دی. دا ښار د بسفر تنګي پر دواړو غاړو هم په آسیا او هم په اروپا کې پروت دی؛ له ۱۵ میلیونو ډېر اوسېدونکي لري، او د ترکيې د ټول نفوس ٪۱۹ جوړوي. استانبول د اروپا تر ټولو ګڼمېشتی او د نړۍ تر ټولو ستر پنځلسم ښار دی.[ ۱۰] [ ۱۱]
د دې ښار بنسټ په اوومه قبل المیلاد پېړۍ کې د مګاري ښکېلاګرو لخوا د بیزانتیون په توګه کېښودل شو خو وروسته ستر قنسطنطین په ۳۳۰م کال کې د نوي رومي پایتخت په ډول لومړی "نوی روم" ونوماوه او بیا يې وروسته ډېر ژر نوم کونستانتینوپول پرې کېښود. د دې ښار اغېز او اندازه ډېرېده او په تاریخ کې د ورېښمو لارې د لارښود او یو له مهمو ښارونو بدل شو. دا ښار نږدې د شپاړلسو پېړیو لپاره د امپراطوریو پلازمېنه وه؛ د روم/بیزانتین پر مهال (۳۳۰-۱۲۰۴)، لاتین (۱۲۰۴-۱۲۶۱)، بیزانتین (۱۲۶۱-۱۴۵۳) او عثماني (۱۴۵۳-۱۹۲۲) امپراطوري ګانې. دې ښار د رومي او بیزانتیني امپراطوریو پر مهال د مسیحیت په لوړاوي کې ستر نقش درلود او د کلیساګانو د اوو جهاني شوراګانو څخه (چې ټولې په ننۍ ترکیه کې وې) د څلورو مرکزونه يې په همدې ښار کې وو (لکه په اسیايي برخه چالسېدون (Kadıköy)، خو وروسته په کال ۱۴۵۳م کې د کونستانتینوپول په سقوط سره دا ښار په اسلامي پایګاه واړول شو، په ځانګړې توګه چې کله په ۱۵۱۷م کال کې د عثماني خلافت پلازمېنه شوه. په ۱۹۲۳م کال کې، د ترکیې د خپلواکۍ له جګړې څخه وروسته، انقره د ترکيې د نوي جوړ شوي جمهوریت پلازمېنه شوه. به ۱۹۳۰م کال کې، د دې ښار نوم په رسمي توګه استانبول ته واړول شو، ځکه آن د یوولسمې پېړۍ څخه راپدېخوا د یونانیانو لخوا یاد ښار ته همدا نوم کارول کېده.[ ۱۲] [ ۱۳] [ ۱۴] [ ۱۵] [ ۱۶]
په ۲۰۱۸م کال کې، له ۱۳,۴ میلونو څخه ډېرو بهرنیو وګړو له استانبول څخه لیدنه وکړه. اته کاله وروسته له هغه چې استانبول د اروپا کلتوري پلازمېنه ونومول شوه، دا ښار د نړي تر ټولو ډېر لیدل شوی اتم ښار شو. په استانبول کې د یونیسکو د نړیوال میراث ګڼ ځایونه شتون لري او پدې ښار کې زیاد شمېر ترکي شرکتونه مرکزونه لري چې د هېواد د اقتصاد له ٪۳۰ څخه ډېره فیصدي یواځې همدا ښار جوړوي.[ ۱۷] [ ۱۸] [ ۱۹]
د قنسطنطین کالم[ ۲۰]
د ځای د نوم پېژندنهد دې ښار لومړی معروف نوم بیزانتین (یوناني: Βυζάντιον، Byzántion) و چې په ۶۵۷ قبل المیلاد کې د جوړولو پر مهال میګاري ښکېلاګرو همدا نوم پرې اېښی و. مېګاري ښکېلاګرو د ښار د بنسټګرانو سره د مستقیم ارتباط خبره وکړه؛ بیزاس، چې د خدای پوسېدون او ښاپېرۍ سېروئېسا زوی و. معاصرو کیندنو د دې شونتیا ډېره کړې چې د بیزانتین نوم د هغو ځایونو منعکس کوونکی دی چې تراکي ځايي خلک پکې وړاندې د دې ښار له بشپړو جوړېدلو اوسېدل. کونستانتینوپول د یوناني ژبې له کونستانتینوس څخه اخیستل شوی او په رومي امپراطور ستر کونستانتین پورې تړاو لري چې دا ښار يې په ۳۲۴ کې بېرته جوړ کړ. تر ۱۸۳۰مو کلونو پورې په لویدیځ کې د کونستانتینوپول نوم ډېر عام و، خو بیا وروسته ترکي چارواکو په بهرنیو ژبو کې د "استانبول" په کارولو ټینګار وکړ. قسطنطنیه، یا مقام قسطنطینیه محمیمه (د کونستانتینوپول خوندي ساتل موقعیت) او استانبول هغه نومونه دي چې عثمانیانو د خپل حاکمیت په زمانه کې کارول.[ ۲۱] [ ۲۲] [ ۲۳] [ ۲۴]
