شاه حسين دميرويس نيكه دوهم زوی وو چې د ۱۱۱۴ هـ كال د ربيع الاول پر ۲۳ د كلات په سيوري كې وزېږېد. د عمر تر دولسو كلو پورې يېفقه،تفسير،منطق او د بلاغت علوم ولوستل. هغه مهال چې پر ۱۱۳۵ هـ كالاعليحضرت شاه محموداصفهان فتح كړ، نو خپل كشر ورور حسين يې دكندهار پر تخت كېناوه. اعليحضرت شاه حسين ډېر عالم، اديب او علم روزونكى پاچا وو او د ده عصر پر پښتنو باندې په ډېرې ارامۍ او راحت تېر شو، لوېديزې او شمالي خوا ته ترفراه،سبزوار اوهرات پورې او ختيځ خواته ترغزني اوگومل پورې ده حكمراني كوله او سربېره پردې،پښين ،شال او دپنجاب د اسماعيل او غازي خان دېرې هم د شاه حسين په وختو كې فتح شوې. همدارنگه دملتان لته هم د كندهار د قوواو له خوا تهديد شوه او د پښتنو پرمختگ د ملتان تر حدودو ورسېد. د دې زلمي پاچا د علم پروروۍ د ثبوت لپاره همدا دليل بس دى چې په شاهي ارگ كې يې ادبي انجمن جوړ كړى وو او په اوونۍ كې به یې يوه ورځ د خپل وخت ډېر لوى علما، شاعران او اديبان خپل كتابتون ته رابلل. شعرونه به يې اورېدل او ادبي مجلسونه به يې كول. شاعرانو ته به يې صلې وركولې چې د همدې ټولنې په بركت او ددې پاچا په امر د پښتو قيمتي نښيرپټه خزانه ډگر ته راووت او وليكل شو او نور ډېر كتابونه په پښتو كې پيدا شول. شاه حسين پخپله هم دپښتو ژبې ښه شاعر وو. پر ملي وزن يې خواږه شعرونه ويل.( بشپړه ليکنه...)
د پښتو ويکيپېډيا خورلڼې پروژې په لاندي توګه دي؛
د پښتو ويکيپېډيا خورلڼې پروژې په لاندې توګه دي؛
ويکيپېډیا په نورو ژبو کې