شېخ سراجالدين بايزيد خان چې د پير روښان په نامه هم ياديږي، د قاضي عبدالله زوی او د شېخ محمد لمسی په خټه اورمړ پښتون د خپل وخت لوی مفکر، د ټولنې اصلاح کوونکی، د خارجي او پردي ښکېلاک کلک مخالف او د ولسي مبارزو لارښوونکی او په عېن حال کې ستر مذهبي مبلغ وو، چې پيروانو يې پير روښان باله، او مغولو او نورو مخالفينو لکه اخوند دروېزه او د هغې استاد ملامحمد (ملازنګي) د پيرتاريک په نامه ياداوه، هغه په خپل مهر بايزيد ليکلی وو. مور يې بي بي امينه نومېدله او د حاجي ابوبکر لور وه چې د پنجاب په جالندهر کې اوسېدله، او بايزيد همالته په ۹۳۱ سپوږميز (۱۵۲۵ ز) کال کې وزېږېده، خو مخکې له دې چې څلوېښت ورځنی شي، پلار يې خپل کلي کاڼي ګرام ته راستون شو.بي بي شمسو د بايزيد روښان مېرمن وه، چې د هغه د تره لور وه. (
بشپړه ليکنه...)