استانبول تر ډېره د منځنیو پېړیو د یوناني تلفظ εἰς τὴν Πόλιν (استېمبولین) څخه اخیستل شوی دی چې مانا "ښار لوري ته" ده او ځايي یونانیانو به کونستانتینوپول په همدې نامه یاداوه. دې دا خبره هم روښانه کوله چې په ټوله شاوخوا سیمه کې یواځې همدغه ستر ښار و. په عثماني نړۍ کې د کونستانتینوپول ارزښت له دې معلومېږي چې په عثماني ترکي ژبه کې به یې دیرِ سعادت (د هوساینې دروازه) باله. یوه بل لیدلوری دا هم وايي چې د یاد ښار نوم مستقیماً د کونستانتینوپول له نامه څخه راغلی دی، یواځې لومړۍ او درېیمه هجاء يې لرې کړل شوې. د ۱۷مې پېړۍ ځینې عثماني سرچینې، لکه اولیاء چلبي، دا د هغه مهال عادي ترکي نوم بولي؛ د ۱۷مې پېړۍ په وروستیو او د ۱۸پېړۍ د وروستیو تر منځ دا نوم هم په رسمي توګه کارول کېده. په سکو په لومړي ځل د اسلامبول نوم په ۱۷۳۰م کال د سلطان محمود لخوا ضرب شو. په عصري ترکي کې يې نوم استانبول لیکل کېږي او هغه کسان چې په استانبول کې اوسېږي ترکان یې استانبول لي İstanbullu (جمع استانبول ليلر İstanbullular) بولي او په انګلیسي کې Istanbulite لیکل کارول کېږي.[ ۲۵] [ ۲۶] [ ۲۷] [ ۲۸] [ ۲۹]
تاریخدا ستره ډبره ښايي په کونستنتین ټولنه کې په طاقِ ظفر پورې تړاو ولري (نن ورځ يې چمبرلي تاش (Çemberlitaş) بولي).
د نوسنګي عصر آثار د ۲۱مې پېړۍ په لومړیو کې د لرغون پوهانو لخوا کشف شوي دي ښيي چې د استانبول تاریخي تاپووزمه کې ان له شپږ زره کاله قبل المیلاد وړاندې خلک اوسېدل. په لومړي ځل چې هلته کوم خلک مېشت شول، دوی له نږدې ختیځ څخه اروپا ته د نوسنګي عصر انقلاب په وروړلو کې مهم رول درلود، خو دوی زر کاله پاتې شول او بیا دا سیمه اوبو لاندې کړه. په آسیايي برخه کې، په لومړي ځل انسانان د مسو په عصر کې په اوسنۍ فکرتپه (Fikirtepe) کې مېشت شول چې د دوی آثار ۵۵۰۰ څخه ۳۵۰۰ قبل المیلاد ته رسېږي. په اروپايي برخه کې، د ټاپووزمې څوکې ته نږدې (سرای بورنو (Sarayburnu)) له میلاد څخه زر کاله مخکې تراکي وګړي مېشت شول. اوسني لیکوالان دا مسله د تراکي ځای نومونې لایګاس سره تړي چې د رومي لیکوال پلایني په اثارو کې د دې ځای پخوانی نوم بیزانتیوم ښودل شوی دی.[ ۳۰] [ ۳۱] [ ۳۲] [ ۳۳] [ ۳۴] [ ۳۵] [ ۳۶]
د دې ښار تاریخ په شاوخوا ۶۶۰ قبل المیلاد کې هغه مهال پیلېږي چې د مېګارا یوناني اوسېدونکو د بسفر په اروپايي برخه کې بیزانتیوم جوړ کړ. اوسېدونکو د پخوانیو تراکي وګړو پر سیمه د طلايي ښکر (Golden Horn) سره جوخت اکروپولیس (د یونان د زمانې کلا) جوړه کړه او د دې نوي راجوړېدونکي ښار اقتصاد يې په خوځښت راووست. د پنځمې قبل المیلاد پېړۍ په وروستیو کې پدې ښار د لنډ مهال لپاره فارسي واکمنانو حاکمیت درلود خو یونانیانو د یونان-فارس جګړو پر مهال دا ښار بېرته ونیو. بیزانتیوم د آتن د اتحاد (Athenian League) او د هغه د ځایناستي، د آتن دویم اتحاد (Second Athenian League) یوه برخه وه خو په ۳۵۵ قبل المیلاد کې یې خپله خپلواکي ترلاسه کړه. له رومیانو سره د اوږدمهال لپاره له متحد پاتې کېدو وروسته، بېزانتیوم په ۷۳م کال کې په رسمي توګه د رومي امپراطورۍ برخه شوه. د بیزانتیوم دا پرېکړه چې د امپراطور سېمپتیمیوس سېوېروس پر وړاندې له رومي غاصب پېسکېنیوس نیګېر څخه ملاتړ وکړي، ډېره درنه تمامه شوه، کله چې په ۱۹۵م کال کې بیزانتیوم تسلیمي ومنله، نو دوې کلنې محاصرې یاد ښار سخت ځپلی و.[ ۳۷] [ ۳۸] [ ۳۹] [ ۴۰] [ ۴۱] [ ۴۲] [ ۴۳] [ ۴۴]
