اردن (الأردن)، رسمي نوم يې د اردن هاشمي سلطنت دی، په لويديځه اسيا کې پروت هېواد دی. د شام په سيمه د اردن د سمندر په ختيځه څنډه کې د اسيا، افريقا او اروپا په درې لارې کې پروت دی. اردن له سعودي عربستان، عراق، سوريې، اسرائيلو او فلسطين له لويديځې تړانګې سره پوله لري. مړ سيند يې په لويديځو پولو پروت دی، داهېواد په خپل لرې سويل لويديځ کې د سور سمندر سره شپږ ويشت کيلو متره (۱۶ ميله) ساحل لري. عمان يې پلازمېنه، ستر ښار او اقصادي، سياسي او کلتوري مرکز دی.[۵][۶][۷]
په اوسني اردن کې د لرغوني ډبرين پير انسانانو ژوند کړی. د ژېړو (برونزو) پړاو په پای کې په دې سيمه کې درې د اوږدې مودې پاچهۍ څرګندې شوې دي چې هغه دا دي: عمون، مواب او ادوم. په وروستيو واکمنيو کې يې د النبطية پاچهي، پارسي سترواکي، رومي سترواکي، راشده واکمني، امويان، عباسي خلافت او عثماني سترواکۍ شاملې دي. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال په ۱۹۱۶ز کال کې د عثمانيانو پر ضد له ستر عربي پاڅون نه وروسته، بریتانيې او فرانسې عثماني سترواکي سره ووېشله. د الهاشمي له خوا په ۱۹۲۱ز کال کې او بيا د امير لومړي عبدالله له خوا د ختيځ اردن امارت تاسيس شو او دا امارت د بریتانيې تر تحت الحمايت لاندې راغی. په ۱۹۴۶ز کال کې، اردن په يوه خپلواک هېواد واوښت چې په رسمي ډول د ختيځ اردن د هاشمي پاچهۍ په توګه وپېژندل شو، خو کله چې په ۱۹۴۸ز کال کې اردن په اسرائيلي جګړه کې لويديځه تړانګه ونيوله، په ۱۹۴۹ز کال کې د دې هېواد نوم د اردن هاشمي پاچهۍ ته واوښت، دا سيمه له اردن سره نښتې پاتې شوه، تر څو په ۱۹۶۷ز کال کې يې اسرائيلو ته وبايلله. اردن په ۱۹۸۸ز کال کې د دې سيمې د ملکيت له خپلې ادعا نه تېر شو او دويم عربي هېواد وګرځېد چې له اسرائيلو سره يې په ۱۹۹۴ز کال کې د سولې تړون لاسليک کړ. اردن د عرب اتحاديې او اسلامي همکاريو سازمان بنسټ اېښودونکی غړی دی. د دې خپلواک هېواد نظام مشروطه پاچهي ده، خو پاچا پراخه اجرائيوي او قانون جوړوونکي واکونه له ځانه سره لري.[۸]
اردن نيمه وچ او شاړ هېواد دی، ټوله سيمه يې ۸۹۳۴۲ کيلو متر مربع (۳۴،۴۹۵ ميل مربع) ده، د وګړو شمېر يې نهه ميلیونه دی، په عربي هېوادونو په يوولسم شمېره زيات نفوس لري. غوڅ اکثريت يا پنځه نوي سلنه وګړي يې سني مسلمانان دي، اصلي لږه کي مسيحيان هم لري. اردن په بيا بیا ناکراره منځني ختيځ کې «ارامه سيمه» بلل کېږي. اردن له عرب پسرلي وروسته چې په ۲۰۱۰ز کال کې يې دا سیمه ونيوله، کوم زیان ونه لېده. له ۱۹۴۸ز کال راهيسې، اردن له ډېرو جګړه کې ښکېلو ګاونډيو هېوادونو نه کډوال منلي دي. د ۲۰۱۵ز کال د شمېرنې تر مخې په اردن کې د اټکل تر مخې دوه اعشاریه یو ميليون فلسطينيان او يو اعشاريه څلور ميلیونه سوريايي کډوال مېشت دي. اردن د هغو زرګونو عراقي مسيحيانو پناه ځای دی، کوم چې د داعش له تعقيب تښتېدلي دي. په داسې حال کې چې اردن کډوال مني، له سوريې نه د کډوالو وروستي بهير د دې هېواد په سرچينو او پر ملي زیربناوو د پام وړ فشار راوستی.[۹][۱۰][۱۱]
اردن د انساني ودې د شاخص له پلوه يو سل او دويم هېواد دی او د عايد له منځنۍ کچې پورته اقتصاد لري. د اردن اقتصاد په سيمه کې يو له کوچني اقتصاد نه دی چې د ماهر کار ځواک پر بنسټ د بهرنۍ پانګونې د لېوالتيا وړ دی. دا هېواد د سيلانيانو د لېوالتيا مرکز هم دی او د ښه پرمختللي روغتيايي برخې له امله د روغتیايي سيال بينۍ لپاره هم جذاب دی. سره له دې، د طبيعي سرچينو کمښت، د کډوالو زيات ورتګ او د سيمې نا ارامۍ د دې هېواد اقتصادي وده له ستونزو سره مخامخ کړې ده.[۱۲][۱۳][۱۴]
↑"Lime Plaster statues".British Museum. Trustees of the British Museum. خوندي شوی لهthe original on 18 October 2015. بياځلي په16 June 2018.Dating to the end of the eighth millennium BC, they are among the earliest large-scale representations of the human form.
↑"The Mesha Stele".Department of Near Eastern Antiquities: Levant. Louvre Museum. خوندي شوی لهthe original on 16 June 2018. بياځلي په16 June 2018.The stele of King Mesha constitutes one of the most important direct accounts of the history of the world that is related in the Bible. The inscription pays tribute to the sovereign, celebrating his great building works and victories over the kingdom of Israel during the reign of Ahab, son of Omri. The mention of 'Israel' is its earliest known written occurrence.