Movatterモバイル変換


[0]ホーム

URL:


منځپانگې ته ورتلل
ويکيپېډيا
پلټنه

احمد الشرع

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
احمد الشرع
[[language|]]:أحمد الشرع ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
احمد الشرع
احمد الشرع

دتحرير شام دويم امير
د واکمنۍ دوران
د ۲۰۱۷ د اکټوبر لومړۍ
ابو جابر شېخ
 
د فاتح شام غورځنګ مشر
د واکمنۍ دوران
۲۰۱۶ د جولای ۲۸مه – ۲۰۱۷ د جنورۍ ۲۸مه
د النصره غورځنګ مشر
د واکمنۍ دوران
د جنورۍ ۳۲مه ۲۰۱۲ – د جولای ۲۸مه ۲۰۱۶
د شخص معلومات
زېږون نوم[[language|]]:أحمد حسين الشرع ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
اصلي نومأبو محمد الجولاني
پيدايښت۱۹۸۲
سعودي عربستان، رياض
تابعیتسوريه  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
غړیتحرير شام ،  القاعده ،  النصره ډله  ويکيډاټا کې (P463) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلکسياستوال  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
مورنۍ ژبهعربي ژبه  ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه(ي)عربي ژبه  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
پوځي خدمت
وفاداريد عراق اسلامي دولت ،  النصره ډله ،  تحرير شام ،  د سوریې لېږديز حکومت ،  سوريه  ويکيډاټا کې (P945) ځانګړنې بدلې کړئ
مقامامير  ويکيډاټا کې (P410) ځانګړنې بدلې کړئ
جګړه/جګړېد عراق جګړه ،  عراقي پاڅون (۲۰۱۱ – ۲۰۱۳ زکال) ،  د سوریې کورنۍ جګړه  ويکيډاټا کې (P607) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
احمد الشرع
احمد الشرع

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیسمخ پر IMDB باندې ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
سمول کينډۍ لاسوند وګورئ

احمد حسین الشرع چې دابو محمد الجولاني په نوم هم پېژندل کېږي، د سوریې یو وسله وال دی چې د ۲۰۱۷ راهیسېد تحریر الشام د دویمامیر په توګه دنده ترسره کوي.[۱] په ۲۰۱۶ کې لهالقاعدې سره د اړیکو پرې کولو څخه وړاندې،[۲] جولاني د القاعدې د پخوانۍ سوریې څانګېالنصره جبهې دامیر په توګه دنده ترسره کوله.[۳] د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۱۳ په می میاشت کې الجولاني د " ځانګړي نومول شوي نړیوال ترهګر " په توګه ونوماوه، څلور کاله وروسته يې د هغه د نيولو او په اړه يې د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره ۱۰ ميليونه امريکايي ډالر جايزه اعلان کړه.[۴][۵]

که څه هم الجولاني ډېر سخت دریځه انسان پېژندل کېده خو اوس يې د نرمښت او سياست لاره خپله کړې ده،هغه په ۲۰۱۴ کال د سيپټمبر په ۲۸ مه یو غږیز بیان خپور کړ چې پکې یې ویلې يې وو د امریکا او متحدینو پر وړاندې به جګړه کوي او له خپلو جنګیالیو یې غوښتي چې داسلامي دولت پر ضد په جګړه کې دلویدیځ مرسته به ونه مني.[۶] په وروستیو کلونو کې هغه د ځان په اړه ډېر ښه تصویر وړاندې کړی دی، هغه ویلې، چې د لوېديځو هیوادونو په وړاندې د جګړې لپاره هیڅ لیوالتیا نه لري، او د اقلیتونو د ساتنې ژمنه یې کړې ده.[۷]

ژوند

[سمول]

کورنۍ

[سمول]

د جولاني پلار حسین الشریع په سوریه کې د نصریانو لپاره د عربي ملتپالو محصلینو فعال وو. هغه د 1961 او1963 کودتا وروسته د نصرت ضد جګړې په بهير کې د سوریې نوي بعثیانو لخوا زنداني شوی وو، کوم چې د متحده عربي جمهوریت مات اود عرب سوسیالیست بعث ګوند واک يې رامېنځته کړ.

د جولاني پلار وروسته له زندانه وتښتېد او عراق ته لاړ، هلته يې خپلې لوړې زده کړې په ۱۹۷۱ کال کې بشپړې کړي. په دې موده کې يېاوردون ته د فلسطین د ازادۍ له سازمان سره د همکارۍ په موخه سفر وکړ. په ۱۹۷۰ لسیزه کې سوریې ته له راستنېدو وروسته چې په دې هېواد کې د بشر اسد پلارحافظ الاسد دشخصي دیکتاتور په توګه واکمن وو د جولاني پلار يې بیا زنداني کړ. هغه وروسته کله چې له زندانه خوشې شو په سعودي عربستان کې یې پناه واخیسته.