آبادياسنبول کې آبادي (د خلکو شمېر) ډير په تيزۍ سره دي۔د دې اندازه تاسې د دې لښتيال څخه لگولي شئ:
کال آبادی (خلکو شمېر) 330ء 40،000 440ء 400،000 530ء 550,000 545ء 350,000 715ء 300,000 950ء 400,000 1200ء 150,000 1453ء 36,000 1477ء 75,000 1566ء 600,000 1817ء 500,000 1860ء 715,000 1885ء 873,570 1890ء 874,000 1897ء 1,059,000 1901ء 942,900 1914ء 909,978 اکتوبر 1927ء 680,857 اکتوبر 1935ء 741,148 اکتوبر 1940ء 793,949 اکتوبر 1945ء 860,558 اکتوبر 1950ء 983,041 اکتوبر 1955ء 1,268,771 اکتوبر 1960ء 1,466,535 اکتوبر 1965ء 1,742,978 اکتوبر 1970ء 2,132,407 اکتوبر 1975ء 2,547,364 اکتوبر 1980ء 2,772,708 اکتوبر 1985ء 5,475,982 اکتوبر 1990ء 6,620,241 نومبر 1997ء 8,260,438 اکتوبر 2000ء 8,803,468 جنوری 2005ء 9,797,536 جنوری 2006ء 10,034,830
سرچينې↑ "Turkey: Provinces and Major Cities" .www.citytpopulation.de . Citypopulation. 31 December 2014. بياځلي په26 June 2015 .The population of the Turkish cities and provinces according to census results and latest register-based tabulations ↑ "All urban agglomerations of the world with a population of 1 million inhabitants or more" .www.citypopulation.de . Citypopulation. 1 April 2015. بياځلي په26 June 2015 .↑ "The Results of Address Based Population Registration System, 2015" .Turkish Statistical Institute . 31 December 2015. بياځلي په28 January 2016 .[مړه لينکونه ] ↑ Lua error د چلنوال:Unicode_data په 310 کرښه کې: attempt to index local 'data_module' (a boolean value). — خپرېدونېټه: ۲۵ فېبروري ۲۰۲۲↑ https://kvs.gov.spb.ru/en/agreements/ ↑ https://starportal.skopje.gov.mk/DesktopDefault.aspx?tabindex=0&tabid=172 ↑ https://tbilisi.gov.ge/img/original/2018/6/12/tbilisiinfigures.pdf ↑ http://economicforum.ge/img/original/2024/5/29/%E1%83%97%E1%83%91%E1%83%98%E1%83%9A%E1%83%98%E1%83%A1%E1%83%98_%E1%83%AA%E1%83%98%E1%83%A4%E1%83%A0%E1%83%94%E1%83%91%E1%83%A8%E1%83%98-Print-21.09.23.pdf ↑۹٫۰ ۹٫۱ https://www.brookings.edu/wp-content/uploads/2016/07/Istanbul-1.pdf ↑ Wells, John C. (2008).Longman Pronunciation Dictionary (3rd ed.). Longman.ISBN 978-1-4058-8118-0 . ↑ Upton, Clive; Kretzschmar, Jr., William A. (2017).The Routledge Dictionary of Pronunciation for Current English (2nd ed.). Routledge. p. 704.ISBN 978-1-138-12566-7 . ↑ "Istanbul" .britannica.com .Encyclopædia Britannica .