د سیند سيند په اسيا کې څو پولو او په سويلي او مرکزي اسيا کې د هماليا له غرونو نه تېرېدونکی سيند دی. دا ۳۱۸۰ کيلو متره (۱۹۸۰ ميله) سيند له لويديځ تبت نه سرچينه اخلي، شمال لويديځ ته د کشمير د لداخ او ګلګت بلتستان سيمو نه تیریږي، د نانګا پربت له سترې برخې نه په تیزۍ سره کیڼ اړخ ته تاوېږي او د کراچۍ له بندري ښار سره عرب سمندر ته تر بهېدو مخکې، سويل ته په سويل لويديځ کې له پاکستان نه تېرېږي.[۱][۲][۳]
لرغونو هنديانو په سنسکريت کې دې سيند ته د سيندو نوم اخيست او پارسيانو ورته د هندو نوم ياداوه او دواړو د «سرحدي سيند» په نامه پېژانده. د دې دوو نومونو بدلون د لرغوني ايراني غږ *s > h له امله راغلی، چې د اسکو پارپولا په وينا: له زېږد مخکې ۸۵۰ او ۶۰۰ کې رامنځ ته شوی دی. د پارسي هخامنشي سترواکۍ نه دا نوم يونانيانو ته د Indós (Ἰνδός) په توګه رسېدلی دی. روميانو د انډس په توګه ومانه. د India (هندوستان) نوم هم له Indus نه اخیستل شوی دی.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
څرګندونه
د سیند سيند، د پاکستان اقتصاد ته د پام وړ اوبو مهمې سرچينې برابروي، په ځانګړي ډول د پنجاب ايالت خوراکي توکو ته، کوم چې د دې هيواد تر ټولو زيات کرنيز توليدات وړاندې کوي. سیند ايالت ته. د پنجاب ټکي معنا ده «د پنځو سيندونو ځمکه» او دا پنځه سيندونه دا دي: جهلم، چناب، راوي، بيس او سوتلیج، په پايله کې دا ټول د سیند سیند ته بهېږي. د سیند سيند، په درندو کارخانو کې مرسته کوي او په پاکستان کې د څښاک اوبو اصلي برابروونکی دی.
د سیند سيند وروستۍ سرچینه تبت دی؛ دا سيند د « Sengge Zangbo» او « Gar Tsangpo» سيندونو له يو ځای کېدو نه پيليږي، کوم چې د « Nganglong Kangri» او « Gangdise Shan» (Gang Rinpoche, Mt. Kailash) غره یيزو سلسلو نه زېم اخلي.د سیند سيند د قراقورم غرونو لړۍ په سويل کې شمال لويديځ ته د لداخ، هند او بلتستان نه ګيلګيت ته بهيږي. د شيوک، شيګار او ګلګيت سيندونه، د کنګلونو اوبه اصلي سيند ته رسوي. دا سين کرار کرار د سويل لور ته کږيږي او د پاکستان د کالاباغ د پنجاب په دشتو کې ښکته کېږي. سيند د نانګار پربت سره نژدې د ډبرينو ګړنګونو نه د ۴۵۰۰-۵۲۰۰ متره (۱۵۰۰-۱۷۰۰ فوټه) ژورو درو نه تېرېږي. په تیزۍ سره په ټوله هزاره کې بهېږي او د توربيله په زېرمه کې بنديږي. د کابل سيند ورسره له اټک سره نژدې یو ځای کېږي. د بحر پر لوردې پاتې لاره د پنجاب او سيند له ميدانونو نه تېره شوې، چېرته چې د سيند بهېدل کرار او سره اوبدل شوی دی. پنجناد ورسره په ميتانکوټ کې يو ځای شوی. له دې يو ځای کېدو ور هاخوا، په يو وخت کې دې سیند ته د ستناد سيند ويل کېدل (ست يعنې اوه ناد يعنې سيند)، دا ځکه چې په دې ځای کې، دې سيند له ځانه سره د کابل سيند، د سیند سيند او د پنجاب د پنځو سيندونو اوبه روانې کړې دي. له جام شرو نه په تېرېدو سره، دا سيند د پاکستان د سيند په ايالت کې د تاتا سويل لور ته په يوې سترې ډلټا کې پای مومي. [۱۴]
د سیند سيند د نړۍ يو له هغو سيندونو نه دی، چې جزر او مد (توپاني څپې) په کې لیدل کېږي. د دې سيند نظام د هماليا، قراقورم او په تبت کې د هندوکش له لړيو، لداخ، د هندوستان لانجمنې جامو او کشمير سيمو او د پاکستان د لانجمنې سيمې ګلګت بلتستان له واورو او طبيعي کنګلونو نه تغذيه کېږي. د دې سيند بهېدل هم د موسمونو په مټ ټاکل کېږي – په ژمي کې زيات کمېږي، په داسې حال کې چې له جولای نه تر سپتمبر پورې په مون سون (موسمي بادونه) کې يې په څنډو کې سيلاونه راوځي. له تاريخ نه مخکې د دې سيند د بهېدو په لاره کې د بدلون نښې لیدل شوې دي – د ۱۸۱۶ز له زلزلې وروسته، د دې سیند بهيدا د کوچ د ران او ورسره نژدې زرغونې باني سيمو نه د لويديځ پر لور کوږ شوی دی. اوسمهال د سيلاو پر مهال، د دې سیند اوبه سيلاويزې څنډې ماتوي او د کوچ په ران کې بهېږي.[۱۵][۱۶][۱۷]