حسین الشرع چې د کروندګرۍ په برخه کې پوهه لري او د بغداد له پوهنتون څخه داقتصاد په برخه کې فارغ شوی، د سعودي د تېلو په صنعت کې یې کار کړی او په عربي ژبه یې ګڼ کتابونه خپاره کړي چې څنګه طبیعي زیرمې لکه تېل د عربي نړۍ په پرمختګ کې مرسته کولای شي او په ښه توګه د سیمې اقتصادي وده ګړندۍ کړي.[۸]

په سوریه کې د ځوانۍ دوران

[سمول]

الجولاني په 1982 کال کې د سعودي عربستان پهریاضښار کې زېږېدلی، هلته د نوموړي پلار تر 1989 پورې د تېلو د انجینر په توګه کار کاوه. په همدغه کال کې د الجولاني کورنۍ بېرته سوریې ته راستانه شوه ، او تر ډېره هلته مېشت شول، الجواني هغه وخت ځوان وه ، چې د ۲۰۰۳ کال په لړ کې د ځينو ستونزه له امله بېرته عراق ته کډوال شول.

په سوریه کې د ځوانۍ پرمهال د الجولاني کورنۍ د اقتصادي پلوه منځنۍ وه يانې ډېره خواره يا شتمنه نه وه. مور یې د ښوونځي ښوونکې وه او پلار یې د لومړي وزیر محمود الزوبي لپاره د تېلو په صنعت کې مشاور وو.[۸]

پوځي او سیاسي فعالیتونه

[سمول]

د عراق جګړه

[سمول]
۲۰۰۶ ـ په عراق کې د امریکايي ځواکونو له خوا د الجولاني له نیولو وروسته د نوموړي انځور

په 2021 کېد فرنټ لاین سره د یوې مرکې له مخې، الجولاني وویل چې هغه په 2000 کې د فلسطین د دویم انتفادې ډلې لخوا جذباتي شوی وو. هغه وویل، «ما په دې فکر پیل کړ چې څنګه وکولای شم خپل وظیفه په ښه توګه سرته ورسوم، د داسې خلکو دفاع وکړم چې د نيوونکو او یرغلګرو له خوا ورباندې ظلمونه کېږي.»[۹][۱۰]

دسپټمبر د یوولسمې د بریدونو څخه په ستاينې،[۸] الجولانيپه عراق باندې د ۲۰۰۳ کال له برید څخه څو اونۍ مخکې له دمشق څخه بغداد ته په بس کې سفر وکړ، چېرته چې هغه په چټکۍ سره په عراق کې د القاعدې (AQI) په لیکو کې شامل شو.[۹]د اسراییلو ټایمز ورځپاڼې ادعا کړې چې الجولاني د AQI د مشر ابو مصعب الزرقاوي نږدې ملګری وو.[۱۱]

په ۲۰۲۱ کال د يوې رسنۍ سره په مرکه کې نوموړي د الزرقاوي سره لیدنه رد کړه او ادعا یې وکړه چې هغه یوازې په عراق کې د القاعدې لاندېد امریکایي اشغال په وړاندې د یو منظم سرتېري په توګه دنده ترسره کوله. الجولاني په ۲۰۰۶ کال کې د عراق د کورنۍ جګړې له پیلېدو مخکې د امریکايي ځواکونو له خوا ونیول شو او د ابوغریب، کمپ بوکا، کمپ کرېپر او التاجي زندان په ګډون په بېلابېلو زندانونو کې تر پنځو کلونو پورې زنداني شو.[۱۲]

د سوریې کورنۍ جګړه

[سمول]

اړونده ليکنې

[سمول]

سرچينې

[سمول]
  1. . 2 October 2017.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)
  2. . 29 July 2016.{{cite news}}:Missing or empty|title= (help)
  3. . 29 July 2016.{{cite news}}:Missing or empty|title= (help)
  4. . May 10, 2017.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)
  5. . December 5, 2024.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)
  6. . 28 September 2014.{{cite news}}:Missing or empty|title= (help)
  7. . 6 December 2024.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)
  8. ۸٫۰۸٫۱۸٫۲. 22 June 2021.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)Invalid<ref> tag; name ":0" defined multiple times with different content
  9. ۹٫۰۹٫۱. 7 December 2024.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)Invalid<ref> tag; name "ft2024" defined multiple times with different content
  10. . 6 December 2024.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)
  11. . 4 November 2013.{{cite web}}:Missing or empty|title= (help);Missing or empty|url= (help)
  12. . 2 April 2021.{{cite news}}:Missing or empty|title= (help)
"https://ps.wikipedia.org/w/index.php?title=احمد_الشرع&oldid=350732" نه اخيستل شوی
وېشنيزې:
پټې وېشنيزې:

[8]ページ先頭

©2009-2026 Movatter.jp