↑ کينډۍ:ODB ↑ Çelik 1993 , p. xv↑ "Istanbul" .Encyclopedia Britannica (in انګليسي). بياځلي په4 December 2020 .↑ Masters & Ágoston 2009 , pp. 114–15↑ "Top city destinations by overnight visitors" .Statista (in انګليسي). بياځلي په1 December 2020 .↑ Heper, Metin (2018). "Istanbul".Historical dictionary of Turkey (Fourth ed.). Lanham, Maryland: Rowman & Littlefield.ISBN 978-1-5381-0224-4 . ↑ OECD Territorial Reviews: Istanbul, Turkey . The Organisation for Economic Co-operation and Development. March 2008.ISBN 978-92-64-04383-1 .{{cite book }}:|work= ignored (help )↑ "Forum of Constantine" .www.byzantium1200.com . بياځلي په31 January 2021 .↑ "Istanbul" .britannica.com .Encyclopædia Britannica .↑ Room 2006 , p. 177↑ Georgacas 1947 , p. 352ff.↑ Necipoğlu 2010 , p. 262↑ Necdet Sakaoğlu (1993/94a): "İstanbul'un adları" ["The names of Istanbul"]. In:Dünden bugüne İstanbul ansiklopedisi , ed. Türkiye Kültür Bakanlığı, Istanbul. ↑ Grosvenor, Edwin Augustus (1895).Constantinople . Vol. 1: Roberts Brothers. p. 69. بياځلي په15 March 2021 . {{cite book }}: CS1 maint: location (link )↑ Finkel 2005 , pp. 57, 383↑ Göksel & Kerslake 2005 , p. 27↑ Keyder 1999 , p. 95↑ Rainsford, Sarah (2009-01-10)."Istanbul's ancient past unearthed" .www.bbc.com .BBC . بياځلي په2021-05-29 . ↑ Algan, O.; Yalçın, M.N.K.; Özdoğan, M.; Yılmaz, Y.C.; Sarı, E.; Kırcı-Elmas, E.; Yılmaz, İ.; Bulkan, Ö.; Ongan, D.; Gazioğlu, C.; Nazik, A.; Polat, M.A.; Meriç, E. (2011). "Holocene coastal change in the ancient harbor of Yenikapı–İstanbul and its impact on cultural history".Quaternary Research .76 (1): 30.Bibcode :2011QuRes..76...30A .doi :10.1016/j.yqres.2011.04.002 .S2CID 129280217 . ↑ "Bu keşif tarihi değiştirir" .hurriyet.com.tr .↑ "Marmaray kazılarında tarih gün ışığına çıktı" .fotogaleri.hurriyet.com.tr . خوندي شوی لهthe original on 2015-11-18. بياځلي په2021-12-17 .↑ "Cultural Details of Istanbul" . Republic of Turkey, Minister of Culture and Tourism. خوندي شوی لهthe original on 12 September 2007. بياځلي په2 October 2007 .↑ Janin, Raymond (1964).Constantinople byzantine . Paris: Institut Français d'Études Byzantines. pp. 10ff.↑ "Pliny the Elder, book IV, chapter XI: "On leaving the Dardanelles we come to the Bay of Casthenes, ... and the promontory of the Golden Horn, on which is the town of Byzantium, a free state, formerly called Lygos; it is 711 miles from Durazzo, ..." " . خوندي شوی لهthe original on 1 January 2017. بياځلي په21 June 2015 .↑ "Istanbul" .britannica.com .Encyclopædia Britannica .↑ Bloom & Blair 2009 , p. 1↑ Çelik 1993 , p. 11↑ De Souza 2003 , p. 88↑ Freely 1996 , p. 20↑ Freely 1996 , p. 22↑ Grant 1996 , pp. 8–10↑ Limberis 1994 , pp. 11–12