د دې سيند اصلي سرچينه Sênggê Kanbab ده (د Sênggê Zangbo, Senge Khabab په نامه هم پېژندل کېږي) يا «د زمري خوله»، يوه تلبهانده چينه ده، د کالاش له سپېڅلۍ غره نه چندان لرې نه ده، کوم چې له تبتي تپو نه د يوې ښکته غځېدلې لیکې ځانګړتيا لري. ورته نژدې ډېر نور مرستندويه سيندونه شته، چې شونې ده، له Sênggê Kanbab نه هم اوږده وياله جوړولای شي، خو د Sênggê Kanbab په خلاف ټول د واورو تر وېلې کېدو پورې تړلي دي. د زنسکار سيند، کوم چې په لداخ کې د سیند سيند ته بهېږي، له يادې نقطې نه په مخکې برخه کې خپله د سیند له سيند نه ډېرې اوبه لري. [۱۸]
تاريخچه
د سیند د درې تمدن د سترو ښارونو، لکه: هړپا او موهنجوداړو، تاريخ له زېږد مخکې نږدې ۳۳۰۰ ته رسېږي او همدا ښارونه د نړۍ د ځينو لرغونو سترو انساني مېشتېدو استازولي کوي. د سیند درې تمدن، د شمال ختيځ افغانستان نه تر پاکستان او شمال لويديځ هندوستان پورې غځېدلی و. د جهلم د سيند ختيځ لور ته په پورته اړخ کې په لوړ سوتلج کې تر روپړ پورې. ساحلي هستوګنځايونه يې په پاکستان، د ايران له پولې سوتکاګن ډور نه تر اوسني ګجرات پورې او په هندوستان کې تر کچ پورې غځېدلي وو. د افغانستان په شمال کې د شورتوۍ په سيمه کې د امو سيند په څنډه د سیند د سيند (انډس) يوه سيمه شته، همدا راز په هندن سيند کې د المګيرپور سيمه له نوي ډيلي نه يوازې اته وېشت کيلو متره (۱۷ميله) لرې پرته ده.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
سرچینې
↑ "Tibet". Encyclopedia Britannica. (3 March 2020). “historic region and autonomous region of China that is often called “the roof of the world.” It occupies a vast area of plateaus and mountains in Central Asia”
↑Thieme, P. (1970)."Sanskritsindu-/Sindhu- and Old Iranianhindu-/Hindu-". In Mary Boyce; Ilya Gershevitch (eds.).W. B. Henning memorial volume. Lund Humphries. p. 450.ISBN9780853312550.: "As the great frontier river that represents the natural dividing line between India and Iran, the Indus could most easily and fittingly be calledSindhu- 'Frontier' by the Indians andHindu- 'Frontier' by the Iranians."
↑Osada, Toshiki (2006).Indus Civilization: Text & Context. Manohar Publishers & Distributors. p. 100.ISBN978-81-7304-682-7.: 'P. Theme (1991) understood the Indus as the "border river" dividing IA and Iran. tribes and has derived it from IE with an etymology from the root "si(n)dh" to divide."'
↑Boyce, Mary (1989).A History of Zoroastrianism: The Early Period. BRILL. pp. 136–.ISBN978-90-04-08847-4.: "The wordhindu- (Skt.sindhu-), used thus to mean a river-frontier of the inhabited world, was also applied generally, it seems, to any big river which, like the Indus, formed a natural frontier between peoples or lands."
↑Bailey, H. W. (1975). "Indian Sindhu-, Iranian Hindu- (Notes and Communications)".Bulletin of the School of Oriental and African Studies.38 (3): 610–611.doi:10.1017/S0041977X00048138.JSTOR613711.: "The wordsindhu- is used of a 'mass of water' (samudra-), not therefore primarily 'flowing' water. Hence the second derivation of 'enclosed banks' is clearly preferable."
↑Mukherjee, Bratindra Nath (2001).Nationhood and Statehood in India: A historical survey. Regency Publications. p. 3.ISBN978-81-87498-26-1.: "Apparently the same territory was referred to as Hi(n)du(sh) in the Naqsh‐i‐Rustam inscription of Darius I as one of the countries in his empire.[10] The terms Hindu and India ('Indoi) indicate an original indigenous expression like Sindhu. The name Sindhu could have been pronounced by the Persians as Hindu (replacing s by h and dh by d) and the Greeks would have transformed the latter as Indo‐ (Indoi, Latin Indica, India) with h dropped..."